د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

د طالبانو د روغتیا وزیر: سلګونه روغتیایي مرکزونه مو جوړ کړي؛ یو شمېر خلک: زموږ ستونزې لا هماغسې دي


له ارشیفه د یوه روغتیایي مرکز تصویر
له ارشیفه د یوه روغتیایي مرکز تصویر

که څه هم د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو په تېرو دوو کلونو کې د سلګونو روغتیايي مرکزونو د جوړولو ادعا کړې، خو د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي په خپلو سيمو کې د روغتیايي مرکزونو له کموالي، د درملو کمښت، مسلکي ډاکټرانو او نورو معیاري خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي.

د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکى مصور وايي چې روغتيايي مرکزونه يې له سيمې څو کيلومتره لرې واټن کې دي او دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي:

"زموږ کلی د بګرام ولسوالۍ رباط دښته ده، د کلینک د نشتوالي له امله ډېرې ستونزې لرو، کلی له کلینک څخه اته کیلومتره لرې دی، ډاکټر نشته، زموږ د ګاونډي مېرمن اميندواره وه تر هغه چې کلنيک ته رسېده پر لاره يې ماشوم مړ شو."

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ کې یوه مېرمن چې امېندواره وه د سېلابونو له وجې د لارې د بندوالي او سيمه کې د روغتيايي خدمتونو د نشتوالي له امله روغتون ته له رسېدو مخکې مړه شوه.

د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى چې نه يې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله يې نوم په راپور کې ياد کړو وايي، په خپله سيمه کې په روغتيايي مرکز کې د درملو او متخصصو داکټرانو له کمښت سره مخ دي.

سرچینې ازادي راډیو ته وویل:

"دلته د خدماتو وړاندې کولو ستونزې ډېرې دي، ځينې وخت درمل نه وي، ځينې وخت د ډاکټر ستونزه وي، کله چې ناروغ کلينيک ته ځي، نو نسخه ورکوي چې له بازاره درمل واخلي."

د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکى يونس هم په خپله سيمه کې د روغتيايي خدمتونو له نشتوالي شکايت کوي او وایي:

"دلته يو روغتيايي کلينيک شته، خو متخصص ډاکټر نشته،د متخصص داکټر نشتوالي ستونزې ولاړې کړي، خلک د کوچنيو عملياتو لپاره ښار ته ورځي، خلک اقتصادي توان نه لري، درمل هم د روغتون له خوا نه ورکول کېږي او دوی باید درمل له روغتونه بهر واخلي."

د بدخشان، هلمند، غور جوزجان او یو شمېر نورو ولایتونو سیمو اوسېدونکو هم ازادي راډيو ته په خپلو سیمو کې د کافي روغتیايي مرکزونو او روغتیايي خدمتونو له نشتوالي شکایت کړی دی.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د اوسېدونکو دا ستونزه مو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت له ویاند شرافت زمان سره شریکه کړه، خو نوموړي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

د طالبانو د روغتیا وزیر قلندر عباد تېره اوونۍ ادعا وکړه چې دوی په تېرو دوو کلونو کې له ۳۰۰ څخه ډېر روغتیایي مرکزونه جوړ کړي
د طالبانو د روغتیا وزیر قلندر عباد تېره اوونۍ ادعا وکړه چې دوی په تېرو دوو کلونو کې له ۳۰۰ څخه ډېر روغتیایي مرکزونه جوړ کړي

دا په داسې حال کې ده چې د دغه وزارت چارواکي په دې وروستیو کې د سلګونو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو او خلکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ادعا کړې ده.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د دغه وزارت سرپرست قلندر عباد تېره اوونۍ په سرپل ولایت کې په یوه غونډه کې ادعا وکړه چې په تېرو دوو کلونو کې دوی له ۳۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي او د افغانستان په بیلا بیلو لیرې پرتو سیمو کې یې هم خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.

د روغتیايي مرکزونو کمښت او د روغتیا په برخه کې افغانانو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې ستونزو نړیوال سازمانونه هم اندېښمن کړي دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان سږکال د ليندۍ مياشت کې په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان روغتیايي سیستم له ډېرې مودې راهیسې د بشري ځواک او بودیجې د کمښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

دغه سازمان زیاته کړې، د افغانستان د روغتیايي سیستم د بنسټونو د ویجاړېدو، د روغتیايي کارکوونکو د کمښت، د روغتیايي وضعیت د خرابوالي او د روغتیايي اړتیاوو د نه پوره کېدو له امله د خلکو د مړینې ګواښ هم ډېر شوی دی.

په دې وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان هم ادعا کړې چې دا مهال په افغانستان کې ۹،۵ میلیونه خلک په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG