د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

یونیسف: ۹،۵ میلیونه افغانان له روغتیایي خدمتونو محروم دي


د غور ولایت یو روغتیایي مرکز
د غور ولایت یو روغتیایي مرکز

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو ملاتړ وجهي صندوق یونیسف وايي، ۹،۵ میلیونه افغانان په داسې سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي اسانتیاوې نه‌لري.

یونیسف د یک‌شنبې په ورځ په خپله ایکس‌‌پاڼه لیکلي، دا سازمان او ملاتړي یې ژمن دي چې افغان ماشومانو، ښځو او کورنیو ته یې روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي.

خو د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد بیا د یک‌شنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې پرته له دې چې د کوم سازمان نوم واخلي، دا ډول راپورونه د خپل حکومت پر ضد تبلیغات وبلل او ویې ویل:

"په خارج کې ناست ځینې کسان د افغانستان د صحت په باره کې مختلف اټکلونه کوي. کله د مرګ و میر خبره کوي، کله بیا د افغانستان د صحت د کمزورۍ او یا هم نه کمزورۍ خبره کوي. دا ټول هغه شیان دي چې له دوی سره په دې اړه هیڅ ډیټا، رسرچ او مطالعه نه‌شته. دا د نظام پر ضد افواه خپرول دي چې د منلو وړ نه‌ده. "

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم یو شمېر نړیوالو بنسټونه د افغانستان د روغتیايي سکټور په اړه ویلي و چې له سقوط سره مخ دی.

د دې بنسټونو له قوله، د روغتیايي پرسونل تېښته، د نړیوالو مرستو بندېدل، د نجونو او ښځو په کار د طالبانو بندیز او یو شمېر نور محدودیتونه د دې لامل شوي چې د افغانستان روغتیايي سکټور له دې برخلیک سره مخ شي.

بل‌خوا یو شمېر افغانان چې د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې ژوند کوي وايي، روغتیايي اسانتیاوو ته د لاس‌رسي په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د هرات د یوې لېرې پرتې سیمې اوسېدونکې نعیمه وایي:

"دلته اسانتیاوې نه‌شته چې ولاړ شو او درملنه مو وکړو او یا هم موږ ته درمل راکړي. زه یوازې یو ځل ولاړم، ما ته یې پرسټامول او بروفین راکړل او نور یې نسخه ولیکله او ویې ویل، دا درمل ځان ته له بېرون واخله. تر هغه ځایه مو واټن یو نیم ساعت دی. "

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د نیمروز د چهار برجک ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحمان هم وايي، روغتیايي اسانتیاوې نه‌لري او هغه روغتیايي مرکزونه چې له دوی ډېر لېرې دي، هم په کې متخصصین او کافي درمل نه‌شته.

عبدالرحمان زیاتوي:

"موږ دې مرکزونو ته د تلو وسیله او توان نه‌لرو.که ناروغ ولرو، تر کلینیک نه‌شو رسېدای. هلته چې هم ولاړ شوو، ښه ډ‌اکټر نه‌شته او درمل هم نه‌شته. د درملتون دننه هیڅ درمل نه‌‌شته. "

نږدې شپږ میاشتې وړاندې د بې پولې ډاکټرانو سازمان په یوه راپور کې وویل، له ډېر وخت راهیسې د افغانستان روغتیايي سکټور د بشري قوي او بودجې د کمي له امله له ستونزو سره مخ دی.

دې سازمان زیاته کړې وه، د روغتیايي پرسونل کمی، د روغتیايي وضعیت ترینګلتیا او د روغتیايي اړتیاوو نه پوره کېدل، په افغانستان کې د مړینې شمېر پورته کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG