د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

له بې کیفیته درملو شکایت؛ حسنا: د درملو بکس کې چونه او واړه مېخونه وو


د بې کیفیته درملو یو تصویر - ارشیف
د بې کیفیته درملو یو تصویر - ارشیف

یو شمېر افغانان وايي، درمل بې کیفیته دي، او ناروغان یې پرې نه ښه کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکې مرسل ازادي راډیو ته وویل، له همدې امله خپل رنځور زوی ته درمل له ګاونديو هیوادونو راغواړي.

نوموړې وایي:

"زویک مې ناروغ دی، هره میاشت وینه اخلي، د وینې سرطان لري،کوم درمل چې زه له پاکستانه اخلم هغه پرې تاثیر کوي، خو له افغانستانه یې چې اخلم تاثیر نه کوي.ځکه چې د هغه ځای د درملو کیفیت ښه دی، دلته بې کیفیته راوړي."

یو بل اړوند راپور:

له بې کیفیته درملو د افغانانو شکایت؛ ايمل: مور مې په اتو نسخو درملو ښه نه شوه (azadiradio.com)

د دې ښار بله اوسېدونکې نازنين، چې زوی يې ډیپریشن (خفګان) لري، هم ورته شکایت لري.

نازنین ازادي راډيو ته وویل:

"زوی می ناروغ دی. هره میاشت ورته درمل اخلم، تر څو یې چې پاکستان ته بیایم له مجبورۍ باید په درملو ګوزاره وکړم، اغېزې پرې خورا منفي دي، چې هره ورځ او هره شېبه یې شاهده یم."

په ننګرهار کې د روغتیایي مرکزونو او درملتونونو یوه سیمه - ارشیف
په ننګرهار کې د روغتیایي مرکزونو او درملتونونو یوه سیمه - ارشیف

د تخار اوسېدونکې حسنا بیا بله کیسه کوي او وايي:

"کله چې ما درمل واخیستل، د درملو په بکس کې د درملو پرځای چونه او واړه مېخونه وو، چې واقعاً دا د حیرانتیا خبره ده."

درمل پلورونکي ستونزه مني، خو وايي په خينو حالاتو کې دوی ته هم د بې کیفیته درملو پېژندل ستونزمن دي.

دا هم د روغتیایي خدمتونو اړوند دی:

د نړیوالو روغتیایي مرستو کمیدل؛ یو شمېر افغانان: روغتیایي خدمتونه نور هم کم او بې کیفیته شوي (azadiradio.com)

د دوی په خبره، د طالبانو د حکومت اړوندې ادارې باید، بازار ته د بې کیفیته درملو د وېش مخه ونیسي.

د بادغیس ولایت په قلعه نو ښار کې د یوه درملتون څښتن محمد یار نظري ازادي راډیو ته وویل:

" د افغانستان بازرونو غیر معیاري درمل په بېلابېلو بڼو راځي، دا درمل د کومو شرکتونو له خوا چې تولیدېږي، ډېر په مظم ډول بسته بندي او رنګ ورکول کېږي، موږ نه شو کولای د اصلي او جعلي درملو ترمنځ توپیر وکړو، د دې ناورین مسولیت ډېر حکومت ته ورګرځي."

په وروستیو کې د روغتیایي خدمتونو له کیفیت او کمښت دواړو شکایتونه زیات شوي
په وروستیو کې د روغتیایي خدمتونو له کیفیت او کمښت دواړو شکایتونه زیات شوي

د کابل یو درمل پلورونکی محمد ناصر مو هم غږولی، دی ستونزه مني، خو د بې کیفیته درملو له پلورلو انکار کوي.

نوموړی وایي:

"موږ په کابل کې له بې کيفيت درملو سره ډېر مخ شوي یوو، هغه درمل چې د بېلګې په توګه په يخچالونه کې وو کابل ته راغلي او په غير معياري ډول موږ ته راکړل شوي دي خو موږ ترې انکار کړی. "

دا هم له تازه مطالبو:

د بودیجې کمښت؛ ډبلیو ایچ او: افغانستان کې ۳۳ روغتونونه تړل کېدو ته نږدې شوي (azadiradio.com)

یو شمېر روغتیا پالان هم تاییدوي، چې دا ستونزه شته او د ځنيو درملو کیفیت ډېر تيټ دی.

ډاکټر فضل الله ممتاز په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د هغو تجربو له مخې چې موږ یې لرو او زه دا موضوع په سم ډول تعقیبوم، ډیری درمل چې د پاکستان، هند، حتی چین، ایران او نورو هیوادونو څخه راځي دوه عمده ستونزې لري، لومړۍ ستونزه دا ده چې دوی ټيټ کیفیت لرونکي حتی جعلي درمل افغانستان ته صادروي. د سوداګریزو موخو لپاره افغانستان. دوهم هغه درمل چې تاریخ یې تېر شوی وي، قیمت یې کم شوی وي، نېټه یې پای ته رسېدلې وي، نوې نېټه پرې وهي او افغانستان ته یې را واردېږي. "

خو د طالبانو د حکومت د درملو او خوراکي توکو د ملي اداره وايي، دوی د ستونزې د هواري لپاره ډیجیټل سیسټم او نوې کړنلاره جوړه کړې ده.

له ډېره وخته ادعا کیږي، چې افغانستان ته لویه برخه بې کیفیته درمل پر قاچاقي لارو راوړل کیږي - ارشیف
له ډېره وخته ادعا کیږي، چې افغانستان ته لویه برخه بې کیفیته درمل پر قاچاقي لارو راوړل کیږي - ارشیف

د دغې ادارې مشر عبدالباري عمر دا خبره تېره اوونۍ «ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام» په نوم غونډه کې وکړه .

نوموړي وویل:

"کله چې درمل راځي او د کیفیت تر منځ یې توپیر نه وي معلوم او دا معلومه نه ده چې دا درمل د کومې کمپنۍ دي؟ او څوک یې تضمینوي چې دا ما جوړ کړی؟ چا راوړي؟ چا ویشلي؟ څنګه راوړل شوي؟ څنګه ګدام شوي؟ او څنګه ډاکټر په نسخه کې لیکلي؟ د دې سیسټم د کنټرول لپاره، یوه لار آنلاین کول او ډیجیټل کول دي. دوهم، زمونږ یوه نوې کړنلاره ده.

د روغتیایي ستونزو یو بل اړخ:

پر افغان ښځينه کارکوونکو محدودیت ماشومانو ته د مرستې رسول څومره اغېزمن کړي؟ (azadiradio.com)

د افغانستان درملتونونو کې د بې کیفیته درملو د موجودیت په اړه شکایت کومه نوې خبره نه ده او مخکې هم په دې اړه شکایتونه شوي.

د ړنګ شوي جمهوري نظام چارواکو هم د ستونزې د اوري خبره کوله، خو داسې ښکاري، چې بنسټیز کار ورته نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG