د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

د خوست د ۴۲ روغتیايي مرکزونو مسوولو ډاکټرانو کار بندیز اعلان کړ


د خوست د روغتیايي مرکزونو مسوولین
د خوست د روغتیايي مرکزونو مسوولین

نن د یکشنبې (د غبرګولي ۲مه) په ورځ د خوست د مرکز او ولسوالیو د ۴۲ روغتیايي کلینکونو او مراکزو مسوولینو کار بندیز اعلان کړ.

دوی ویل، له څلورو میاشتو يې معاشونه بند دي او له ۲۹ میاشتو راهیسې يې، قراردادي موسسې سره خپل پاتې شل سلنه معاشونه هم نه دي ترلاسه کړي.

د خوست د روغتیايي کلینکونو مسوولینو دا هم وویل، دوی ته د خراب کیفیت لرونکي درمل ورکول کېږي او په تېرو پنځلسو کالونو کې د دې ولایت کلینکونو او روغتیايي مرکزونو ارتقاء هم نه ده کړې.

د خوست د روغتیايي مرکزونو مسوولینو ویل چې له څلورو میاشتو يې معاشونه بند دي
د خوست د روغتیايي مرکزونو مسوولینو ویل چې له څلورو میاشتو يې معاشونه بند دي

په خوست کې لسګونو اعتصاب کوونکو ډاکټرانو چې د عامې روغتیا ریاست په دروازه پسې يې قلف اچولی وو، ازادي راډیو ته وویل، که غوښتنې يې ونه منل شي، نو دوی به اړ شي، د ولسوالیو کلینکونه وتړي او د پارلمان مخې ته د تحصن خیمې ولګوي.

د اعتصاب کوونکو له ډلې ډاکټر صدیق الله منیب هغه ستونزې یادې کړې چې دوی يې اعتصاب ته اړ کړي دي: "موږ د خوست د ۴۲ روغتیايي کلینکونو مسوولین راټول شوي یو، ۲۹ میاشتې کېږي، له موږه شل فیصده معاش ګرځولی او تراوسه يې نه دی راکړی، څلورمیاشتې يې زموږ ټول معاش نه دی راکړی، هغه درمل چې دوی موږ ته رالېږي، ډېرې بې کیفیته دي او پر ناروغانو هېڅ مثبت تاثیر نه کوي، زموږ کلینکونو ته يې په پنځلسو کلونو کې ارتقاء نه ده ورکړې."

ډاکټر صدیق الله منیب د بېلګې په توګه د بامیانو ولایت یادوي چې په هره ولسوالۍ کې يې روغتون موجود دی، خو بیا د ټول خوست په سطحه د ولسوالۍ یو روغتون هم نشته.

په خوست کې لسګونو اعتصاب کوونکو ډاکټرانو چې د عامې روغتیا ریاست په دروازه پسې يې قلف اچولی
په خوست کې لسګونو اعتصاب کوونکو ډاکټرانو چې د عامې روغتیا ریاست په دروازه پسې يې قلف اچولی

ډاکټرصدیق الله منیب دا هم وویل، له درېیو کلونو د دوی پنځه-پنځه فیصده معاش هم نه دی لوړ شوی.

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د روغتیايي کلینک مسوول ډاکټر نصیراحمد وايي، د ډاکټرانو له غوښتنو سربیره ځینې ستونزې داسې دي چې په دې ولایت باندې يې هم اغېز شته.

ده زیاته کړه، خوست ۴۲ کلینکونه لري، خو په ټيټه کچه دي، د ولسوالیو په سطحه دلته روغتونونه نشته، د خوست د خلکو اصلي نفوس په پام کې نه دی نیول شوی اودلته ډېر کم دواء درمل رالیږل کېږي.

ډاکټر نصیر احمد وايي، د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او کلینکونو ته د خلکو ورتګ څلور، پنځه ځله زیات شوی، ولې دوی ته امکانات کم شوی خو زیات شوي نه دي.

د علي شېرو د روغتیايي کلینک مسوول محمدشرین محمودي وايي، دوی خپلې غوښتنې څو-څو ځلي د عامې روغتیا ریاست او خپلې موسسې سره شریکې کړي څو یې د پرسونل معاشونه ورکړي، خو په وینا یې عملي اقدام نه دی شوی.

ډاکټر محمودي زیاتوي، دوی د همدې په خاطر د عامې روغتیا ریاست دروازه تړلې خو که خبرې يې چا وانه ورېدې، نو دوی به مجبور شي چې خپل روغتیايي کلینکونه هم وتړي.

د خوست د عامې روغتیا مسوولین وايي چې د دوی ستونزې يې د عامې روغتیا له وزیر سره شریکې کړي
د خوست د عامې روغتیا مسوولین وايي چې د دوی ستونزې يې د عامې روغتیا له وزیر سره شریکې کړي

یو بل اعتصاب کوونکی ډاکټر حبیب الله منیب وايي، که غوښتنې يې ونه منل شي، نو دوی به د کلینکونو دروازې وتړي او که بیا هم بې نتیجې شوې، نو د پارلمان مخې ته به د تحصن خیمې ولګوي او څو چې مساله يې حل شوي نه وي، تحصن به دوامداره وساتي.

بل لوري ته د خوست د عامې روغتیا مسوولین وايي چې د دوی ستونزې يې د عامې روغتیا له وزیر سره شریکې کړي او څو ورځو کې به د دوی د معاشونو ستونزه حل شي.

د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حبیب شاه انصاري وايي، دوی ته د ډاکټرانو د پاتې ۲۰ سلنه معاشونو د اجراء په اړه هم ډاډ ورکړل شوی او هغه ستونزه هم په حلېدو ده.

ده وویل، کوم درمل چې دوی د ښار د درملو له نماینده ګیو پیري، هغه يې د کیفیت سرټېفیکټ لري، خو بیا هم د ډاکټرانو دا غوښتنه به له اړوندو مسوولینو سره شریکه کړي.

د خوست د عامې روغتیا رئیس مني چې تر ۵۰۰ پورې ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو خپل معاشونه نه دي اخیستي، خو د ده په وینا چې دا یوه هېواد شموله ستونزه ده او د وزارت د چارواکو له لوري يې د ژر حلېدو ډاډ ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG