د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

طالبان: روغتیايي سکټور کې اوسنی وضعیت بېړنی او ناورین سره مخ دی


ارشیف، کابل کې یو روغتون
ارشیف، کابل کې یو روغتون

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په روغتیايي سکټور کې اوسنی وضعیت بېړنی بولي او وايي، له بهرنیو مرستو بندېدو وروسته، ناورین سره مخ دي.

د دې وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالباري عمر نن شنبه (د مرغومي ۱۱مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، امکان نه لري چې د بهرنیانو له مرستو پرته ټول روغتونونه پرانیستي پاتې شي.

د افغانستان روغتیايي نظام بحراني او بېړني حالت سره مخ دی .

عمر زیاتوي: "موږ پر نړیوالو غږ کوو، که تاسې په رښتیا بشریت ته ژمن وئ، ستاسې شعارونه که رښتیا هم ریښتني وي، ولې مو د روغتیا برخه سیاسي کړې ده. یو ناروغ څه ګناه کړې، یو ډاکټر له تاسې سره څه ستونزه لري، تر پرون دې معاش ورکاوه، نن دې پرې بند کړی، تر پرونه دې د درملنې په برخه کې مرسته کوله، نن دې بنده کړه، دا ولې؟."

خو له دې ټولو اندېښنو سره-سره، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، سره صلیب د ۱۷ تخصصي روغتونونو ټول مسوولیت او لګښتونه منلي او تر خوا یې یونېسف او د روغتیا نړیوال سازمان هم په یو شمېر برخو کې له روغتیا وزارت سره مرستې کړي چې دوام به ومومي.

خود مسوولینو په خبره، اندېښنې او ګواښونه له دې زیات پورته دي.

د وزارت د شمېرو له مخې، یوازې څلور میلیونه ماشومان او مېندې له خوارځواکۍ سره مخ دي او باید ژر یې لاس‌نیوی وشي.

داسې مهال چې د کرونا وبا اومېکرون بڼه په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده، د چارواکو په خبره، د دې ناروغۍ اړوند محدود روغتونونه پرانیستي، خو که مرستې و نه شي، و به تړل شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت دا هم وايي چې افغانستان نږدې ۳ نیم میلیونه په نشه روږدي کسان لري چې اوس یې د درملنې لپاره هېڅ مالي سرچینه نه‌شته.

د نړیوالو د مرستو له بندېدو پرته، په کور دننه هم د افغانستان روغتیايي سکټور له پراخو ننګونو سره مخ دی.

ښاغلی عمر وايي، خپل‌سري خدمات، مافیايي کړۍ، په روغتونونو کې له مهمو تشخصیه وسایلو غلا او نه کارول، هغه څه دي چې غیر معیاري درملنې ته یې لار پرانیستې.

نوموړی زیاتوي، د دې ستونزو د حل لپاره دوی د څارنې او ازونې ملي کمېټه جوړه کړې چې پایله یې هم لرلې: "په کابل کې له سلو زیات، روغتونونه، درملتونونه، تشخیصه مرکزونه او نور تړل شوي او دا پروسه لا هم روانه ده. په دولتي روغتونونو کې چې کومې ستونزې وې، هغه خلک چې هلته یې فساد کاوه، له توصیې او اخطار نامې وروسته منفک شوي دي."

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالباري عمر
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالباري عمر

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وايي، په افغانستان کې نږدې ۴۰ زره درملتونونه شته چې له دې شمېر یوازې ۱۴ زره یې رسمي ثبت او پاتې یې خپل‌سری فعالیت کوي چې دې چارې پر معیاري خدماتو منفي اغېز کړی.

په ورته وخت کې خلک هم له روغتیا وزارت څخه غواړي چې په کور دننه د روغتیايي خدمتونو معیاري کېدو ته پام ډېر کړي.

کابل مېشتی روح‌الله تلاش وايي: "دقیق تشخیص په کور دننه نه کېږي، یا وسایل نه‌شته، یا هم ډاکټران غیر مسلکي دي. یو شمېر نور بیا تجارت ته ناست دي او ناروغانو ته دومره درمل ورکوي چې د اخیستو توان یې نه لري. "

غزني مېشتی نقیب‌الله هم ورته نظر لري: "موږ له روغتیا وزارت څخه هیله کوو چې په کور دننه د معیاري خدماتو په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي. د درمنلې برخه کې، د درملو په برخه کې چې ډېر زیات بې کیفیته دي. درملنه هم هغه ډول چې په کار ده، معیاري نه کېږي."

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکو د نوومبر په ۱۵مه نېټه ویلي و، په ټول افغانستان کې ۱۶ سوه خصوصي روغتونونه فعال دي چې له دې شمېر یې یوازې ۶۰۰ ثبت او پاتې یې خپل‌سری فعالیت کوي.

دغه شان د درملو او خوراکي توکو د کیفیت معلومونې لپاره یوازې یو لابراتوار شته چې اړتیاوې نه‌شي پوره کولای.

XS
SM
MD
LG