د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

له بې کیفیته درملو د افغانانو شکایت؛ ايمل: مور مې په اتو نسخو درملو ښه نه شوه


ارشيف: په کابل کې يو درملتون
ارشيف: په کابل کې يو درملتون

د کابل او یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي د درملو د کیفیت له ټیټوالي شکایت کوي او وايي، د بې کیفیتو درملو په کارولو د رغېدو پر ځای یې ناروغۍ لا زیاتېږي او د ښې درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته په تګ اړ وځي.

د کابل ښار د قرغې سیمې اوسېدونکې ادیبې ازادي راډیو ته وویل: "لمسی مې ناروغ و، د خولې او لمنې و، ډاکټر ته مو وروست، دوا مو واخیسته، خو هېڅ ګټه یې ونه کړه. سبا بیخي بدتر شو، بیا مو ور ويست، چې وه ډاکټر صيب دا دوا خو سمه نه وه، سمه دوا ورکړئ، دا له خبرو پاتې دی، دوا مو ډاکټر ته ور وښوده، ډاکټر وویل چې د دوا کیفیت سم نه دی، لمسی مې ډېر بدتر شو او په شفاخانه کې بستر شو."

ادیبه وايي، مخکې هم د بې کیفیته درملو له امله ورته ستونزو سره مخ شوې ده.

د لغمان ولایت اوسېدونکی ايمل هم ورته خبره کوي.

هغه وايي، ډېر خلک د بې کیفیته درملو له امله، د ښې درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

ایمل زیاته کړه: "یو ځل مې مور ناروغه شوې وه، ۸ نسخې دوا مو ورته واخیسته، خو ښه نه شوه. په افغانستان کې کومه خارجي دوا چې راځي بې کیفیته وي. اساسي ستونزه په درملو کې ده."

د درملو یو شمېر پلورونکي هم تايیدوي، چې د درملو کیفیت ټیت دی.

ارشيف: د کابل يوه څنډه کې درملتون
ارشيف: د کابل يوه څنډه کې درملتون

په کابل ښار کې د درملو یو پلورونکی چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ادعا کوي چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه درمل بې کیفیته دي.

نوموړی وايي: "له بده مرغه چې په افغانستان کې د درملو کیفیت ډېر ټیټ دی، لامل یې دا دی چې افغانستان ته دوا قاچاق راځي. هغه درمل راځي چې تاریخ یې کم پاتې وي، هغه درمل راځي چې لوکل وي او دلته د درملو مصئونیت او موثریت نه‌شته."

دا چې د بې کیفیته درملو د پلور په اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت او د خوړو او درملو ملي ادارې څه اقدامات ترسره کړي، له دوي څخه مو وپوښتل، خو ویاندویانو یې، شرافت زمان او جاوید هژیر، د راپور تر خپرېدو زمونږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو مخکې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د خوړو او درملو ملي ادارې په خپل تويټر پاڼه کې په بیلابیلو غږیزو تويټونو کې ود یو شمېر درملو به اړه ویلي چې د دوی د لابراتوارونو په ریاست کې یې نتیجه منفي اعلان شوې او د کارولو او توصیې وړ نه دي.

د يادونې ده چې مخکې د هوخست په نوم د درملو جوړولو یوې دولتي فابریکې په افغانستان کې فعالیت درلود، خو اوس معلومه نه‌ده، چې دا فابریکه فعالیت لري او کنه.

تازه، په کندهار ولایت کې د سنو فارما په نوم د درملو د تولید یوې فابریکې په کار پیل کړی.

د دغې فابریکې مسول محمد طاهر صدیق وايي، د درملو د تولید او توزیع کار یې له تېرې اونۍ راهیسې پيل کړی او د ښو درملو تولید ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG