د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

ملګري ملتونه: د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې ډېرى ښځې د زېږون پر مهال مري


ارشیف: په کابل کې د یوه روغتون د نساسيي او ولادي څانګه
ارشیف: په کابل کې د یوه روغتون د نساسيي او ولادي څانګه

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا 'یو‌این‌ایف‌پي' وايي، د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې اکثره ښځې د زېږون پر مهال مري او یا هم د امیندوارۍ د اختلالاتو له امله ټول عمر له ستونزو سره مخ کېږي.

دغه صندوق د پنجشنبې په ورځ په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړه چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې ډېری ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق دا هم ویلي چې دوی په لیرې پرتو سیمو کې "د کورنۍ لپاره صحي کورونه" جوړوي ترڅو د خوندي امیندوارۍ او ماشوم زېږون لپاره میرمنو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د لرو پرتو سيمو يو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې د روغتيايي مرکزونو لرې واټن او د نارينه‌وو له خوا نسايي او ولادي کلينيکونو ته د تلو اجازه نه ورکول د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې له لاملونو څخه دي.

د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون یوه څنډه
د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون یوه څنډه

په بامیان کې د ښځو د حقونو یوې فعالې زهرا قمبري ازادي راډیو ته وویل چې په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي کلینیکونه نه شته او که شته هم، ډېر لرې او محدود دي.

قمبري وویل: ښځې هیڅکله روغتیایی مرکزونو ته نه ځي، که هغوى مړې شي یا ژوندي پاتې شي بيا هم نه ځي.

هغې زیاته کړه: "په ځینو سیمو کې داسې ده چې که ښځې له خپلو نارینه‌وو سره کلینیک ته لاړې شي، اجازه ورکول کېږي که نه نو دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې یوازې لاړې شي، په ځانګړې توګه په اوسني حالت کې چې روغتیایی کلینیکونه خورا لږ دي او ډېر لرې دي. ښځې هیڅکله روغتیایی مرکزونو ته نه ځي، که هغوى مړې شي یا ژوندي پاتې شي بيا هم نه ځي."

د ولادي نسايي ناروغیو د څانګې ډاکترې نوریې مشعل ازادي راډیو ته وویل، امیندواره مېرمنې باید په هرو درېیو میاشتو کې یو ځل ډاکتر ته ورشي څو د زېږون پر مهال د مور او ماشوم روغتیا ډاډمنه شي.

هغې وویل: "امېدواره ښځه باید په هرو درېیو میاشتو کې یو ځل ډاکتر ته مراجعه وکړي ترڅو اړین معاینات ترسره شي مګر په لیرې پرتو سیمو کې امیندواره ښځه یو ځل ډاکتر ته نه شي تللی چې دا د وینې لوړ فشار، شوګر او د ټیټ فشار په څېر ناروغیو لامل کېږي او د امیندوارۍ پر مهال یا مخکې د مور او ماشوم د مړینې لامل کېږي."

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ، خو تېر کال د دغه وزارت سرپرست قلندر عباد ادعا کړې وه چې اوسمهال په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه کمه شوې ده.

هغه ویلي وو، په ۲۰۲۲ کال کې تر ۵۰۰ ډېرې ميندې او ماشومان د زېږون پر مهال مړه شوي وو په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې دغه شمېر ۲۵۰ ته راټيټ شوی دی.

خو ملګرو ملتونو د سلواغي په میاشت کې وویل چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون پر مهال مري.

د دغې مړینې لامل د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی بلل شوی دی.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د تېر کال د سپټمبر په ۲۰مه په یوه راپور کې اعلان وکړ چې افغانستان په نړۍ کې هغه هېواد دى چې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه تر ټولو لوړه ده.

دغه سازمان ویلي چې ۳،۷ میلیونه وګړي به د ژوند له لومړنیو خدمتونو بې برخې شي او ۲۹۶ زره امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې او ماشومان به له زېږون وروسته له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG