د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

عبدالغفار غیور؛ هغه افغان ډاکټر چې د ماشومانو د وړیا عملیاتو لپاره له ترکیې خپل هېواد ته سفرونه کوي


ډاکټر عبدالغفار غيور او یو ناروغ ماشوم
ډاکټر عبدالغفار غيور او یو ناروغ ماشوم

" زما کوښښ دی، هر ځل چې راځم، په ټولو ولايتونو کې تر ۴۰۰پورې ماشومان چې راټول کړل شوي وي، عمليات کړم."

دا د هغه ډاکټر خبرې دي چې له تېرو لسو کلونو راهيسې يې د هغو زرګونه ماشومان وړيا جراحي عملياتونه ترسره کړي چې شونډې يې په طبعي ډول چاک لري او يا يې تالو نښتی وي.

د جراحي متخصص ډاکټر عبدالغفار غيور چې ترکيه کې اوسيږي وايي، هر کال کې دوه ځل د افغانستان بېلابېلو ولايتونو کې دغه ډول عملياتونه ترسره کوي.

نوموړی وايي، د ماشومانو د نوم‌ليکنې، راټولېدنې او عمليات د ترسره کولو په برخه کې د خپلې تخصصي کاري ډلې ترڅنګ ورسره د سرې مياشتې ټولنه او افغانستان کې خصوصي روغتونونه همکاري کوي.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

" دلته دا درې مياشتې کېږي چې راغلی يم، په ننګرهار، باميان، ميدان وردګ، هلمند، ارزګان، کندز، تخار، پکتيکا او خپله کابل کې هغه ماشومان چې پزې او شونډې يې چاک وې او هر روغتون راټول کړي وو، هغو ته ورغلم او عمليات يې ترسره شول."

ډاکټر غیوروايي هر کال دوه ځل له ترکيې افغانستان ته راځي او تر ۴۰۰ پورې ماشومان عمليات کوي.
ډاکټر غیوروايي هر کال دوه ځل له ترکيې افغانستان ته راځي او تر ۴۰۰ پورې ماشومان عمليات کوي.

هغه وايي، د وړيا عملياتو ترڅنګ يې هڅه دا وي عمليات شوي ماشوم ته تر عمليات وروسته درمل هم په وړيا ډول ورکړي.

ډاکټر عبدالغفار غيور چې په خبره یې نن يې هم په کابل کې په یوه خصوصي روغتون کې يو شمېر ماشومان عمليات کول، ازادي راډيو ته يې وويل:

" دغه ډول ماشومان چې پزې او شونډې يې چاک وي، تر ډېره په ليرې پرتو سيمو کې وي او له بې‌وزله کورنيو څخه وي، هغوی دومره وس نه‌لري چې دغه عمليات په کابل او يا نورو ولايتونو کې په شخصي لګښت ترسره کړي، زه چې هر ولايت ته ځم، کوښښ مې دا وي چې ناروغ باندې مصرف رانه‌ شي. د عمليات لګښت، له عمليات وروسته د درملو لګښت پرې رانه‌ شي او ماشوم خوشاله خپل کور ته ستون شي."

يو شمېر هغه بې‌وزله کورنۍ چې ماشومان يې د ډاکټر عبدالغفار غيور له لوري په وړيا ډول عمليات شوي دي، خوښ دي او وايي ماشومان يې له عمليات وروسته له ښکلا برخمن شوي دي.

نياز محمد چې د کابل ولايت د پنځمې ناحيې اوسېدونکی او وراره يې عمليات شوی ازادي راډيو ته يې وويل:

" د وراره مې پزه او شونډې چاک وې او ترې رنځېده، زه ډاکټر صيب عبدالغفار ته راغلم، وراره مې عمليات شو، اوس سبحان الله بيخي ښه دی، زه له ډاکټر صيب نه ډېر خوشاله يم، چې زما د وراره عمليات يې په برياليتوب وکړل، اوس يې څېره بيخي ښکلې شوې ده."

د ډاکټر غیور لخوا یو عملیات شوی ماشوم
د ډاکټر غیور لخوا یو عملیات شوی ماشوم

دغه شان د ارزګان ولايت يو اوسېدونکی چې خپل زوی يې د عمليات کولو په خاطر ډاکټر عبدالغفار غيور ته راوړی دی وايي:

" زما نوم اسدالله دی، د ارزګان ولايت د خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکی يم، موږ د ډاکټر عبدالغفار څخه ډېره مننه کوو چې، زما د زوی ستونزه چې شونډه يې چاک ده، په وړيا ډول يې عمليات کوي، موږ ترې مننه کوو."

يادو کسانو وويل، دوی په شخصي ډول د دې توان نه درلود چې خپل ماشومان عمليات کړي.

د ډاکټر عبدالغفار غيور په خبره، په شخصي ډول د شونډو د چاک پر عمليات تر ۶۰زره افغانيو لګښت راځي.

افغانستان کې د دغه ډول ماشومان کره شمېر نه‌ دی مالوم، خو د ډاکټرانو په وينا د امیندوارۍ پر مهال د ډاکټر له مشورې پرته د درملو کارول، مناسبو خوړو ته لاس‌رسی نه‌لرل او يا نه خوړل هغه لاملونه دي چې تر زېږون وروسته د ماشوم شونډې چاک وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG