د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

ډاکټر باوري: روغو شویو معتادینو ته په خپل روغتون کې کار ورکوو


ارشیف: په کابل کې معتادین د درملنې په موخه له ښاره ټولېږي او روغتون ته د درملنې په موخه په دې موټر کې لېږدول کېږي.
ارشیف: په کابل کې معتادین د درملنې په موخه له ښاره ټولېږي او روغتون ته د درملنې په موخه په دې موټر کې لېږدول کېږي.

په افغانستان کې د معتادینو د شمېر ډېروالی او د نړیوالو مرستو کموالي ته په کتو سره اوسني دولتي روغتونونه کفایت نه کوي، له همدې امله په ځینو ولایتونو کې خصوصي او خیریه روغتونونه جوړ شوي او په وړیا ډول د معتادینو درملنه کوي.

له دې ډلې څخه یو هم په ننګرهار ولایت کې د اخلاص په نوم خیریه روغتون دی چې له څو میاشتو راهیسې فعالیت کوي او تر دې مهاله یې د سلګونو معتادینو وړیا درملنه کړې ده.

دا چې دا څه ډول یو روغتون دی، یو معتاد څنګه کولای شي چې په دې روغتون کې ځان بستري کړي او تر درملنې وروسته څه ډول خدمتونه لري؟

په دې اړه د دې روغتون له بنسټګر ډاکټر محمد ابراهیم باوري سره مرکه شوې او په پیل کې ترې پوښتل شوي چې د اخلاص روغتون له نورو روغتيايي مرکزونو سره څه توپیر لري؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:46 0:00
مستقیم لېنک

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG