د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

ډاکټر عبدالغفار غیور د سوء شکل ماشومانو وړیا درمنله کوي


په افغانستان کې د پلاستیکي جراحۍ یو ډاکټر وايي چې په تیرو دوه کلونو کې یې د لسګونه معلولو او سوء شکل ماشومانو وړیا درملنه کړې ده.

د کایناتو په دې نړی او د بې ستنو اسمان لاندې د هغو کسانو تر څنګ چې د خلکو د امنیت او ذهنیت خرابولو لپاره یې ملا تړلي داسې کسان هم شته چې اړمنو خلکو ته خندا او روغتیا تحفه کوي.

د مسکا ډالۍ کوونکی دا کس د پلاستیکي جراحۍ یو افغان ډاکټر دی.

ډاکټر عبدالغفار غیور وايي؛ له ځان سره یې داسې ژمنه کړي تر هغې چې ژوندی وي په لاس کې د شته امکاناتو له مخې به بې سرپنا او بې وزله هغه ماشومان وړیا تداوي کوي چې د خپل شکل څخه ځوریږي؛ شونډې یې چاک وي او یا یې تالو لویدلی وي.

ښاغلي غیور د پاکستان د پنجاب په جناح پوهنتون کې د پلاستیکي جراحۍ او ښکلا په برخه کې خپلې زده کړې کړي او اوس د کابل په اریا سیټي روغتون کې خپل فعالیت کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې افغانستان ته راغی او د هغې مودې راهیسې یې لسګونه بې بضاعته ماشومان چې سوشکل وه په ډير کم لګښت خندولي دي.

د پلاستیکي جراحیو له دغه متخصص ډاکټر سره د مرکې لپاره هغه وخت ورسیدو چې ده تازه جراحي عملیات کړي وه او خپل مریض ته یې لارښونه کوله:

((زما زیاته هڅه دا ده هغه مراجعه کونکي چې کاسمیټک غواړي؛ د هغوی ۲۰ یا ۳۰ فیصده پیسې یوه لوري ته کیږدم او بیا یې په هغو اړمندو ولګوم چې د پوستکي سرطان یا د شونډو چاک، کام چاک ولري هغه وړیا عملیات کړم، زیات خلک هڅه کوي هغه پیسې چې ګټي یې په جیب کې اچوي او ټینګار کوي چې خپله ګټه یې ده خو زه په دې فکر کې یم چې که خدای یې راکوي نو باید یوه برخه یې په هغو خلکو ولګوو چې هیڅ شی هم نه لري.))

ښاغلی غیور وایي چې د وخت په تیریدو یې په افغانستان کې د سو شکل ناروغانو علاج منظم کړی او په دې برخه کې یې د څو ټولنو پاملرنه جلب کړي ده.

ډاکټر عبدالغفار غیور وايي د هغه مریض تداوي چې معلولیت لري، له نقصان سره زیږیدلی وي، تالو یا د شونډې او پوزې د جوړښت ستونزه ولري شاوخوا ۴۵۰۰۰ افغانی کیږي خو دی بیا د ډیرو اړمنو کورینو لپاره دا تداوي په خورا کم لګښت او نږدې وړیا تر سره کوي.

((زما پلان دا دی تر هغې چې ژوندی یم دا کار کوم، د شونډو د چاک او تالو لویدلي ماشومان په هر روغتون کې راته یو ځای کیږي او زه ټول په یوه ورځ عملیات کوم خو یو بل پلان لرم چې ډیر راته مهم ده دا دی چې هغه انجونه چې د تیزابو او اورلګونو په واسطه یې بدن ژور زیان ویني غواړم چې هغه په منظم شکل درملنه وکړم، دا اړمند د لسو څخه تر پنځه لسو عملیاتو ته اړتیا لري نو د دې کار لپاره زیاتو پیسو او وسایلو ته ضرورت دی.))

ښاغلی غیور وايي هڅه کوي د لا غوره خدماتو لپاره د ځینو نړیوالو او کورنیو مرسته کونکو موسسو پاملرنه جذب کړي تر څو دا خدمات یې سراسري شي.

ډاکټر عبدالغفار غیور بالعموم په دوه برخو یعنې کاسمیټیک یا ښکلا او ریکانسټرکټیف یا ترمیم برخه کې زوریدونکو خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

هغه وايي په خپل دغه روغتیایي مرکز کې د خیټې د اضافه وازدو د لرې کولو، د بدن د ګونځو لرې کولو، د پزې د شکل بدلولو او ځینو نورو برخو کې هم خپل خدمات وړاندې کوي خو په دغو برخو کې ډير مالداره خلک ورته مراجعه کوي.

پیغلې جینی چې نه یې غوښتل نوم یې یاد کړو د دغه ډاکټر یوه مراجعه کونکي ده او په همدې ورځ یې د پزې وروستی عملیات کړي و ازادي راډيو ته وویل.

((غوښتل مې چې پوزه مې لږ ښه او ښایسته ښکاره شي نو د همدې لپاره مې دلته مراجعه وکړه خو څرنګه چې عملیات دي نو په پیل کې لږ ډاریدم خو ډاکټر صاحب راته ډاډ راکړ او راته یې وویل چې په څو ورځو کې ښه کیږم نو د خپلې پوزې جراحي مې وکړه.))

د صورت پلاستیکي جراحي نه یوازې اوس په غربي هیوادونو او سمیه کې زیات مینه وال لري بلکې په دې وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې هم پلویان ډیر شوي دي.

خو له دې ټولو سره خلک وايي په افغانستان کې د نورو برخو په شکل دې موضوع ته هم سمه پاملرنه نه ده شوي او د هیواد په ډيرو سیمو کې زیات مرکزونه په غیر معیاري شکل فعالیت کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG