د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

روغتیا نړیوال سازمان: هره ورځ څلور وېشت افغان میندې او ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ مړینې له امله مري


د کابل یو روغتون - ارشیف
د کابل یو روغتون - ارشیف

د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې د مېندو او نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې د زياتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغه سازمان د سه‌شنبې په ورځ پر خپلې X شبکې یا پخواني ټویټر ځينې احصایې خپرې کړې او ویلي یې دي، چې د ۲۰۲۱ کال کې د اټکل پر بنسټ په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ مړینې له امله مري.

د روغتیا نړېوال سازمان تر دې مخکې ویلي وو، چې د افغانستان په هغو سیمو کې چې له بشري ناورین سره مخ دي، د روغتیا په برخه کې د بودیجې او د سرچینو کمښت به ناوړه پایلې ولري.

دغه سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په پاتې میاشتو کې په افغانستان کې د لومړنیو روغتیايي اړتیاو د پوره کولو لپاره ۱۲۵ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د خوست په ولایتي روغتون کې یو شمېر نوي زېږیدلي ماشومان
د خوست په ولایتي روغتون کې یو شمېر نوي زېږیدلي ماشومان

له بلې خوا یو شمېر هغه کورنۍ چې له خپلو ماشومانو سره یې د زیږون پرمهال ميندې له لاسه ورکړې، وايي چې دا ستونزه د بې‌وزلۍ او د لازمو اسانتياو د نه‌شتون له امله ده.

سونيتا وايي يو کال وړاندې يې مور د اتم زېږون پر مهال له نوي زېږول شوي ماشوم سره يو ځای مړه شوه.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

"یو لامل یې پرله‌پسې زیږون او بل لامل یې په افغانستان کې ناسم اقتصادي وضعیت و، چې دا کار د دې لامل شو او همدارنګه مور مې په کور کې زېږون وکړ."

د افغانستان د نسايي او ولادي متخصصینو ټولنه هم په افغانستان کې د مېندو او ماشومانو په ځانګړې توګه د ماشومانو د مړینې لوړه کچه د اندېښنې وړ بولي.

د افغانستان له روغتونونو سره د نړیوالو مرستو ورځ تربلې کمښت د روغتیایي ستونزو د زیاتیدو یو مهم دلیل ګڼل کیږي
د افغانستان له روغتونونو سره د نړیوالو مرستو ورځ تربلې کمښت د روغتیایي ستونزو د زیاتیدو یو مهم دلیل ګڼل کیږي

د افغانستان د نسايي او ولادي ټولنې مشره ډاکټر نجم السما شفاجو وايي، د وروستيو شمېرو له مخې په افغانستان کې په هرو سلو زرو زېږونونو کې ۶۳۸ ميندې او ۲۲ ماشومان مري.

ډاکټر شفاجو ازادي راډيو ته وويل، د مجهزو روغتونونو نشتوالى، بې كيفيته درمل، بې‌وزلي، بېسوادي او پرته له ځنډ زېږون د مېندو او ماشومانو د مړينې اصلي لاملونه دي.

نوموړې زیاته کړه:

"هغه فکتورونه چې ډېری زېږونونو کې ونډه لري خراب اقتصاد، د هغو ډاکټرانو او قابلو نشتوالی چې د ښځو لپاره کار کوي، د معیاري روغتونونو نشتوالی او لاهم د معیاري تجهیزاتو نشتوالی، د ټيټ کیفیت درمل، ستونزمن او لرې سړکونه دي."

څلور میاشتې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي وو، چې په ۲۰۲۰ کال کې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې و چې د مېندو او ماشومانو د مړینې کچه په‌کې لوړه ده.

په دغه راپور کې زیاته شوې، چې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې په هرو ۱۰۰۰ زېږونونو کې ۹۵ ميندې او ماشومانو مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له ځلي واکمنېدو نه مخکې مرسته کوونکو موسسو په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې هر کال شاوخوا یو میلیارد ډالر لګول.

XS
SM
MD
LG