د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

جاپان ټایمز: افغان ښځو لپاره د هر ماشوم زېږون یو لوی خطر دی


ارشیف: د کابل په یوه روغتون کې د نسایي او ولادۍ څانګې یو انځور
ارشیف: د کابل په یوه روغتون کې د نسایي او ولادۍ څانګې یو انځور

جاپان ټایمز:

له توکیو خپرېدونکي جاپان ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د ماشوم زېږونې پر مهال د یو شمېر میندو د مړینې پر موضوع یو راپور خپور کړی دی.

د دې راپور سرلیک دی: "افغان ښځو لپاره د هر ماشوم زېږون یو لوی خطر دی."

په راپور کې د نور خانم په نوم د یو غیردولتي سازمان د روغتیايي کورډیناټورې له خولې ویل شوي، په افغانستان کې وروستي اقتصادي بحران د ماشوم زېږونې پر مهال د میندو لپاره خطر زیات کړی دی.

راپور زیاتوي، د عامې روغتیا وزارت اړوند زېږنتونونو کې چېرې چې یې پر کارکوونکو د ناروغان ګڼه ګوڼه زیاته ده او بودیجه یې کمه ده، ښځې باید خپل درمل له بازاره واخلي.

د راپور په وینا، په دې زېږنتونونو کې د ماشوم زېږول شاوخوا دوه زره افغانۍ لګښت لري چې د ځینو بې وزلو افغان کورنیو لپاره ډېر لګښت دی.

جاپان ټایمز په دې راپور کې د نور خانم له خولې زیاته کړې: "هغه ښځې چې پخوا به یې عامه زېږنتونونو ته مراجعه کوله اوس په کور کې ماشومان زېږوي ځکه چې پیسې نه لري."

په راپور کې ویل شوي چې شاوخوا څلويښت سلنه افغان میندې کورونو کې ماشومان زېږوي، خو په کلیوالي سیمو کې بیا د هغو میندو شمېر چې کورونو کې ماشومان زېږوي تر اتیا سلنه پورې رسېږي چې ډېر کله ورسره په زېږون د کورنۍ مشرانې ښځې مرسته کوي او یا یوازې ماشوم زېږوي.

ګارډین:

ګارډین ورځپانې بیا د فوټبال د یو پخواني لوبغاړي محمد سلیم اسرافیل کوهستاني هغه ادعاوې راخیستي چې وايي، د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د مشر او روزنکې له خوا په لوبه کې درغلۍ یا میچ فېکسېنګ ته مجبور شوی دی.

ورځپانه وړاندې وايي، کوهستاني د هغوو اتو لوبغاړو له ډلې دی چې فیفا په ۲۰۱۹ کال کې د نړیوالو سیالیو په اړه د پراخو پلټنو وروسته، د میچ فېکسېنګ په تور د ټول عمر لپاره د فوټبال له لوبو محروم کړ.

د فوټبال په لوبو کې میچ فېکسېنګ دې ته وايي چې په لوبه کې د یوې لوبډلې ټول یا یو شمېر لوبغاړي له مخکې پوه وي چې دوی به لوبه بایلي او په مقابل کې دغو لوبغاړو ته تر رسمي انعامونو زیاتې پیسې ورکول کېږي.

ورځپانه د کوهستاني په حواله لیکي، د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخواني مشر کرام الدین کریم او د فوټبال ټیم روزونکې محمد یوسف کارګر مجبور کړ چې په ۲۰۰۸ کال کې د میرډیکا د ټورنمنټ پرمهال له یوه پېژندل شوي میچ فکسر یا درغلګر ویلسون راج پیرومال ته ایمیلونه واستوي او د نیپال او سریلایون پر وړاندې د لوبې پایلي وټاکي.

کوهستاني ګارډین ته ویلي: "ما بل انتخاب نه درلود، مګر دا چې پیرومال ته ایمیلونه وکړم."

ورځپانه وړاندې د کوهستاني له خولې لیکي، هغه په دې نه پوهېده چې د فوټبال د فدراسیون چارواکي د میچ فېکسېنګ غوښتنه کوي.

اخوا کارګر چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مشري په غاړه لري په دې تړاو تورونه بې ځایه بللي او ویلي دي چې د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د ۲۰۰۸ کال د یادو لوبو د تورونو په تړاو خپلې پلټنې بشپړې کړي او ده ته برائت ورکړل شوی دی.

کارګر ادعا کړې چې ځینې بهر مېشتي خلک د ده او د فوټبال د فدراسیون د نوم بدۍ لپاره هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG