د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

ګارډین: په کندهار کې نویو زیږېدلو ماشومانو ته زېری


د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې "په کندهارکې نوو زیږېدلو ماشومانو ته زېری" ترسرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې چې د کندهار ښار په میرویس روغتون کې د نوو زېږدلو ماشومانو د درملنې د یوې ځانګړې برخې جوړېدو ته اشاره پکې شوې ده.

په دې مقاله کې لیکل شوي چې یو وخت به د میرویس روغتون پر یوه کټ درې ماشومان بستر وو خو اوس هر ماشوم ته ځانګړی کټ ايښی او د نرسانو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې په تېر یوه کال کې د افغانستان له جنوبه ډېر د جګړې خبرونه خپاره شوو خو په میرویس روغتون کې د ماشومانو لپاره د دې ځانګړې برخې جوړېدل، لږ تر لږه د کندهار د ماشومانو او د هغوی د میندو لپاره ښه زېری راوړی او د امېد نوې د روازه یې پرانیستې ده.

په میرویس روغتون کې د دې نوې برخې د جوړېدو هدف په کندهار کې د زېږېدو پر مهال د ماشومانو د مړینې مخنیوی دی.

ډاکترانو ویلي چې په دې روغتون کې تر ډېره حده د ماشومانو او میندو د مړیني مخنیوی شوی دی.

ګارډین په میرویس روغتون کې د نرسانو او د ډاکترانو په حواله لیکلي چې اوس دوی د ډېر کمزوري ماشوم د ژغورلو امکانات هم لري او زیاتې ښځې د ولادت لپاره ورځي ځکه د دوي پرکار د خلکو باور زیات شوی دی.

خوورځپاڼه وايي، د میرویس روغتون ځاي محدود دی او په کندهار کې روغتیايي ستونزې ډېرې دي.

په کندهار کې ډېر خلک روغتیايي خدمات نه لري او په ځیني مواردو کې ښځې او ماشومان مجبور دي چې تر روغتونه د رسېدو لپاره اوږد سفر وکړي.

د جنګ او سولې انسټټیوټ:

د جنګ او سولې انسټیټیوټ په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانو ماشومانو یوې بلې ستونزې ته اشاره کړې او "په افغانستان کې له ماشومانو د مخدره موادو د لېږدولو لپاره کار اخیستل کېږي" ترسرلیک لاندې یوه مقاله یې خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې د افغانستان په لوېدیځ کې چې له ایران سره پر پوله پروت دی او ډېر افغانان په ایران کې له کډوالۍ را ستانه شوي، زیات خلک په مخدره موادو اخته دي.

د مخدره موادو مافیايي ډلې دې کسانوته د مخدره موادو رسولو لپاره له ماشومانو کار اخلي.

د جنګ او سولې انسټیټیوټ خپرونې له څو کوچنیانو سره خبرې کړې چې د مخدره موادو قاچاق وړونکو استخدام کړي وو.

په دې تنکیو ځوانانو او ماشومانو کې یو شمېر نیول شوي او په یوه دارالتادیب کې اچول شوي دي.

دا کسان هر یو ځان ته کیسه او د مخدره موادو په قاچاق کې د لاس درلودلو په اړه خپل دلایل لري.

د جنګ او سولې انسټيټیوټ په دې مقاله کې ویل شوي چې مېندې اوپلرونه باید د خپلو بچیانو د ژغورنې لپاره کار وکړي او خپل ماشومان وپوهوي چې په پارکونو او سړکونو د غلطو کسانو دوکې ونه مني.

دې کوچنیانوته باید د مخدروه موادو په کاروبار کې د لاس درلودلو پر ټولو ضررونو معلومات ورکړ شي او هغوی و پوهول شي ځکه د خپرونې په لیکنه، مافیايي ډلې اوسمهال په عمدي ډول پر کوچنیانو تمرکز لري او د مخدره موادو په کارو بار کې له هغوی کار اخلي.

XS
SM
MD
LG