د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

د سرطان نړیواله ورځ؛ افغانان: افغانستان کې د سرطان د درملنې لپاره کافي خدمتونه او سم تشخیص نه‌شته


ارشیف: د سرطان ناروغۍ د معلومولو اله
ارشیف: د سرطان ناروغۍ د معلومولو اله

نن د فبرورۍ څلورمه د سرطان نړیوالې ورځې سره برابره ده.

په افغانستان کې د سرطان یو شمېر ناروغان وايي، دا مهال په افغانستان کې د دوی د ناروغۍ درملنه ممکنه نه‌ده او پاکستان ته د تګ لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د فبرورۍ څلورمه د سرطان نړیواله ورځ په رارسېدو سره هممهاله په افغانستان کې د سرطان یو شمېر ناروغان په افغانستان کې د درملنې د اسانتیاو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دغه هېواد کې د يادې ناروغۍ د درملنې لپاره کافي خدمتونه او سم تشخیص نه‌شته.

دوی وايي، پاکستان ته د تګ لپاره د افغانستان پاسپورټ او پاکستانۍ ویزې د ترلاسه کولو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دوی له ډلې جمشيد محمدي وايي، له یوه کال راهیسې د کولمو په سرطان اخته دی او په افغانستان کې د درملنې د اسانتیاو د نشتوالي له امله دوه ځله پاکستان ته تللی دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل، د تورخم دروازه کې د پاسپورټ او ویزې د نشتوالي له امله نه‌شي کولای پاکستان ته ولاړ شي.

هغه وویل: "زه د تېر کال د سلواغې مياشت کې د کولمو په سرطان اخته شوی وم، دا چې په افغانستان کې یې درملنه ممکنه نه‌وه، اړ شوم چې پاکستان کې خپله درملنه وکړم، دوه ځل ولاړم، نتيجه يې معلومه نه‌شوه، له ستونزو سره مخ شوم، ځکه چې پاکستان ته تګ ستونزمن دی، نو اړ شوم چې خپل واکسین واخلم او افغانستان ته یې ځان سره راوړم."

د کابل ښار اوسېدونکی مصور هم ازادي راډيو ته وويل، د خور مېړه يې له څه مودې راهيسې په سرطان اخته و او اوس په تورخم کې د عملياتو لپاره پاکستان ته د تګ انتظار باسي:

مصور وویل: "پنځه شپږ ځله پاکستان ته تللی او واکسين شوی دی، اوس تللی دی چې عمليات يې وشي، ستونزه دا ده چې له پاسپورټ او ويزې لرلو پرته يې نه پرېږدي، ټوکن هم په مشکله اخيستل کېږي، تقريباً دوه-درې ورځې کېږي تورخم کې دی، دروازه باندې يې نه پرېږدي."

ارشیف: په تورخم کې د سرطان ناروغانو په شمول یو شمېر نور افغان ناروغان چې پاکستان لوري ته د اوښتو په تمه دي.
ارشیف: په تورخم کې د سرطان ناروغانو په شمول یو شمېر نور افغان ناروغان چې پاکستان لوري ته د اوښتو په تمه دي.

د سرطان ناروغان او د هغوی کورنۍ وايي، مخکې به يې سره له‌دې چې پاسپورټ او ويزه هم نه درلوده، د تورخم دروازې له لارې پاکستان ته له کوم خنډ پرته تګ راتګ کاوه، خو له څو میاشتو راهیسې د پاسپورټونو او ویزو د نه لرلو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د پاکستان موقت حکومت په‌دې وروستیو کې د ویزو او پاسپورټونو د نشتوالي له امله د جنورۍ له ۱۲مې تر ۲۳مې پورې د تورخم دروازه او نورې لارې د ناروغانو او بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې وې؛ خو وروسته يې دغه لارې بېرته پرانېستې او ځينو ناروغانو ازادي راډيو ته وويل چې له‌دې وروسته هم دوى د ټوکن د ترلاسه کولو او پاکستان ته د تللو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د سرطان ناروغان د طالبانو له حکومته غواړي چې د دوی د ستونزو د حل لپاره دې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د درملنې زمینه برابره کړي.

خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په افغانستان کې د سرطان د ناروغانو د شمېر او د هغوی د درملنې لپاره د زمينې د برابرولو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲ کال کې ویلي وو چې ۲۳ زره کسان په سرطان ناروغۍ اخته دي او په همدې کال کې د يادې ناروغۍ د اخته کېدو له امله د ۱۶زره کسانو د مړینې خبر هم ورکړی و.

ملګروملتونو سازمان د فبرورۍ د څلورمې، د سرطان د نړیوالې ورځې په تړاو پر خپله ايکسپاڼه ليکلي، په نړۍ کې له هرو پنځو کسانو څخه یو يې د خپل ژوند په اوږدو کې په سرطان اخته کېږي.

ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور جزئیات هم خپاره کړي چې په کې اټکل شوی چې د نفوس د زیاتوالي، د تنباکو د زیات مصرف، د وزن د ډېروالي او د هوا د ککړتیا له امله به د سرطان پېښې تر ۲۰۵۰ کال پورې د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۷۷ سلنه زیاتې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG