د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

تېرکال افغانستان کې "۱۳ زره کسان" سرطان ناروغۍ وژلي


اغلې اوریاخیل په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل، د عامه پوهاوي او لازمو امکاناتو نه شتون هغه څه دي چې د سرطان د ناروغۍ ګراف یې لوړ کړی.
اغلې اوریاخیل په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل، د عامه پوهاوي او لازمو امکاناتو نه شتون هغه څه دي چې د سرطان د ناروغۍ ګراف یې لوړ کړی.

د افغانستان طبی شورا وايي، په تېر یوه کال کې د سرطان د ناروغۍ له امله په ټول هېواد کې څه باندې ۱۳ زره کسان مړه شوي دي.

د افغانستان طبی شورا او د سرطان د مخنیوي بنسټ مسئولین په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ زیاتېدل د اندېښنې وړ بولي.

د دې شورا مشرې نسرین اوریاخیل د چهار شنبې په ورځ (قوس ۲۰مه) په کابل کې یوې غونډې ته وویل، ددې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د یوه مجهز مرکز نه شتون د قربانیانو د زیاتوالي عمده دلیل دی.

اغلې اوریاخیل په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل، د عامه پوهاوي او لازمو امکاناتو نه شتون هغه څه دي چې د سرطان د ناروغۍ ګراف یې لوړ کړی.

"موږ د هېواد په پنځو زونونو کې د ۵ سوه زره کسانو سره د سرطان د ناروغي په اړه یوه سروې کړې. ددې سروې له مخې موږ ومونده چې هر کال په افغانستان د سرطان ناروغۍ له امله ۱۳ زره ۶ سوه ۹۴ کسان وژل کیږي."

د اغلي اوریاخېل په خبره، په افغانستان کې د سرطان د مخنیوي لپاره د یوه مجهز مرکز نشتوالی دغه ناروغي نوره هم پراخه کړې. هغې له نړیوالو مرسته کوونکو او د افغانستان له حکومت څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پيري مایدون دغې غونډې ته په خبرو کې وویل، فقر او نشه يي توکي ددغې ناروغۍ د پراختیا عاملونه وبلل.

"فقر، د افغانستان ۵۴ فیصده خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. نه یوازې فقر بلکه د نشه یي توکو کښت او له هغې څخه د خلکو استفاده، د عامه پوهاوي نشتوالی او دې ته ورته نور هغه لاملونه دي چې په افغانستان کې یې د سرطان ناورغۍ ګراف لوړ کړی."

د ښاغلي مایدون ‎په خبره، اروپايي ټولنه د نورو برخو ترڅنګ په افغانستان کې د سرطان د مخنیوي لپاره هم خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د سرطان د مخنیوي بنسټ په داسې حال کې ددې ناروغۍ له وجې هرکال د څه باندې ۱۳۰۰۰ کسانو د مړه کېدو خبره کوي چې په ۲۰۱۶ کال کې همدې بنسټ راپور ورکړی و چې هغه کال کې شاوخوا ۱۵ زره کسان له سرطان څخه مړه شوي.

XS
SM
MD
LG