د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

روغتیا وزارت: ممکن په افغانستان کې د سرطاني ناروغانو شمېر په سلو کې ۵۰ ډېر شي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د سینې د سرطان شااوخوا ۳۰۰۰ پېښې ثبت شوي، خو امکان لري چې د دغو پېښو شمېر تر دې دوه برابره زیات وي.

اوس د عامې روغتیا وزارت خبر داری ورکوي چې امکان لري چې په افغانستان کې د سرطان په ناروغیو د اخته کسانو شمېر په سلو کې پنځوس ډېر شي.

په افغانستان کې له ۳۰ زرو نیولې تر۴۰ زرو پورې کسان د بېلابېلو سرطانونو په ناروغیو اخته دي.

د عامې روغتیا وزارت د موندنو له مخې، یوازې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په سرطان اخته ۱۵۰۰۰ کسان مړه شوي چې په دغو ناروغانو کې ۱۷۰۰ يې ښځې وې.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ د سینې د سرطان پرضد د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي یو میاشتنی کمپاین پیل کړ.

د دغه وزارت د غیر ساري ناروغیو د کنټرول د برخې مسؤل سید حبیب اروال وايي: "په خواشینۍ سره چې د دغې ناروغۍ د مخنیوی لپاره د نړیوالې ټولنې له خوا لازمه توجو ونه شوه، ډېره اړتیا ده چې په دې برخه کې حکومت، خصوصي سکټور او سوداګر همغږي شي."

بېوزلي، د تشخیص د مرکزونو نشتوالی، روغتیايي خدماتو ته نه لاسرسی او د عامه پوهاوي نشتون د دغې ناروغۍ د ډېرېدو اصلي لاملونه دي.

وه مور چې د درېیو اولادونو مسؤلیت ور په غاړه دی او شپه او ورځ له دغې ناروغۍ کړېږي او ډاکترانو یې له دوو کلونو وروسته د سینې د سرطان ناروغي تشخیص کړه، وایي: "درې اولادونه لرم، مېړه مې پروسږکال ومړ، یوازې یم، ښه اقتصاد نه لرم چې ډاکتر ته لاړه شم، د اولادونو لګښت د دوی تره ورکوي، هغه پخپله هم اولادونه لري."

دا وايي، په لومړي سر کې نه پوهېده چې په دغې ناروغۍ اخته ده، ځکه چې نه یې درد احساساوه او نه یې سینو کې بدلون راغلی و.

دې زیاته کړه: "فکر مې کاوه تبه ده، په لومړي سر کې یې لږې لږې زوې لرلې، بیا ډاکتر ته لاړم، ویې ویل چې د درملنې لپاره کابل ته لاړه شه، اوس راغلې یم، خدای مهربان دی چې عملیات او روغه شم، ماشومان مې څوک نه لري چې راټول یې کړي."

د کریم اغاخان د بنسټ سفیرې شهیره زاده د سرطان په وړاندې د کمپاین د پیلېدو د لومړۍ ورځې ناسته کې وویل، د دغې ناروغۍ د پراخېدو د مخنیوي لپاره به د عامې روغتیا له وزارت سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG