د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ عمومي وضعیت څنګه دی؟


سرطان- د افغانانو لپاره یوه بله وژونکې ناروغي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

د فبروري ۴مه نېټه په نړۍ کې د سرطان د ناروغۍ پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ وه.

د روغتیا نړیوال سازمان او د سرطان د ناروغیو د څېړنې نړیوال مرکز خبرداری ورکړی چې د افغانستان په څېر بې‌وزلو هېوادونو کې به په راتلونکو ۲۰ کلونو کې د سرطان ناروغي په سلو کې ۸۰ زیاته شي.

د افغانستان طبي شورا او سرطان د مخنیوي بنسټ په باور تېر کال په افغانستان تر ۱۳ زرو زیات کسان د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي.

په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ پر ضد د مبارزې د بنسټ اجرائیه رئیس ډاکتر جاوېد ساپي ازادي راډیو ته وویل، د تشخیص او درملنې د مرکزونو او وسایلو نشتوالی او کموالی او په خلکو کې د سرطاني ناروغیو په اړه کم پوهاوی د دې سبب شوی چې دا ناروغي له یوې ورځې بلې ته د ډېرو افغانانو ژوند واخلي.

ډاکتر جاوېد ساپي چې د سرطان په اړه په یو لړ نړیوالو غونډو کې د ګډون په هدف دا مهال اروپا کې دی، اجمل اند ورسره به افغانستان کې د دې ناروغۍ په بېلابېلو اړخونو خبرې کړي.

ښاغلی ساپی په سر کې په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ په عمومي وضعیت خبرې کوي.

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:24 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG