د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

د پولیو پر ضد نوی کمپاین؛ که ماشومان واکسین نه کړو کوم تاوان به ور واوړي؟


یو شمېر ښځینه واکسیناتورانې
یو شمېر ښځینه واکسیناتورانې

د پولیو واکسین د تطبیق نوی پړاو چې په ۲۰۲۴ کال کې لومړی پړاو ګڼل کېږي، د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې پیل شو.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یوه ویډیويي کلیپ کې چې رسنیو ته یې لېږلی ویلي، د کمپاین په دې پړاو کې به د افغانستان په ۲۲۲ ولسوالیو کې ۷،۵ میلیونه له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان د پولیو واکسین ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې ده:

" په دغه کمپاین کې به ۷.۵ میلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین شي. د دې کمپاین هدف له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان دي، چې د پولیو واکسین ورته تطبیق کېږي، په ۲۰۲۳ کال کې په ټول هېواد کې د پولیو یوازې ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې سږ کال یې کومه پېښه نه‌ده ثبت شوې."

شرافت زمان له قومي مشرانو، علماو، استادانو او کورنيو څخه وغوښتل چې د واکسين د تطبيق په برخه کې له واکسيناتورانو سره همکاري وکړي.

د پوليو څخه د پاک افغانستان سازمان او په افغانستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو پروګرام له خلکو غوښتي چې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي.

بل خوا یو شمېر هغه کورنۍ چې ماشومان یې د پولیو ضد واکسین د نه تطبیق له امله فلج شوي، له نورو کورنیو غوښتنه کوي چې خپل ماشومان پر وخت واکسین کړي.

مرسل چې غبرګوني خور يې فلج شوې ده، په‌دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

"زما خور پوليو ناروغي لري، ۱۹ کلنه ده، د واکسين د نه کولو له امله فلج شوې وه. موږ دواړه غبرګوني وو. کله چې يې زه واکسين کړې وم، د شپې نارامه وم، يوه ورځ بله هم نا ارام وم، زما مور پخوانۍ ښځه وه، هغې وویل دويمه لور مې نه واکسينوم، ځکه هغه چې مې واکسين کړې ده، ناروغه ده، له همدې امله زما خور پولیو شوه او تر اوسه د پوليو له ناروغۍ رنځيږي. زما غوښتنه له ټولو کورنیو دا ده چې خپل ماشومان واکسین کړي ترڅو له دې ناروغۍ خوندي پاتې شي."

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.

د دغه وزارت سرپرست قلندر عباد د یک‌شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د پاکستان د روغتیا ملي انسټیټیوټ (ان آی اچ) هغه راپور رد کړ چې ګواکې د افغانستان په خوست ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ مثبتې پېښې شته.

د راپورونو له‌مخې، دا مهال افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې د پولیو مثبتې پېښې لري، چې يوازې په ۲۰۲۳ کال کې ۶ مثبتې پېښې په افغانستان او هغه هم په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG