د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له‌ منځه وړلو لپاره د تګلارې نقشه جوړه شوې


په جلال اباد ښار کې واکسیناتورانې د پولیو د واکسین پر مهال. May 15, 2023
په جلال اباد ښار کې واکسیناتورانې د پولیو د واکسین پر مهال. May 15, 2023

د پولیو اړوند تخنیکي مشورتي ډله یا 'ټي اې جي' وايي، راتلونکې شپږ میاشتې به په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د پروګرامونو په تاریخ کې تر ټولو مهمه دوره وي.

داسې مهال چې روانه میاشت په افغانستان کې د پولیو څلورمه مثبته پېښه ثبت شوه، د پولیو اړوند تخنیکي مشورتي ډلې یا 'ټي اې جي' په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له‌منځه وړو په برخه کې د ګړندي تګلارې نقشه جوړه کړې ده.

د پولیو د واکسینونو بشپړ تطبیق، د راتلونکې لپاره د اغېزمنو پروګرامونو تطبیق او عامه پوهاوی په افغانستان کې د 'ټي اې جي' ډلې د ګړندۍ تګلارې برخه ده.

په ننګرهار کې یوه واکسیناتوره یوه ماشوم ته د پولیو د واکسین د تطبیق پر مهال. May 15, 2023
په ننګرهار کې یوه واکسیناتوره یوه ماشوم ته د پولیو د واکسین د تطبیق پر مهال. May 15, 2023

ګالف نیوز نن په یوه راپور کې لیکلي، په دوحه کې د څلور ورځنۍ ناستې پر مهال د دې ډلې له‌خوا د ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدو په سیمو کې پراته خنډونه هم و ارزول شول او په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له‌منځه وړو لپاره د وړاندیزونو په پلي کولو ټینګار وشو.

په دې غونډه کې چې د جون له لومړۍ تر څلورمې نېټې وشوه، د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف، د روغتیا نړیوال سازمان، تمویلوونکو سازمانونو، د طالبانو د روغتیا وزارت او نورو هېوادونو استازو برخه لرله.

ګالف نیوز د سوېلي اسیا لپاره د یونېسف د سیمه‌ییز دفتر د مشر نوالا سکینر له قوله لیکي، راتلونکې شپږ میاشتې به په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د پروګرامونو په تاریخ کې تر ټولو مهمه دوره وي او دوی باید د یوه شراکت پر بنسټ، په زیانمنو سیمو کې ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین د رسولو لپاره په خپل ټول قوت تمرکز وکړي.

په دې غونډه کې د 'ټي اې جي' رییس ژان مارک اولیو اوسنی وضعیت پېچلی بللی، خو زیاته کړې یې ده، لا هم فرصتونه شته او باید دوی خپل تمرکز له لاسه ورنه‌کړي.

په افغانستان کې د یونېسف د پولیو له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه چې دې غونډې کې یې ګډون کړی و، نن ازادي راډیو ته وویل، دوی به د 'ټي اې جي' ډلې سپارښتنې په ښه ډول عملي کړي.

نوموړی وايي: "تمه دا ده چې د دې کال تر پای پورې ډېره هڅه وشي چې د ویروس کومه دوره چې ده دا اوس یې مخه ونیول شي او بیا راتلونکی کال لپاره به د پولیو د بشپړ ډول د له‌منځه ‌وړلو لپاره تمه پیدا کېدای شي."

د پولیو اړوند تخنیکي مشورتي ډله یا 'ټي اې جي' په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو په برخه کې د ګړندي تګلارې نقشه داسې مهال جوړوي چې همدا تېره اوونۍ په ننګرهار کې د ګوزڼ څلورمه مثبته پېښه هم ثبت شوه، خو په پاکستان کې تر اوسه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

تېر کال په افغانستان کې د ګوزڼ یوازې دوې مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو په پاکستان کې د مثبتو پېښو شمېر شلو ته رسېده.

که څه هم په افغانستان کې په ۲۰۱۹م کال کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۲۹ و، خو په ۲۰۲۰م کال کې بیا د مثبتو پېښو شمېر ۵۶ ته زیات شو چې دا له ۲۰۰۱م کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کېږي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د ماشومانو ګوزڼ لا هم په کې په بشپړ ډول ختم شوی نه‌دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG