د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

ننګرهار کې د پولیو د څلورمې پېښې ثبتېدل؛ چارواکي: د نورو پېښو د پېښېدو کېدو امکان هم ډېر دی


په جلال اباد کې ښځینه واکسیناتورانې د پولیو ضد واکسین د کمپاین پر مهال. May 15, 2023
په جلال اباد کې ښځینه واکسیناتورانې د پولیو ضد واکسین د کمپاین پر مهال. May 15, 2023

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د څلورمې پېښې په ثبت سره د پولیو د له منځه وړلو عملیاتي مرکز خبرداری ورکوي چې ښايي د یاد ویروس پېښې په راتلونکې کې زیاتې شي.

په تېرو ۱۸ ورځو کې د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې د ګوزڼ څلور پېښې ثبت شوي چې تازه یې د پنجشنبې په ورځ د همدغه ولایت په بهسودو ولسوالۍکې وه.

د طالبانو د عامې ورغتیا وزارت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف د پولیو پروګرام څانګې دې پېښې د ثبت پخلی کړی او ویلي چې ګوزڼ وهلی ماشوم څلور کلن دی.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو د ملي عملیاتي بېړني مرکز مشر ډاکټر نیک ولي شاه مومن د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د پولیو څلورمه پېښه داسې مهال ثبتېږي چې ګوزڼ وهلی ماشوم ته د پولیو واکسین هم شوی و.

نوموړی خبرداری ورکوي چې راتلونکې کې د ورته نورو پېښو امکان زیات دی.

هغه زیاته کړه: "په اینده کې هم د دې وېره شته بلکې دا وېره له پخوا هم موجوده وه ځکه په دې سیمه کې د کال له پیل نه په اوبو کې د ویروس موجود و. سره له دې ډېرو مسلسلو کمپاینونو بیا هم موږ ونه شو کولای چې د دې ویروس د سرایت مخه په محیطي سمپلونو کې او یا په اوبو کې ونیسو."

نوموړی وایي، یوازې د پولیو واکسین د دغه ویروس مخه نه شي نیولی، پاکو اوبو ته، روغتیايي امکاناتو ته لاسرسی او له خوار ځواکۍ سره جدی مبارزه کولای شې د دې ویروس د پراخېدو مخه ونیسي.

د مومن په خبره، یوه دوره واکسین په تېرې مې میاشتې کې ترسره شو او ټاکل شوې په جون او جولای میاشتو کې هم د پولیو د له منځه وړولو لپاره د پولیو د واکسین کمپاینونه ترسره شي.

خو یو شمېر ننګرهار مېشتې په یاد ولایت کې د پولیو واکسین د طبیق په څرنګوالي نیوکه لري او ادعا کوي چې واکسیناتوران خپله دنده سمه سر ته نه رسوي او ډېر ماشومان له واکسین پاتې کېږي.

د ننګرهار اوسېدونکي عمر وویل: "په وروستیو کمپاینونو کې چې موږ دلته وینو کمپاین په درست ډول باندې نه ترسره کېږي. دغه کمپاینونه په سمه توګه نه تعقیبېږي، واکسیناتوران کور کور به نه ګرځي، دوی یوازې یوې سیمې ته لاړ شي په جومات کې کېني او څو ماشومان واکسین کړي نور ټول پاتې کېږي."

د دې ولایت بل اوسېدونکي رشید وویل: "زموږ په سیمو کې رښتیا هم د پولیو واکسین په سمه توګه نه تطبیق کېږي، واکسیناتوران په دې برخه کې ناغېړي کوي. واکسین ټولو سیمو ته په سمه توګه نه رسېږي، باید کور په کور دغه واکسین وګرځول شي تر څو ټول ماشومان واکسین شي."

خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت بیا د خلکو دا ادعاوې ردوي.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډیو سره په خبرو کې، د دغه ویروس د له منځه وړولو په برخه کې د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه وویل: "زموږ هڅه همدا ده چې وشو کولای د پولیو واکسین په تطبیق سره د دغه ویروس مثبتې پېښې له منځه یوسو. په دغه برخه کې له موږ سره د هېوادوالو همکاري اړینه ده. کله چې زموږ واکسیناتوران سیمې ته ځي دوی سره باید د ماشومانو د واکسین په برخه کې همکاري وشي چې دغه ویروس له منځه لاړه شي."

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په تیر ۲۰۲۲ کال کې ۱۲ کمپاینونه شوي او دغه لړۍ په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام ولري.

په افغانستان کې سږ میلادي کال د پولیو یا ګوزڼ لومړۍ مثبته پېښه د تېرې مې میاشتې په ۱۳ مه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوه، دوه ورځې وروسته یې بیا دویمه مثبته پېښه د دې ولایت په کوټ ولسوالۍ کې په ثبت ورسېده.

د یاد ویروس درېیمه پېښه اونۍ وروسته د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې او وروستۍ څلورمه پېښه د جون په اوله د پنجشنبې په ورځ په بهسودو ولسوالۍ کې ثبت شوه.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یونېسف د معلوماتو له مخې، تېر۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، په داسې حال کې، چې د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې د پولیو شل مثبتې پېښې وې چې ټولې یې افغانستان پولې ته څېرمه په خیبرپښتونخوا ایالت کې ثبت شوې وې.

د راپورونو له مخې سږ کال په پاکستان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG