د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو زیاتوالی؛ یونېسف یې په خپرېدو اندېښنه وښوده


په جلال اباد کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین دوه واکسیناتورانې د یوه کور دورازې وهلو پر مهال. دوی هڅه کوي څو د دې کور ماشومانو ته د واکسین په تطبیق سره د پولیو د خپرېدو مخه ونیسي. May 15, 2023
په جلال اباد کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین دوه واکسیناتورانې د یوه کور دورازې وهلو پر مهال. دوی هڅه کوي څو د دې کور ماشومانو ته د واکسین په تطبیق سره د پولیو د خپرېدو مخه ونیسي. May 15, 2023

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړصندوق یونېسف یو چارواکی وایي، په لنډه موده کې په ننګرهار کې د پولیو د درې مثبتو پېښو ثبتېدل د ډېرې اندېښنې وړ ځکه ده چې د پولیو مثبت ویروس په سیمه کې فعال دی او د هېواد نورو سیمو ته یې د سرایت خطر زیات دی.

د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسوول کمال شاه تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "کله چې دلته ویروس شتون ولري نو دا نور کسان چې دلته تګ راتګ کوي، دوی کولای شي په اسانۍ سره دغه ویروس د هېواد نورو برخو ته یوسي او خدای مه‌کړه دغه ناروغي هلته انتقال شي. یا له افغانستان کوم خلک چې پاکستان طرف ته ځي دوی یې له ځان سره هلته انتقال کړي، نو دا یوه لویه اندېښنه ده."

په افغانستان کې سږ کال د پولیویا ګوزڼ ناروغۍ لومړۍ مثبته پېښه د تېرې غویي یا ثور میاشتې په ۲۲مه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوه چې دوه ورځې وروسته یې دویمه مثبته پېښه د دې ولایت په کوټ ولسوالۍ کې تثبیت شوه.

د پولیو د درېیمې مثبتې پېښې د ثبتېدو راپور هم تېره اوونۍ د ننګرهار له نازیانو ولسوالۍ څخه ورکړل شو.

د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مشر کمال شاه زیاته کړه چې یونېسف د دغه وضعیت د کنټرولو لپاره یو لړ لارې چارې سنجولي چې د خپلو شریکانو په مرسته د راروانې جون میاشتې په دولسمه په سیمه کې د پولیو ضد واکيسن یو کمپاین هم په‌کې شامل دی.

نوموړی وايي: "په جون میاشت کې د پولیو یو کمپاین پلان شوی دی چې هغه به د ننګرهار ولایت په ګډون د هېواد په ختیځه حوزه کې ترسره شي چې شاوخوا ۱،۱ ميلیون ماشومان به په‌کې واکسین شي. هدف هم د دې کمپیان همدا دا دی چې په دې سیمه کې د ماشومانو معافیت لوړ کړای شي ترڅو د پولیو شته ویروس په دې سیمه کې پر ماشومانو اغېز ونه‌کړي او نور خپور نه‌شي. د دې ترڅنګ د عامه پوهاوي برنامې هم ترلاس لاندې دي ترڅو هلته د خلکو پوهاوی ډېر کړای شي."

په ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور. May 15, 2023
په ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور. May 15, 2023

خو د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مشر ټینګار وکړ چې د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې میندې او پلرونه مهم رول لوبوي او زیاته یې کړه، که دوی په هرو کمپاینونو کې خپل ماشومان واکسین کړي، نو پر پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ یې د اخته کېدو خطر کموي.

دا چې پولیو یا ګوزڼ څه ډول ناروغي ده، د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر خیبر خان کلیوال یې په اړه وایي: "دا یوه ویروسي ناروغي ده او اکثره وختونه له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان پرې اخته کېږي چې د عضلاتو ضعف پیدا کېږي ورسره، عضوې ورسره، خصوصاً لاسونه، پښې، غاړه او حتی په بعضې وختونو کې سږي هم نیسي چې د فلج له امله ځینې ناروغان خپل ژوند هم له لاسه ورکوي. که یوه عضو پرې اخته شي نو د دغې ناروغۍ په نتیجه کې دغه عضو خپل فعالیت له لاسه ورکوي، سوء شکل پیدا کوي او بلاخره د دایمي معیوبیت سبب کېږي."

تېر۲۰۲۲ کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، حال دا چې د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې د پولیو شل مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې ټولې یې افغانستان پولې ته څېرمه په خیبرپښتونخوا ایالت پورې تړلې دي.

د راپورونو له مخې سږ کال په پاکستان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

ارشیف: په پاکستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین
ارشیف: په پاکستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین

په تېرو څو کلونو په دواړو هېوادونو کې د پولیو ضد واکسینو کمپاینونه د نا امنیو د پېښو په شمول له یو لړ خنډونه سره مل و.

په پاکستان کې ډېر ځلې د دغه واکسین کمپاینران او ساتونکي یې د سختدریځو وسله‌والو له‌خوا په نښه شوي او په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې هم د واکسینونو دغه کمپاینونه په ډېرو ناامنو سیمو کې نه‌دي تطبیق شوي او په ځینو کې یې هم د طالبانو په ګډون د هغه مهال د حکومت ضد وسله‌والو ډلو مخه نیولې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG