د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

دوحه کې د افغانستان او پاکستان د پولیو د له منځه وړلو پر پروګرام غونډه روانه ده


د دوحې یوه څنډه
د دوحې یوه څنډه

په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو له منځه وړلو د پروګرامونو پر بهترۍ مشورتي غونډه روانه ده، چې د ګڼو سازمانونو استازي په کې برخه لري.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې 'د پولیو اړونده د تخنیکي مشورتي ډلې یا / TAG ناستې' په نوم دغه څلورورځنۍ غونډه چې د پنج شنبې په ورځ پیل شوې، تر نن یکشنبې پورې دوام کوي.

په دې غونډه کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف، د روغتیا نړیوال سازمان، تمویلوونکو سازمانونو، د طالبانو د روغتیا وزارت او نورو هېوادونو استازي برخه لري.

په افغانستان کې د یونېسف پولیو له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه چې په دې مشورتي غونډه کې ګډون لري، پرون ازادۍ راډیو ته وویل تخینکي مشورتي ډله یا TAG به تر بحثونو او سلا مشورو وروسته افغانستان او پاکستان ته خپلې سپارښتنې وسپاري.

هغه وویل: "تخنیکي مشورتي ګروپ د افغانستان او پاکستان پروګرامونو ته نوې سپارښتنې وړاندې کوي، چې د هغوی په رڼا کې د افغانستان او پاکستان پروګرامونه مخ ته لاړ شي او د پولیو ناروغۍ لپاره داسې طرحې او ستراتېژۍ جوړې کړي، چې د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي او په پای کې داسې حالت ته ورسول شي، چې دا ناروغي ختمه شي."

د پولیو له منځه وړلو نړیوال نوښت په بلنه دا غونډه داسې وخت جوړېږي، چې همدا تېره اوونۍ په ننګرهار کې د ګوزڼ څلورمه مثبته پېښه هم ثبت شوه، خو په پاکستان کې تر اوسه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

تېر کال په افغانستان کې د ګوزڼ یوازې دوې مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو په پاکستان کې یې د مثبتو پېښو شمېر شلو ته رسېده.

که څه هم په افغانستان کې په ۲۰۱۹م کال کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۲۹ ته ورسېده، خو په ۲۰۲۰م کال کې بیا د مثبتو پېښو شمېر ۵۶ ته زیات شو، چې دا له ۲۰۰۱م کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کېږي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې د ماشومانو ګوزڼ لا هم په کې په بشپړ ډول ختم شوی نه دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG