د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

په افغانستان کې د پولیو پر ضد د واکسینو د کمپاین پيل؛ یونیسف: ۱۱ میلیون ماشومان واکسینوو


په افغانستان کې د پولیو د کمپاین د تطبیق یوه برخه - ارشیف
په افغانستان کې د پولیو د کمپاین د تطبیق یوه برخه - ارشیف

د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ۲۸ ولایتونو د پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د واکسین د کمپاین په دې پړاو کې به د ملګرو ملتونو د دفترونو په همکارۍ څه باندې ۱۱ میلیونه له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان واکسين شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونېسف) چارواکي وايي، د دغه کمپاین په دوهم پړاو کې به راتلونکې اوونۍ بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب، جوزجان او اروزګان ولایتونه تر پوښښ لاندې راشي.

په افغانستان کې د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو د عامه اړیکو مسوول کمال شاه ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې سږکال دغه کمپاین په سمه توګه پرمخ یوسي، څو دغه ویروس په افغانستان کې له منځه ولاړ شي.

نوموړي وویل:

" دا کمپاين به څلور ورځې دوام کوي، د پنجشنبې ورځ به يې وروستۍ ورځ وي، البته شپږ ولايتونه چې پنځه ولايتونه، د شمال د حوزې دي او يو د ارزګان ولايت دی، دې شپږو ولايتونو کې به د پوليو کمپاين را روانه اوونۍ پيليږي، ځکه په دې ولايتونو کې د پوليو د له‌منځه وړلو پروګرام غواړي چې ښه کافي امادګي هلته نيول شوي وي، ترڅو دا کمپاين په ښه ډول سره تطبيق شي."

د پولیو واکسین د ټولو ماشومانو لپاره اړین ګڼل کیږي
د پولیو واکسین د ټولو ماشومانو لپاره اړین ګڼل کیږي

د دايکندي ولايت اوسېدونکې حنیفه وايي، زوی یې نن واکسین شو. نوموړې دغه واکسين د ماشومانو د روغتيا لپاره اړين بولي.

حنفیه زیاتوي:

" زما شپږ میاشتنی ماشوم نن واکسین شو. پولیو یوه داسې ناروغي ده چې نه درمل لري او نه درملنه او یوازینی مخنیوی یې دوه څاڅکي واکسین دی. حکومت باید د دې ناروغۍ په اړه د ښځو او کورنیو د پوهاوي کچه لوړه کړي."

د پوليو د واکسين يو کارکوونکی چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وويل، د پوليو واکسين ته د خلکو نه پوهاوى او د اهميت نشتوالى د دوى کار ستونزمن کوي.

هغه زیاته کړه:

"خلک واکسین ته جدي پاملرنه نه کوي. که د دوی ماشومان په کور کې نه وي، دوی موږ ته قاطع ځواب نه راکوي چې دوی به کله راشي؟ دوی وايي چې ماشومان په کور کې نه‌شته. دوی ته دا مهمه نه‌ده چې ماشومان یې واکسین شوي که نه، موږ داسې پېښې لیدلي دي."

د پولیو واکسیناتوران وایي، چې کور په کور ورځي او خلک باید خپل ماشومان واکسین کړي
د پولیو واکسیناتوران وایي، چې کور په کور ورځي او خلک باید خپل ماشومان واکسین کړي

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د یکشنبې په ورځ «ملت ته د حکومت حساب ورکونې» تر نامه لاندې په یوه پروګرام کې په هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو پر ثبتېدو اندېښنه وښوده او په افغانستان کې یې د پولیو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ.

هغه وویل چې په افغانستان کې دننه د پولیو د لابراتوار د جوړولو لپاره یو میلیون ډالر ځانګړي شوي چې د دغه ویروس نمونې کشف کړي.

د رسمي شمېرو له مخې، په روان کال کې په افغانستان کې د دغه ویروس ۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دا ټولې پېښې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې ثبت شوې دي.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه‌لري او يوازې واکسين کولاى شي ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.

دا ویروس مهمې عصبي رشتې زیانمنوي، کومې چې په شمزۍ یا ستون فقرات کې دي او د ماشومانو د ګوزڼ لامل ګرځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG