د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

په افغانستان کې د ګوزڼ په اړه د چاپېریال څارنې سیستم ته پراختیا ورکول کېږي


په جلال اباد کې واکسیناتورانې د پولیو ضد واکسین کمپاین پر مهال. May 15, 2023
په جلال اباد کې واکسیناتورانې د پولیو ضد واکسین کمپاین پر مهال. May 15, 2023

په داسې حال کې چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې د ګوزڼ یا پولیو څو مثبتې پیښې ثبت شوې، د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په ټولنو کې د پولیو د مثبت ویروس د تثبیتېدو لپاره د څارنې سیستمونه پراخوي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وایي، په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو په اړه د چاپېریال څارنې سیستم ته پراختیا ورکوي.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې دا خبره پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې چې په اوس وخت کې په افغانستان کې ۳۷ دا ډول ځایونه لري چې په‌کې د چټلو یا فاضله اوبو نمونې د څېړنو لپاره راټولېږي، ترڅو معلومه کړې چې ایا په سیمه کې د ماشومانو د ګوزن یا پولیو مثبت ویروس موجود دی که نه.

د عامې روغتیا متخصص ډاکتر یوسف طیب ازادي راډیو ته وویل، دغه څارنه له دې سره مرسته کوي چې نورو چاپېریالي سیمو ته د پولیو د وحشي ویروس تر خپرېدو مخکې ځینې تدابیر ونیول شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00
مستقیم لېنک

نوموړی وايي: "د دې لپاره چې معلوم کړي په چاپېریال کې د پولیو وحشي ویروس یا وایلډ پولیو ویروس شته که نه‌شته، نو د چاپېریال سرویلانس کوي یا په چاپېریال کې د دغه ویروس د موجودیت نظارت کوي چې ایا په چاپېریال کې دغه ویروس موجود دی که نه؟."

تر دې مخکې د روغتیا د نړیوال سازمان د افغانستان څانګې د جون په درېیمه په خپله ټویټرپاڼه کې په ننګرهار کې د پولیو د څلورو مثبتو پېښو ثبتېدو ته په اشاره اندېښنه څرګنده کړې وه چې د ګوزڼ یا پولیو ناروغي په چټکۍ سره په خپرېدو ده او په ځانګړې توګه د افغانستان د ختیځې سیمې لپاره یې وضعیت ګواښونکی بللی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو خلکو غوښتي وو چې خپل ماشومان سمدستي د پولیو په وړاندې واکسین کړي او له تل پاتې فلج څخه یې وژغوري.

په تېره شاوخوا یوه میاشت کې د ننګرهار په څلورو ولسوالیو، کوټ، بټي کوټ، نازیانو او بهسودو کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې، چې دا په روان ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې د پولیو لومړنۍ تثبیت شوې پېښې دي.

ټاکل شوې وه چې نن د جون په ۱۲مه د افغانستان په ختیځو څلورو ولایتونو، ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي، خو د هغو معلوماتو له مخې چې ازادي راډیو ترلاسه کړي، د طالبانو د روغتیا وزارت د پولیو د واکسین دغه کمپاین تر امر ثاني پورې ځنډولی دی.

د ازادي راډیو خبریال په دې اړه چې په ختیځه حوزه کې د پولیو د واکسین پیلېدونکی کمپاین د کومو عواملو له امله ځنډول شوی، هڅه وکړه چې د طالبانو د روغتیا د وزارت د ویاند څرګندونې ولري، خو د دې راپور تر چمتو کېدو بریالی نه‌شو.

دا په داسې حال کې ده چې پر ختیځې حوزې سربېره ویل شوي چې په کندهار حوزه کې هم په دې وروستیو کې په چاپېریال کې د پولیو د مثبت ویروس نښې موندل شوې دي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې تر اوسه په‌کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي شته.

پولیو یا ګوزڼ هغه ویروسي ناروغي ده چې اکثره له پنځو کلونو کم‌عره ماشومان پرې اخته کېږي او پرې اخته ماشوم د تل لپاره فلج کوي چې په ځینو مواردو کې یې د مرګ سبب هم کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG