د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

ملګري ملتونه: ملاریا لا هم په افغانستان کې د روغتیا پر وړاندې ستونزه ده


د ملاریا ماشی
د ملاریا ماشی

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا 'یو‌این‌ډي‌پي' وايي، ملاریا لا هم په افغانستان کې د روغتیا پر وړاندې ستونزه ده.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د معلوماتو له مخې په سلو کې ۲۷ افغانان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ملاریا د ګواښ کچه په‌کې پورته ده.

د 'یو‌این‌ډي‌پي' د چهارشنبې په ورځ په راپور کې وویل دغه شان د افغانستان ۵۰ سلنه خلک په هغو سیمو کې ژوند کوي چېرې چې په ملاریا د اخته کېدو کچه په‌کې منځنۍ ده او یوازې ۲۳ سلنه یې په هغو سیمو کې ژوند کوي چې هلته د ملاریا د اخته کېدو ګواښ کم یا هېڅ شتون نه‌لري.

دغه سازمان زیاتوي چې د دغه وضعیت له امله لا هم ملاریا په افغانستان کې د عامې روغتیا پر وړاندې ستونزه ده.

د 'یو‌این‌ډي‌پي' په وینا، د دې موسمي ناروغۍ لېږد، چې په ګرم موسم کې ډېر عام دی، د څو دلیلونو له مخې له یوې سیمې څخه بلې ته توپیر کوي.

د دې ادارې د راپور له مخې، د ملاریا تایید شوې پېښې په ۲۰۱۲ کال کې له ۳۹۱زرو څخه په ۲۰۱۹ کال کې نږدې ۱۷۵زرو ته راټیټې شوې دي.

د کندز ولايت اوسېدونکې شميلا په ملاريا د اخته کېدولو خپله تجربه بيانوي.

هغې وویل: "زه په اوړي کې په ملاریا اخته وم ځکه چې دلته هوا ګرمه ده. موږ د شپې ډېری وخت بیرون ويده کېږو، له همدې امله زه کوم مکروبي حشرې خوړلې وم او ما کې ډېری نښې نښانې پيدا شوې لکه تبه، زکام، درد، یخنۍ، ساه لنډۍ، او د لټۍ احساس."

کریمه وايي: د بدن تودوخه مې ډېره ده او ډېرې لوړې کچې ته رسېږي، زما د سر درد دومره ډېر دی چې نه یې شم ویلای.

د کابل اوسېدونکی کريمه چې نوموړې هم په ملاريا اخته ده، وايي: "زه په ملاریا اخته یم، د بدن تودوخه مې ډېره ده او ډېرې لوړې کچې ته رسېږي، زما د سر درد دومره ډېر دی چې نه یې شم ویلای."

د داخلي ناروغيو متخصص عبدالفتاح صفري وايي، په ګرم موسم کې د ملاریا د مخنیوي تر ټولو ښه لار د دې ناروغۍ د مخنیوي د لارې چارو عملي کول دي.

نوموړي د دې ناروغۍ د مخنيوي د لارو چارو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "زیاتره ښځینه ماشی انسان د لمر د لوېدلو وخت کې چيچي چې موږ باید په‌دې برخه کې پاملرنه وکړو چې موږ باید د 'ملاریا' د ماشو څخه ځان وژغورو او د شپې په وخت کې باید هغه مایع وکاروو چې له ملاریا نه د خوندیتوب لپاره کارول کېږي. د ماش لومو یا پشه خانو استعمال هم غوره لاره ده."

د روغتیا د نړیوال سازمان د تازه شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د ملاریا د مثبتو پېښو شمېر ۲۴۹ میلیونو ته رسېدلی او د نړۍ په ۸۵ هېوادونو کې یې له امله د مړو شمېر ۶۰۸ زره کسانو ته رسېږي.

دا ناروغي د ملاریا د ماشو د چیچلو له امله رامنځته کيږي چې په دوبي او تودو سیمو کې ډېر عام دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له بیا پيل وروسته، د افغانستان روغتیا سکتور د سقوط د ګواښ په ګډون له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.

که څه هم څو ورځې وړاندې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د جدي ستونزو راپورونه رد کړل، خو په دې وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دا مهال په افغانستان کې ۹،۵ میلیونه وګړي په داسې سيمو کې ژوند کوي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG