د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۳۸

ملاریا سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ " ۲۷ سلنه افغانان د ملاریا له خطر سره مخ دي"


د ملاریا غوماشی انافیل

په ملاریا باندې اوس هم د نړۍ په میلیونونه خلک اخته کېږي او هرکال په زرګونو خلک وژني. دا ناروغي په افغانستان کې هم عامه ده چې هرکال د هېواد په ګرمو سیمو کې لسګونه زره خلک پرې اخته کېږي.

ملاریا یو باکتریایي ناروغي ده چې د 'انافیل) غوماشو د چېچلو له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي. کله چې دا مېکروب د انسان د وینې جریان ته ننوځي، نو انسان ناروغه کوي.

په جرمني کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سمیر بیات د دې ناروغۍ نښې داسې بیانوي: "د ملاریا په نښو کې لوړه تبه او تودوالۍ، شدید سردرد، استفراق، د بدن شدید دردونه او د وینې کموالی شامل دی. دا نښې تر ډېره د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو کې ډېر عام وي، داسې ځایونو کې چې ګرم اقلیم لري او حفظ الصحه نه مراعت کېږي، دا ناروغۍ پېښېږي."

د ملاریا ماشي
د ملاریا ماشي

د ښاغلي بیات په وینا، ملاریا د وینې د معاینې له لارې تشخیص کېږي او د هغې درملنه د ناقل د نوعې له امله توپیر لري او د تشخیص وروسته، په اړوند درملو سره یې درملنه کېږي.

نوموړی وایي ملاریا کولی شي په انسان کې ځینې ستونزې رامنځته کړي، لکه پړسوب او د مغز زیان، تنفسي ستونزې، د پښتورګو او ینې ستونزې، همدارنګه، په انسان کې د ویني د کمښت لامل کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه هېواد کې دوه ډوله ملاریا شته چې یو یې د وایواکس په نوم او بل یې د فلسيپارم په نوم یادېږي.

لومړی ډول یې په افغانستان کې خورا عامه ده، خو خطر یې ډېر کم دی، مګر دوهم ډول یې ډېر خطرناک دی، خو سرایت او انتقال يې کم دی.

د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، تېر کال ۹۷سلنه ناروغانو لومړی ډول او ۳ سلنه ناروغانو دوهم ډول درلود.

د دغه وزارت د ملاریا د کنټرول ملي پروګرام مشر محمد نعیم حبیب ازادي راډیو ته وویل، که څه هم ځینو ولایتونو کې د ملاریا خطر ډېر دی، خو د هېواد په ځینو لویدیځو، شمالي او شمال ختیځو ولسوالیو کې دا کچه صفر ته راټیټه شوې ده.

د نوموړي په وینا، په عموم کې د افغانستان ۲۷ سلنه نفوس د دې ناروغۍ د اخته کېدو له لوی خطر سره مخ دي.

ښاغلي حبیب زیاته کړه چې ۵۰ سلنه نفوس په متوسط خطر کې دي او۲۳ سلنه نور یې په داسې سیمو کې ژوند کوي چېرې چې دې ناروغۍ د اخته کېدو خطر نشته.

دی وايي: "د هېواد په ختیځ او سوېل ختیځ کې د ملاریا قضیې ډېرې دي. د ۲۰۲۰ میلادي کال د شمېرو له مخې د ملاریا ۹۱سلنه پېښې په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، پکتیکا او خوست ولایتونو کې راپور شوي چې دا ولایتونه په لومړي کټګورۍ کې دي او د دې پروګرام تر ډېره حده تمرکز هم په همدې ولایتونو کې دی. "

د ښاغلي حبیب په وینا، د ملاریا تشخیص او درملنې خدمتونه په ټولو روغتیایي مرکزونو کې وړیا دي.

سربېره پر دې، د تېرکال په اوږدو کې شااوخوا درې میلیونه پشه خانې د لوړ خطر لرونکو ولایتونو لکه ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، خوست او پکتیکا کې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره ویشل شوي دي.

هغه وویل، تېرکال کله چې کرونا افغانستان ته خپره شوه، نو د ملاریا ناروغۍ ته هم توجه وشوه: "د ملاریا پېښې په تېرکال کې د کرونا ناروغۍ له امله یو څه کمې شوې، ځکه چې د ملاریا او کرونا ناروغۍ دواړې تبې لرونکي نښانې لري. د کرونا د ناروغانو د تشخیص او درملنې سربېره، په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د ملاریا ناروغانو تشخیص او درملنې ته هم ځانګړې پاملرنه شوې. "

د تېرکال په اوږدو کې شااوخوا درې میلیونه پشه خانې ویشل شوي دي.
د تېرکال په اوږدو کې شااوخوا درې میلیونه پشه خانې ویشل شوي دي.

د ښاغلي حبیب په وینا ، تېرکال شااوخوا،۱۰۵ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي، خو تېرو دوو کلونو کې د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.

د نوموړي په وینا، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې یو کس د دې ناروغۍ له امله مړ شو.

د روغتیا نړیوال سازمان د وروستي راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۹ کې د ملاریا نږدې ۲۹۹ میلیونه قضیې ثبت شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸ میلادي کې دا شمېره ۲۲۸ میلیونه وه.

اټکل کېږي چې دې ناروغي په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په نړۍ کې د ۴۰ زره او ۹۰۰ خلکو او په ۲۰۱۸ کې د شااوخوا ۴۱ زره خلکو ژوند اخېستی دی.

XS
SM
MD
LG