د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

"ملاریا تر ډېره د افغانستان د ختیځو ولایتونو خلک اغیزمن کړي"


د افغانستان د ختیځ د عامې روغتیا ټولنه له حکومته غواړي چې په هېواد کې د ملاریا د ناروغۍ د مخنیوي لپاره تدابیر جدي کړي.

د دې ټولنې مسوولینو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ملاریا د نړیوالې ورځې د نمانځلو په غونډه کې وویل، د هوا له تودېدو سره د دې ناروغۍ د خپرېدلو خطر، اندیښنې پیدا کړي دي.

دوی حکومت ته یو لړ پیشنهادونه هم وکړل.

د روغتیايي چارو پوهان وايي، مخکې له دې چې هوا توده او د ملاریا ماشي زیات شي، باید تدابیر ورته ونیول شي.

د ملاریا له خطر سره په مخامخو ولایتونو کې د پشه خانو ویش او د روغتیايي مرکزونو، مسلکي پرسونل او لابراتوارونو زیاتول هغه عمده وړاندېزونه وو چې د افغانستان د ختیځ د عامې روغتیا ټولنې حکومت ته وکړل.

د دې ټولنې غړو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ملاریا د نړیوالې ورځې د نمانځلو په ناسته کې وویل، احتمال شته چې د هوا له تودېدو سره د هېواد په یو شمېر ولایتونو او په تېره په ختیځ زون کې ګڼ خلک په ملاریا اخته شي.

د ختیځ د عامې روغتیا د ټولنې ريیس سید حبیب اله اروال وویل، په هېواد کې هرکال په دې ناروغۍ ګڼ شمېر خلک اخته کیږي او که مخنیوي ته یې تدابیر، ونیول شي، خطر یې کمیږي.

سید حبیب اله اروال وویل، په هېواد کې هرکال په دې ناروغۍ ګڼ شمېر خلک اخته کیږي
سید حبیب اله اروال وویل، په هېواد کې هرکال په دې ناروغۍ ګڼ شمېر خلک اخته کیږي

ښاغلي اروال زیاته کړه:

"په افغانستان کې په ۲۰۱۵میلادي کال کې۲۱۴۰۰۰کسان په دې ناروغۍ اخته شوي چې۶۰ فیصده یې په ختیځو ولایتونو کې دي. له دې جملې۴۱ فیصده کسان په ننګرهار، ۱۵فیصده په لغمان، ۱۲ فیصده په کونړونو اوپنځه فیصده په خوست، کندهار او شاوخوا سیمو کې پر دې ناروغۍ اخته شوي دي."

د ملاریا ناروغي د یو ډول میاشي په ذریعه له یوه انسانه بل ته لیږدیږي.

دوی وویل، دا میاشې چې انافیل نومیږي، د هوا له تودېدو سره، په ولاړو اوبو او ناولیو ډنډونو کې پیدا کیږي، هګۍ اچوي او د ۲۴ساعتونو څخه نیولې تر ۴۸ساعتونو پورې په فعالو میاشو بدلیږي.

په غونډه کې ډاکټرغلام رحیم واک وویل، په ټوله نړۍ کې د ملاریا۱۲۰ ډولونه کشف شوی چې څلور ډوله یې انسانان مصاب کولای شي.

هڅه مو وکړه چې د ختیځ د روغتیا ټولنې د غوښتنو په اړه د عامې روغتیا وزارت نظر راواخلو، خو د دغه وزارت مطبوعاتي مسئولینو وویل چې په دې اړه څه ویل نه لري.

د روغتیايي چارو پوهان وايي، د چاپیریال پاک ساتل عمده لاره ده چې د ملاریا د میاشي د ودې او فعالیت مخه ونیسي او د حکومت اړوندو ادارو ته پکار ده چې تدابیر ورته ونیسي.

پرویز اقبال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ملاریا ناروغي خطرناکه او وژونکې ده، اوس مهال یې پېښې زیاتې شوي دي. د کورونو ترڅنګ چې کوم ډنډونه وي باید دوا پرې وشیندل شي او وچ شي. ناروغ باید ژر تر ژره ډاکټر ورسول شي. وقایه یې تر ټولو مهمه ده."

د افغانستان د ختیځ د عامې روغتیا د ټولنې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۵م میلادي کال په ټوله نړۍ په دې ناروغۍ ۲۱۴ میلیونه خلک اخته شوي دي.

دوی دا هم وویل، په ۲۰۱۶ کال کې د تدابیرو له امله په دې شمېر کې څه باندې ۳۰ فیصده کموالی راغلی خو دا کافي نه دی او د نړیوالو روغتیايي سازمانونو دنده چې د دې وژونکې ناروغۍ بشپړ مخنیوي ته تدابیر پراخ کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG