د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د ډاکټر له مشورې پرته د دارو خوړولو بدې اغېزې


کله چې پر یوې لارې ځو او هغه لار راته نامعلومه وي؛ نو باید موږ ترې ډډه وکړو او یا هم له داسې چا څخه پوښتنه وکړو چې له هغې لارې پوره معلومات ولري او پرې بلد وي. که چېرې موږ په خپل سر په يوې ناپېژاندې لارې ځو نو حتمي به له ستونزو سره مخ کیږو او ښايي ژوند مو هم له خطر سره مخ شي.

دا خبرې مو ځکه وکړې چې موږ اکثره وخت ځینې درمل په خپل سر پرته د ډاکتر له مشورې خورو چې دا کار مو ژوند له لوی خطر سره مخ کولی شي.

یو بل غیرې مناسب کار بیا دا دی چې ځینې کسان د بل کس له نسخې نه دوا اخلي چې دا کار د انسان د مرګ لامل هم کیدلی شي؛ صحي کارکوونکی وایي چې د ناروغۍ په وخت دې ډاکتر ته مراجعه شي او په خپل سر د درملو له کارولو نه دې ډډه وشي؛ خو د بګرامیو اوسېدونکی حاجی زمان چې کله دواخانې ته دوا پسې ځي د درملو نښې وایي؛ بیا دوا اخلي.

په خپل سر دوا خوړل دومره خطرناک دي چې د ټول عمر لپاره هم انسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کوی شي؛ د کونړ اوسېدونکی حاجی محمدشریف وایي چې کلونه مخکې یې د ملاریا درمل پرته د ډاکتر له مشورې نه خوړلې وو؛ تر اوسه یې بد اثرات پاتې دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:16 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG