د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

دي سپکتېتور: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د سولې په معنی نه‌ده


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • دي سپکتېتور

بریتانیايي مجلې دي سپکتېتور په خپله اخري ګڼه کې د افغانستان په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده؛ "۱۹ کاله بې‌ځایه لاړل: له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل د سولې په معنی نه‌دی."

د مقالې لیکوال پاول ووډ د ۲۰۱۱م کال کیسه کوي چې په هلمند کې د بریتانویانو له یوې اډې راووت او د یوه طالب سره د مرکې لپاره په ټکسي کې روان وو.

لیکوال لیکي: "پوهېدم له خطره ډک یو کار کوم، مخکې هم دوه وارې له طالبانو سره کېناستلی وم، خو په کابل کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې، خو په هلمند کې مې یوازې د یو چا ډاډ ترلاسه کړی وو چې دا مرکه‌یې تنظیم کړې وه او د هغه پر قضاوت مې باور وکړ، خو بیا هم..."

د دي سپکتېتر د مقالې لیکوال د یوه زاړه کور کیسه کوي چې هلته‌یې له یوه طالب سره ولیدل. هغه طالب هم پر ځان خطر منلی وو او له ده سره لیدو ته حاضر شوی وو.

د سپکتېتر مجلې لیکوال پاول ووډ زیاتوي، دې طالب ورته وویل چې په ۲۰۰۶م کال کې کله چې بریتانویانو اعلان وکړ چې هلمند ته راځي، د کلي خلک‌يې راټول شول او مطلق اکثریت پرېکړه وکړه چې له طالبانو سره یوځای شي.

د لیکوال په لیکنه، دا خبرې راته ځکه حیرانوونکې وې چې ۱۰۰ کاله مخکې په افغانستان کې د افغانانو او انګلیسانو ترمنځ په جګړه کې د هغو بریتانیانو چې په افغانستان کې وو، اولادونه هلمند ته تلل.

د لیکوال په وینا، په ۲۰۰۶م کال کې مو کولای شوای په موټر کې سپاره شئ او د هلمند هرې برخې ته لاړ شئ، خو د انګلیسانو له راتګ سره په دې ولایت کې لوېديځوالو یوازې په زغره‌وال موټرو کې تګ راتګ کولای شوی.

لیکوال په مقاله کې په مفصله توګه له هلمنده د بریتانویانو د وتلو او په ۲۰۱۰م کال کې د امریکايي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په اړه لیکي.

لیکوال لیکلي، همغه طالب مې په ۲۰۱۱م کال کې ولید. راته ویې‌ویل چې د امریکايي او بریتانوي ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې يې د کورنۍ ۳۰ غړي مړه شوي او له جګړې ستړی او غواړي خپل ټوپک پر ځمکه کېږدي.

د لیکوال په وینا له جګړې دا ستړیا جګړې ته د پای ټکی ايښودو او د افغانانو لپاره د سولې د رامنځته کولو لپاره په داسې حال کې ښه فرصت دی چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي.

خو لیکوال زیاتوي چې افغانستان هېڅکله یو قوي مرکزي حکومت نه‌دی لرلی او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو تر ټولو احتمالي نتيجه به دا وي چې په دې هېواد کې مخالفتونه پر خپل ځای پاتې شي. یعنې طالبان د افغانستان په جنوب کې، په کابل کې یو ضعیف حکومت او په نورو برخو کې جګړه‌ماران، نو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د سولې په معنی نه‌ده.

  • دی نېشن

د هند چاپ دي نېشن په خپله اخري ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې چې له افغانستان سره د هندوستان د نویو مرستو یادونه کوي چې د یکشنبې په ورځ دې هېواد ته د چابهار بندر له لارې واستول شوې.

د ورځپاڼې په لیکنه، یوه هندي بېړۍ د یکشنبې په ورځ چې په‌کې پنځه زره مټریک ټنه غنم، د ملاریا ضد درمل او هایدروکسي کلورین بار وو، د چابهار له لارې افغانستان ته روانه شوه. هایدروکسي کلورین داسې درمل دي چې ویل کېږي د کرونا ویروس پر ضد اغېزناکه ثابته شوې ده.

له افغانستان سره د هندوستان د ۷۵ زره مټریک ټنه مرستې یوه برخه چې په ۲۵۱ کانټینرو کې وه، افغانستان ته واستول شوه او ټاکل شوې ده پاتې برخه راتلونکې اوونۍ ولېږل شي.

د ورځپاڼې په لیکنه، هند ۵۰۰ زره د هایدروکسي کلورین تابلېت د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره افغانستان ته لېږلي دي.

د لیکوال په وینا، دا اقدام یوه میاشت وروسته له هغه شوی چې د هند صدراعظم نرېندرا مودي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د جنوبي اسیا هېوادونو د مشرانو په یوه غونډه کې د وېډيو کنفرانس له لارې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په اړه خبرې وکړې او د دې کار لپاره‌یې د یوه ګډ مالي بنسټ جوړولو غوښتنه وکړه.

په مقاله کې لیکل شوي چې د چابهار له لارې له افغانستان سره د هند مرستې یو سمبولیک رول لري ځکه لومړی ځل دی چې هند له دې بندره استفاده کوي او هغه هم له یوه مسلمان هېواد سره د بشري مرستو لپاره.

د ورځپاڼې د لیکوال په وینا دا اقدام له هغه وروسته دی چې په هندوستان کې د فبرورۍ میاشتې په پای کې د مسلمانانو له تاوتریخوالي ډک اعتراض د ځپلو په خاطر د ایران لوړپوړو مشرانو پر نرېندرا مودي سخت انتقاد وکړ.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG