د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو پر‌له‌پسې ایستلو ته اندېښنه وښوده


له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا 'يو‌این‌ایچ‌سي‌آر' له پاکستانه د افغان کډوالو پرله‌پسې ایستلو ته اندېښمن دى، وايي چې دوی داسې يو هېواد ته ستانه کېږي چې د وګړو دوه پر درېیمه برخه یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

له پاکستانه د بې‌اسنادو افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د زیاتېدو په اړه د اندېښنو په دوام د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا 'يو‌این‌ایچ‌سي‌آر' وايي، ياد کډوال داسې هېواد ته ستنېږي چې د نفوس دوه پر درېیمه برخه یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د جمعې په ورځ د جنوري میاشتې په دیارلسمه 'يو‌این‌ایچ‌سي‌آر' په خپله ايکس‌پاڼه یو راپور خپور کړ او ویې ویل، د شړل شویو په ډله کې هغه ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستې دي، تر ټولو زیاتې زیانمنې دي.

د 'يو‌این‌ایچ‌سي‌آر' په وینا، له دې کورنيو ځينې له پاکستان څخه د ايستل کېدو پر مهال له يو بل جلا شوې وې.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاتوي چې له پاکستانه ایستل شوي ډېری افغانان حتی هغه کسان چې د دې سازمان په وینا مخکې هېڅکله افغانستان ته نه دي تللي، دوى ستړي او په دغه هېواد کې خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.

له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو د کډو کاروانونه
له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو د کډو کاروانونه

د 'يو‌این‌ایچ‌سي‌آر' په راپور کې دا هم راغلي چې د ژمي په رارسېدو سره د تازه راغلو کډوالو لپاره دوامداره مرستې تر بل هر وخت زیاتې مهمې دي، ځکه چې د دغه سازمان په وینا اکثره دغه کورنۍ چې خپل ژوند له سره پیلوي له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

له پاکستانه شړل شوې کورنۍ هم د سرپناه، کار او روغتیايي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي.

یوه٤٥ کلنه ښځه چې د موضوع د حساسيت له امله د نوم له اخيستو څخه ډډه کوي او په دې وروستيو کې له اسلام اباد څخه بېرته کابل ته ستنه شوې، وايي چې د خپل ټول مال له پلورلو وروسته د درملنې لپاره پاکستان ته تللې وه.

هغې هلته کار کاوه، خو بېرته یوازې په هغو جامو کې چې په ځان يې وې، افغانستان ته ستنه کړل شوې.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "هم ناروغه وو او هم مو روزګار ښه نه چلېده. د ويزې وخت خلاص شو ټول يې بېرته وايستل. همدا اوس په جاى نماز ناسته يم د ماسپيښين لمونځ کوم او په اوداسه يم باور وکړٸ د خپلوانو کره يو هېڅ له مونږ سره نه وه تش لاس بېرته راغلو او خپلوانو مو اوس يو دوه توشکې او فرش راکړل."

نیاز محمد، چې تازه له پاکستان څخه ننګرهار ولایت ته ستون شوی، ازادي راډيو ته یې وویل چې پاکستاني پولیسو د دوی د ايستلو پر مهال د ده د کورنۍ غړي له يو بل بېل کړي.

هغه وویل: "زموږ اقتصادي وضعیت خراب دی. زموږ اصلي ستونزه دا ده چې سرپناه نه لرو، نورې ستونزې، خو ډېرې دي. د اخراج پر مهال زموږ له کورنۍ څخه دوه کسان جلا شوي دي، نور کور مو راغلى هغوى بېل و."

ډېری دغه کورنۍ راغلي سوړ ژمي او د سون توکو پېرلو ته اندېښمنې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ تر دې مخکې ویلي وو چې ډېری افغانان له پاکستانه بې له کومو امکاناتو ایستل کېږي او ځینې یې نه پوهېږي چې د ژوند لپاره کومو سیمو ته ولاړ شي، ځکه نه سرپناه او نه هم د کار زمينه ورته برابره ده.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې اوس په د ننګرهار ولایت په یوه کمپ کې تر خېمو لاندې ژوندي کوي.
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې اوس په د ننګرهار ولایت په یوه کمپ کې تر خېمو لاندې ژوندي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د کډوالو نړیوال سازمان ویلي وو چې افغانستان ته د راستنېدونکو ۹۰ سلنه کورنۍ عاید نه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام هم ویلي وو چې افغانستان ته د راستنېدو له هرو درېیو افغانانو څخه یو یې نه پوهېږي چې خپل د راتلونکی وخت خواړه له کومه کړي.

د پاکستان موقت حکومت د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې له خپلې خاورې د ۱.۷ میلیونه بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو اعلان وکړ.

خو د پاکستان دولتي راډيو د جنورۍ په اتمه اعلان وکړ چې له یاد هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د ويستلو لړۍ ته به دوام ورکړي او د ٢٠٢٣ زېږديز کال له نومبر څخه د جنورۍ تر اوومې پورې شاوخوا ٤٦٠ زره افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG