د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

'آی او ایم': له پاکستانه ایستل شوي ۹۰ سلنه افغان کډوال هیڅ ډول عاید نه لري


له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې اوس په فراه کې دغو خېمو کې ژوند کوي.
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې اوس په فراه کې دغو خېمو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' وايي، افغانستان ته له پاکستانه ستانه شوي ۹۰ سلنه کورنۍ هیڅ ډول عاید نه لري.

په داسې حال کې چې له پاکستانه افغانستان ته د بې اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ لا هم روانه ده، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' وايي له دغه هېواده ۹۰ په سلو کې ستنې شوې کورنۍ هیڅ ډول عاید نه لري.

دغه سازمان په یو راپور کې چې تېره ورځ یې خپور کړی ویلي، په تېر ډسمبر میاشت کې یې په شوې سروې کې موندلي چې ایستل شوي کډوال درې عمده اړتیاوې لري، خواړه، سرپناه او نقدي مالي ملاتړ.

'آی او ایم' ویلي چې په دې سروې کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له ۴۰۳۱ راستنو شویو کډوالو سره خبرې شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په راستانه کړای شویو کډوالو کې له نارینه‌وو زیات یعنې ۸۳ سلنه مېرمنو خواړه د خپل لومړیتوب په توګه یاد کړي چې د 'آی او ایم' په وینا، دا خپله په ښځو کې خوړو ته د لومړنۍ اړتیا ښکارندويي کوي.

له پاکستانه د ایستل شویوافغان کډوالو د موټرو کاروان چې افغانستان ته روان دی..
له پاکستانه د ایستل شویوافغان کډوالو د موټرو کاروان چې افغانستان ته روان دی..

د 'آی او ایم' د سروې موندنې ښيي چې له پاکستانه ستانه شوي کډوال له نیمايي زیات په سلو کې۵۵ اوسمهال په کرايي کورونو او دغه شان په سلو کې ۲۲ سلنه نور د خپلو خپلوانو په کورونو کې د میلمنو په توګه ژوند کوي.

پاکستان د تېر نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

د پاکستان د دولتي راډیو د راپور پر بنسټ د تېر کال د نومبر له لومړۍ د روان کال د جنورۍ تر نهمې له ۴۶۳زره څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي.

یو شمېر افغانان هم چې تازه له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، وايي چې په داسې حال کې چې ژمی پیل شوی په خپل هېواد کې د کار او روزګار د نه موجودیت له امله له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

خوشحال چې له خپلې کورنۍ سره تازه له پاکستان خپلې سیمې ننګرهار ته ستون شوی ازادي راډيو ته وویل:د"په پاکستان کې ښه وو، یوه مړۍ حلاله نفقه مو پیدا کولای شوه، خو په خپل وطن کې کار نه شته، اقتصادي مشکلات لرو، د خوراک لپاره څه نه شته، د اغوستلو لباس نه لرو، سرپنا نه لرو، سخت ژمی دی ماشومان مو ناروغان دي خو نه پوهېږو څه وکړو."

له پاکستانه د ایستل شویو افغانانو کډې
له پاکستانه د ایستل شویو افغانانو کډې

د بغلان د ډنډغوري اوسېدونکي هلال خان چې دا هم له پاکستانه ستون شوی د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "لویه ستونزو د سرپناه نه موجودیت دی، ماشومان مو یخ ووهل، هیڅ نه شته، په ډېر بد حالت کې ژوند کوو. له تاسو تمه لرو چې زموږ غږ لوړو مقاماتو ته ورسوئ تر څو موږ سره مرسته وشي او له دې ستونزو خلاص شو."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو ویلي چې د ژمي په درشل کې ستانه کړای شوي افغان کډوال په کور دننه له سختو ننګونو سره مخ دي او لاسنیوي ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبیلو ایف پي' نږدې یوه میاشت وړاندې ویلي وو چې افغانستان ته د ستنېدونکي افغانان له ډلې په هر درېیو کسانو کې یو یې لا هم نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه له کومه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG