د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

په پاکستان کې ځينې پخوانۍ افغان افسرانې او کارکوونکې له ګڼو ستونزو شکایت کوي


ارشیف: په افغانستان کې د تېرنظام یو شمېر ښځینه امنیتي ځواکونه د تمریناتو پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې د تېرنظام یو شمېر ښځینه امنیتي ځواکونه د تمریناتو پر مهال

د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د دفاع وزارت یو شمېر ښځينه افسرانې او کارکوونکې چې اوسمهال په پاکستان کې اوسي وايي، په دغه هېواد کې له سختو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دي.

زهرا کاظمي چې د بګرام په زندان کې پوځي دنده درلوده، ازادي راډیو ته یې وویل چې دوه میاشتې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان ته تللې ده.

هغې وویل: "زما د راتګ لامل دا و چې د طالبانو حکومت له شپږمې ناحیې څخه وغوښتم او ویې ویل چې ته باید محکمې ته حاضره شې، کله چې همغه جلب راغی، ډېره وډاره شوم، په هېڅ پوه نه شوم او وتښتېدم، ومې ویل خدای خبر چې محکمه به کومه سزا راته وټاکي او څومره به شکنجه شم ، نو له همدې امله وتښتېدم."

صابره سادات چې پخوانۍ کومانډو افسره ده وايي چې د امنیتي ګواښونو له امله د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته له افغانستانه وتلو ته اړ شوې او اوس په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند تېروي.

هغې وویل: "موږ او په پاکستان کې زموږ همکاران له اقتصادي ستونزو سره مخ یوو. موږ نه‌شو کولای بېرته افغانستان ته لاړې شو. زموږ ژوند په خطر کې دی. دلته هم پولیس موږ ځوروي ځکه ملګري ملتونه موږ ته پام نه کوي، زموږ غږ نه اوري او زموږ قضيې نه څېړل کېږي."

نیلوفر یوه بله ښځه ده چې د افغانستان د دفاع وزارت د کومانډو ځواکونو په څانګه کې کاري تجربه لري، وايي چې په پاکستان کې هم له امنیتي ګواښونو لیرې نه ده.

هغه وايي: "موږ ته ګواښونه وو او ځکه چې موږ پوځيان وو، مونږ ته د نيول کېدو خط راغى. زموږ ژوند په خطر کې و. دوه کاله کېږي چې موږ پاکستان ته راغلو، خو درې میاشتې کېږي چې زما ځوانه لور وتښتول شوه، کار ته تللې او بېرته نه ده راغلې."

دغه ښځينه پوځيانې له نړيوالي ټولني، کډوال منونکو هېوادونو او ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړي چې د دوى ستونزو ته پاملرنه وکړي او له دغه ستونزمن حالت څخه يې وژغوري.

د ملي دفاع وزارت يو شمېر پخواني چارواکي هم د سرتېرو دغه ستونزې مني او هېواد ته د هغوى تګ له ګواښ ډک بولي.

د ملي دفاع وزارت پخوانی ویاند محمد رادمنش په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د پخوانيو دفاعي او امنیتي ځواکونو افسران او سرتېري د طالبانو له وېرې لرې او نږدې هېوادونو ته کډه شوي دي. له هغو ترخو تجربو سره چې ځینې یې خپل وطن ته له راستنېدو وروسته لیدلي دي، یقیناً له ایران، پاکستان او ترکیې څخه د دوی ایستل به ستونزمن وي."

تر دې وړاندې یو شمېر پخوانیو نارینه پوځیانو چې د امنیتي ګواښونو له امله د پاکستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته تښتېدلي، ازادي راډيو ته ويلي وو چې دوی د ویزو د نشتوالي، اقتصادي ستونزو، توقیف او د اخراج له جدي ستونزو سره مخ دي.

دغو پوځیانو تل ټینګار کړی چې افغانستان ته د ستنېدو کومه لاره نه لري او له ټولو ستونزو سره سره په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند تېروي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې د طالبانو لخوا د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د نیولو، شکنجه کولو او ان د وژلو په اړه ځینې راپورونه خپاره شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت تل ویلي چې د دوی د مشر له امر سره سم په هېواد کې د عمومي عفوې پر پلي کولو پابند دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د امنیتي او دفاعي ادارو د پوځي کارکوونکو په ګډون د پخواني حکومت ګڼ شمېر کارکوونکي له افغانستانه ووتل او د ایران او پاکستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG