د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

"که له وتونکي افغانانو سره مرستې ونه شي، اروپايي ټولنه به له ګواښ سره مخ شي"


ترکیه کې کډوال
ترکیه کې کډوال

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي وايي، که له هغو افغانان سره چې غواړي له افغانستانه ووځي مرستې وشي نو فکر نه کوي چې له دې هېواده به په زیات شمېر خلک اروپا ته کډوال شي.

د جرمني خبري اژانس ډي پي اې راپور ورکوي چې ښاغلي ګراندې پرون د اګسټ په شلمه ایټالوۍ ورځپاڼې کورېرا دېلا سېرا Corriere della Sera ته ویلي، له افغانستانه د خلکو د وتلو کچه به په دې پورې اړه ولري چې طالبان په څومره بې رحمۍ سره حکومت کوي.

له بلې خوا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند شبیا مانتو پرون جمعه په جنیوا کې په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د روان بشري حالت په اړه د ملګروملتونو اندېښنه څرګنده کړه: "د ملګروملتونو د کډوالو اداره په افغانستان کې د روانو بشري اړتیاوو په خاطر اندېښنه لري او غواړي دا یقین ترلاسه کړي چې ټول هغه کسان چې اړ دي باید هېر نه شي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي

مېرمن مانتو زیاته کړه چې د ټول افغانستان وضعیت د بدلون په حال کې دی. هغې وویل، که څه هم د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته په ټول هېواد کې په جګړو کې د پام وړ کموالی راغلی، خو وايي وضعیت روښانه نه دی او ډېری افغانان د راتلونکي په خاطر اندېښمن دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر له ایټالوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې همدا راز ویلي، یوازې په هغه صورت کې اروپايي ټولنې ته د ګواښ احتمال شته چې له افغان کډوالو سره سمدستي مرستې ونه شي او هغوی اروپا ته د تللو پرېکړه وکړي.

ښاغلي ګراندي ویلي چې ښايي په غالب ګومان په لومړي ګام کې دا کډوال د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په تېره پاکستان او ایران او تر یوه حده تاجکستان ته ولاړ شي.

د اګسټ په پنځلسمه کابل ته د طالبانو له ننوتو وروسته د افغانستان ګاونډیو او نورو هېوادونو ته د افغان کډوالو د پراخې څپې د وتلو په اړه اندېښنې هم په سیمه او هم د اروپا په ګډون په نور نړۍ کې په زیاتېد دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي غیرقانوني کډوال به خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه کړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي غیرقانوني کډوال به خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه کړي.

د راپورونو له مخې زیات شمېر افغان کډوال همدا اوس هم ترکیې ته رسېدلي او په دې هېواد کې له دې کبله د خلکو نارضایتي زیاته شوې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د ځینو اروپايي هېوادونو له خوا د کډوالو د مخنیوي لپاره په سرحدونو کې اقدامات له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.

اردوغان همدا راز ویلي دي چې انقره په پام کې لري غیرقانوني کډوال خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه کړي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې د یونان دفاع وزیر هم پرون د دې هېواد دولتي ټلوېزیون ته وویل چې د یونان وسله وال ځواکونه غواړي چې له ترکیې سره په سرحد کې د افغان کډوالو د اوښتو مخه ونیسي.

میکالیس کریسکو ییدیس د اوروس سمندرګي له هغې سیمې څخه چې د اروپايي ټولنې بهرنۍ سرحد ګڼل کېږي، د لیدنې پر مهال وویل، یونان پرېکړه کړې ده چې د خپل ځان او اروپا د سرحدونو امنیت به خوندي کوي.

اوس مهال تر ټولو زیات افغان کډوال په ایران او پاکستان کې دېره دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG