د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

پنټاګون: د افغانستان وضعیت په سم لوري نه ځي خو ځواکونه یې د جګړې وړتیا لري


افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال
افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د امریکا دفاع وزارت د افغانستان روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وایي، دغه وضعیت پر سم لوري نه ځي.

د دې وزارت ویاند جان کربي پرون دوشنبه (د زمري ۱۸مه) په واشنګټن کې وویل چې امریکا اوسني وضعیت ته اندېښنه لري، خو افغان امنیتي ځواکونه وړتیاوې لري چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې جګړه مخ ته یوسي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي کربي د طالبانو په لاس د یو شمېر ولایتونو د ښارونو سقوط ته په اشارې وویل، افغان ځواکونه د خپلو ښارونو او د خپلو وګړو د دفاع مسولیت لري او اوس تر ډېره په مشرتابه پورې تړلې چې په دغه حساس پړاو کې له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره خپله اراده وښیي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل چې افغان ځواکونه د خپلو ښارونو او د خپلو وګړو د دفاع مسولیت لري
د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل چې افغان ځواکونه د خپلو ښارونو او د خپلو وګړو د دفاع مسولیت لري

خو افغان چارواکي تر ډېره له افغانستانه په بېړه د امریکایي ځواکونو وتل او له طالبانو د پاکستان د ملاتړ دوام د اوسني وضعیت اصلي عوامل بولي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي پرون ازادي راډیو ته وویل: "هغه کوم ترهګر چې د افغانستان خوا ته رالېږل کېدل، هغه هم اوس بې ساري دي. په سلګونو مدرسې هلته په پاکستان کې رخصت شوي او په سلهاوو زره کسان د افغانستان خاورې ته رالېږل شوي دي. د پاکستان د پوځ افسران، د هغوی منسوبین دلته مشخصاً په افغانستان کې د طالبانو په خوا کې د افغانستان د خلکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې جنګېږي."

دغه راز د افغانستان روان وضعیت یو شمېر افغانان هم هڅولي چې د ټولنیزو شبکو له لارې نړیواله ټولنه دې ته وهڅوي چې پر پاکستان فشارونه زیات کړي. د هشټګ په یوه کمپاین کې چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې پیل شوی، له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې پر پاکستان دې چې د دوی په وینا په افغانستان کې د جګړې د دوام اصلي ملاتړی دی، بندیزونه ولګوي.

د ټويټر او فېس‌بوک ټولنیزو شبکو یو شمېر افغان کاروونکو په یوه هشټګ پیلولو سره پر پاکستان د نړیوالو بندیزونو غوښتنه کړې ده او دا کمپاین له دوو ورځو راهیسې روان دی.
د ټويټر او فېس‌بوک ټولنیزو شبکو یو شمېر افغان کاروونکو په یوه هشټګ پیلولو سره پر پاکستان د نړیوالو بندیزونو غوښتنه کړې ده او دا کمپاین له دوو ورځو راهیسې روان دی.

خو پاکستاني چارواکي وایي، د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابیدو مسولیت باید پر دوی وانه چول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل، مساله د افغانستان د حکومتوالی او د افغان امنیتي ځواکونو ناکامي ده چې نړیواله ټولنه باید ورته پام وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې قریشي پر افغان ځواکونو د نړیوالې ټولنې د تېرو شلو کلونو پانګونه تر پوښتنې لاندې راوسته او ویې ویل، د دغو ځواکونو وړتیاوې، روزنه او تجهیزات څه شول او زیاته یې کړه دا چې لیدل کېږي، دغه ځواکونه د جګړې اراده نه لري او تسلیمېږي، پړه یې باید پر پاکستان وانه چول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ، مساله د افغانستان د حکومتوالی ده چې نړیواله ټولنه باید ورته پام وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ، مساله د افغانستان د حکومتوالی ده چې نړیواله ټولنه باید ورته پام وکړي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف هم پرون دوشنبه (د زمري ۱۸مه) ورته خبره وکړه او ویې ویل، په افغانستان کې اوږده جګړه د پاکستان لپاره یوه بېرونکې سناریو ده، خو ویې ویل چې هېواد یې باید په بېړه په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي مسول ونه بلل شي.

نوموړي دغه راز وویل چې د امریکا متحدو ایالاتونو ته په کار ده چې هڅې زیاتې کړي، څو د افغانستان حکومت او طالبان بېرته د خبرو تر شاه کښینوي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف وویل، افغانستان کې جګړه د پاکستان لپاره یوه بېرونکې سناریو ده
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف وویل، افغانستان کې جګړه د پاکستان لپاره یوه بېرونکې سناریو ده

هغه زیاته کړه، پاکستان هڅه کوي چې طالبان وهڅوي چې بېرته خبرو ته ور وګرځي، خو د نوموړي په وینا په افغانستان کې د طالبانو وروستیو پرمختګونو پردې ډلې د پاکستان نفوذ پیکه کړی دی.

د هغه په وینا ان طالبانو تر اوسه د دوی په غوښتنه د سپین بولدک بندر هم نه دی پرانیستی.

خو د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوې غړې حبیبه سرابي وایي، د جګړې په ډګر کې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو تر شا د هغوی د سیمه ییزو ملاتړو مرسته ده.

نوموړې له الجزیره ټلوېزیون سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د افغانستان وضعیت چې په وروستیو څو ورځو کې چې طالبانو لږ تر لږه د شپږو ولایتونو پر ښارونو ولکه ټینګه کړې، دومره خراب شوی، وویل: "طالبان ملاتړ ترلاسه کوي. دوی د سیمې له هېوادونو ملاتړ ترلاسه کوي. دوی زموږ د ګاونډیو هېوادونو او ښایي هم د خلیج د یو شمېر هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري."

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوې غړې حبیبه سرابي وایي، د طالبانو تر شا د هغوی د سیمه ییزو ملاتړو مرسته ده.
د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوې غړې حبیبه سرابي وایي، د طالبانو تر شا د هغوی د سیمه ییزو ملاتړو مرسته ده.

اغلي سرابي دغه راز په یوه ټویټ کې ویلي چې طالبان له یوې خوا وایي چې سولې ته چمتو دي خو له بلې خوا پر ښارونو پرله پسې حملې کوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژني.

د قطر پلازمېنه دوحه چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د په ټپه درېدلو خبرو کوربنه ده، نن به د افغانستان پر روان امنیتي وضعیت د یوې بلې غونډې کوربنه وي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی به په دې غونډه کې چې ویل کېږي د افغانستان په مساله کې ښکېل مهم لوبغاړي به یې نور ګډونوال وي، ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG