د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره د امریکا د سفیر خبرې


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا سفیر - تصویر له ټولنیزو رسنیو څخه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا سفیر - تصویر له ټولنیزو رسنیو څخه

په پاکستان کې د امریکا سفیر، ډونالد بلوم، د یاد هیواد د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر، جلیل عباس جیلاني سره په لیدنه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په هغه هیواد کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت ویلي، په دې لیدنه کې چې د سه شنبې په ورځ د جنوري په ۲مه نېټه وشوه، په متحدو ایالتونو کې د بیا مېشتېدنې وړ افغان اتباعو د خوندي او اغیزمن انتقال په اړه هم خبرې شوي، خو ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې په امریکا کې د بیا مېشتېدنې یو شمېر کېس لرونکي افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي او یو شمېر نور یې د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال، احمد افغان ازادي راډيو سره په خبرو کې د خپلو ستونزو په اړه وویل:

"دا چې په پاکستان کې، زما او زما د کورنۍ ویزې ختمې شوي، په دې وروستیو کې امریکا متحده ایالاتو مونږ ته یو امنیتي مکتوب راولیږه، خو له بده مرغه د پاکستان پولیس دوه ګونه چلند کوي، ځينې پولیس ورته ارزښت ورکوي او ځينې يې هيڅ نه مني، مونږ ډېرې اقتصادي او امنیتي ستونزې لرو او له دې امله مونږ په رواني تکلیفونو اخته شوي یو."

پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې په لسګونه زره افغان کډوال له خپلې خاورې وایستل
پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې په لسګونه زره افغان کډوال له خپلې خاورې وایستل

یو بل افغان کډوال چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي او په دې وروستیو کې د پاکستان دولت لخوا بیرته افغانستان ته استول شوی دی، وايي چې امریکا کې د بیا مېشتېدنې کېس او د دې هېواد لخوا د لېږدول شوي لیک له لرلو سره- سره له پاکستانه ایستل شوي دي.

هغه زیاتوي:

" د دیسمبر په ۱۸مه زموږ د کور تر شا پولیس راغلل، ویې ویل اسنادونه مو راکړئ ما ورته پاسپورت او ویزه ورکړل، ویې ویل ستاسو ویزه ختمه ده باید دیپورت شئ، زه یې حوزې ته وغوښتم، هلته یې راته وویل چې دوه ساعته وخت لرې کالي دي ټول کړه، کمپ کې یم د امریکا اسناد قبول نه کړل، اوس چې افغانستان ته راغلو ډير سخت حالت کې یو، کور نه لرو، کالي نه لرو ان په دې سړه هوا کې بخارې هم نه لرو."
د رویترز خبري اژانس په راپور کې چې د ۲۰۲۳ کال د دیسمبر په ۲۶مه خپور شو امریکا ته د افغانانو د انتقال پروسې مشر، شان وندایور له قوله راغلي چې د امریکا د ځانګړي کډوالۍ او بیا مېشتېدنې کېسونو لرونکي لږ تر لږه ۱۳۰ افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.

خو په راپور کې نه ده روښانه شوې چې دا کسان په څومره موده کې ایستل شوي دي.

افغان کډوال وایي چې پاکستاني ځواکونه یې د استوګنې د قانوني اسنادو له لرلو سره- سره ځوروي او له دغه هېواده یې وباسي
افغان کډوال وایي چې پاکستاني ځواکونه یې د استوګنې د قانوني اسنادو له لرلو سره- سره ځوروي او له دغه هېواده یې وباسي

د تېر ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته د پاکستان موقت حکومت د کډوالو د ایستلو بهیر پيل کړ او ویې ویل چې یو میلیون او اوه لکه افغان کډوال چې اسناد نه لري له خپلې خاورې باسي.

امریکا تر دې خبرداري ورسته د کوم افغانانو لپاره چې دغه هیواد کې د بیا مېشتېدنې کېسونه لري د خوندیتابه لیکونه ولېږل او دغه شان یې د واټساپ یوه بېړنۍ شمېره هم اعلان کړه چې د اړتیا پر مهال ورسره اړیکه ونیول شي.

د کډوالۍ نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل وروستي ګډ راپور کې چې د دسمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه یې خپور کړی ويلي چې د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ډسمبر تر ۲۳مې پورې له پاکستان څخه څه باندې ۴۸۳زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

راپور: ثنا کاکړ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG