د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي افغانان: مسلکي زده کړې لرو، کار غواړو


له پاکستانه یو شمېر ستانه شوي افغانان
له پاکستانه یو شمېر ستانه شوي افغانان

افغانستان ته له پاکستانه تازه ستانه شوي افغانان له بې کارۍ او له دې امله له ګڼو نورو ستونزو شکایت لري.

يو شمېر دوی چې په تېرو دوو مياشتو کې له پاکستان راستانه شوي دي او په‌کې د لوړو زده‌کړو خاوندان او د بېلابېلو مسلکونو لرونکي کسان هم شامل دي وايي، د کورنيو مسؤليت ور ترغاړې دی، خو تر اوسه بې کاره دي.

عبدالقادر ادبيار چې د راستنو شويو کډوالو له ډلې دی او په کابل کې مېشت شوی وايي، په اقتصاد کې لېسانس لري، خو تر اوسه د دندې په موندلو نه‌دی بريالی شوی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

" ما په کراچۍ کې اقتصاد کې تر لېسانس زده‌کړې کړي دي، اوس‌مهال افغانستان ته راغلی يم او هيڅ دنده نه‌لرم، له حکومت مو غوښتنه ده چې وړ کسان ته مناسبو ادارو کې پر دندو وګماري."

همېشه ګل شينواری چې د ننګرهار ولايت اوسېدونکی دی، وايي د ديني زده‌کړو ترڅنګ يې موټرچلونه مسلک دی، خو تر دوو مياشتو ډېر وخت وشو چې له پاکستانه راغلی او بې‌کاره دی.

هغه وایي:

"موږ راغلي يو، دا دی تر دوو مياشتو ډېر وخت وشو، تر اوسه مو هيڅ کار نه‌دی کړی، دياړي ته ووځو هغه هم نه‌شته، دا اوس زه يوولس سره کورنۍ لرم، چې راغلي يو هيڅ مزدوري مو نه‌ده کړې، بايد زموږ د کډوالو يو غم وخوړل شي."

دغه شان عبدالرحيم چې د کاپيسا اوسېدونکی دی او له پاکستانه د تازه راستانه شويو کډوالو له ډلې دی، هم له بې‌کارۍ شکايت کوي.

عبدالرحیم ازادي راډیو ته وویل:

"کار نه‌شته دی، دا يوه نيمه مياشت مو وشوه، راغلي يو پراته يو. تورخم کې چې يې څه راکړي وو، په هغو مو يو څو ورځې تېرې کړې، اوس مو شاړ کنډر کې اړولي دي، ځای مو هم نه‌شته، دلته پراته يو، نه کار شته، نو څه به وکړو. سړی راشي کار ولري ښه وي."

هېواد ته تازه ستانه شوي افغان کډوال له بېلابېلو ستونزو شکایت لري
هېواد ته تازه ستانه شوي افغان کډوال له بېلابېلو ستونزو شکایت لري

دا چې د طالبانو حکومت راستنېدونکو کډوالو د کار موندنې په برخه کې تر اوسه څه کړي دي، وموغوښتل په‌دې اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو، خو د دوی د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وياند عبدالمطلب حقاني او دغه شان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند سميع‌الله ابراهيمي د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزيون تېره يک‌شنبه پر خپله ايکس‌پاڼه په يو خپور کړي راپور کې وويل، تورخم کې د کډوالو پنډغالي کې د کارموندنې کمېټې تر اوسه ۲۲زره کسان تثبیت کړي دي او د طالبانو حکومت ورته د دندو موندلو په لټه کې دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې لا هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ روانه ده او هره ورځ له بېلابېلو لارو سلګونه افغانې کورنۍ راستنيږي.

تازه تېره جمعه د ملګروملتونو د کډوالۍ نړيوال سازمان (يو‌ان‌اچ‌سي‌ار) پر خپله وېب‌پاڼه د يو راپور په خپرولو سره ويلي، د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۵مې را په دې خوا افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو مجموعې شمېر ۴۹۳،۳۰۰ ته رسیږي.

په راپور کې راغلي، تمه کېږي چې د ۲۰۲۴ کال د جولای تر میاشتې پورې نږدې ۷۲۰,۰۰۰ بې‌اسناده کډوال او ۵۰,۰۰۰ (PoR) کارت لرونکي کډوال په سرحدي نقطو کې ملاتړ ته اړتیا ولري.

په راپور کې وړاندې ويل شوي، د يادو کډوالو ځوابي ملاتړ لپاره (یو‌ان‌اچ‌سي‌آر) د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې ۴۳.۴۸ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG