د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

پاکستان نه یو شمېر ستانه شوي افغانان: تذکرو ته اړتیا لرو خو د اخیستو پیسې یې نشته


له ارشیفه د الکترونیکي تذکرې تصویر
له ارشیفه د الکترونیکي تذکرې تصویر

په‌داسې حال کې چې له پاکستان څخه لا هم د کډوالو د راستنېدو لړۍ روانه ده، د نورو ستونزو ترڅنګ ډېر راستانه شوي کډوال وايي چې د تابعیت تذکرې نه‌لري.

محبت علي په پلازمېنه کابل کې استوګن شوی په دې اړه وایي:

" موږ کور کې ټول ۱۹ کسان يو، زموږ يوازې پلار تذکره درلوده، هغه هم ترې ورکه شوې ده، نور هيڅوک تذکرې نه‌لرو، نه برېښنايي تذکرې لرو او نه هم کاغذي."

نوموړی وايي، د تذکرو د اخیستلو ځای ځايګی هم نه‌دی ور معلوم او په‌دې برخه کې هيڅ پوهاوی ورته نه‌دی شوی.

ميرعالم چې له پاکستانه له راستنېدنې وروسته په ننګرهار ولايت کې مېشت شوی وايي، د تذکرو اخیستل دوی ته ډېر اړین دي، ځکه په خبره یې په هره برخه کې ورته اړتیا ده، خو زیاتوي چې اقتصاد یې کمزوری دی او نه‌شي کولای چې ورته ټاکلې بیه پرې کړي.

"ما خپله هغه بله ورځ اولادونه بيولي وو ښوونځي ته، هلته يې ترې تذکرې غوښتلې، يوه تذکره باندې ټول ۷۰۰افغانۍ لګښت راځي. دا خو مشکله ده، په‌دې برخه کې بايد اسلامي امارت کډوالو سره همکاري وکړي، ډېری کډوال تذکرې نه‌لري."

ادم خان هم چې تر راستنېدنې وروسته کندز ولایت کې مېشت شوی ورته خبره کوي او وایي:

"په کور کې موږ له ماشومانو سره ټول اته نفره يوو، يو زه تذکره لرم، بل هيڅوک يې نه‌لري. چې د کرايه کور نيسو هم تذکرې راڅخه غواړي، معلومات راڅخه غواړي، که اوس يې موږ جوړوو هم يې وس نه‌لرو، پيسې نه‌شته چې څه پيسې مو درلودې هغه مو تر دې مياشتې پورې وخوړې."

دا چې راستانه شويو کډوالو ته د نورو خدمتونو ترڅنګ د تذکرو د ورکړې سيستم څه ډول دی او تر اوسه پورې په څومره شمېر کډوالو تذکرې اخيستي دي، وموغوښتل په‌دې اړه د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د احصايي د ملي ادارې د مسوولينو نظر ولرو، خو وياند يې محمد حليم رفيع په‌دې اړه ازادي راډیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

له پاکستانه خپل هېواد ته یو شمېر ستانه شوي افغانان: د تذکرو نشتوالي ګڼو ستونزو سره مخ کړي یوو
له پاکستانه خپل هېواد ته یو شمېر ستانه شوي افغانان: د تذکرو نشتوالي ګڼو ستونزو سره مخ کړي یوو

وروسته له هغه چې د پاکستان لنډمهالي حکومت له دغه هېواد د ۱.۷ ميليون بې‌اسناده افغانانو د ايستلو پرېکړه وکړه، د راپورونو له مخې هره ورځ په سلګونه او زرګونه افغانان خپل هېواد ته ستنيږي.

د کډوالۍ نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل وروستي ګډ راپور کې چې د دسمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه یې خپور کړی ويلي، تر اوسه له پاکستان څخه څه باندې ۴۸۳زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو تر کنترول لاندې باختر اژانس، بیا تېره ورځ ناوخته پر خپله ايکس‌پاڼه ليکلي چې یوازې د جمعې به ورځ د تورخم له لارې ۶۸، د پکتيکا انګور اډې له لارې دوه او د سپين بولدک له لارې ۴۰ کورنۍ له پاکستان څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.

د یادونې ده چې مخکې تر دې یو شمېر راستنو شویو کډوالو ازادي راډيو سره خبرو کې د سرپناه د نه‌شتون او لومړنيو اسانتياو ته د نه‌ لاس‌رسي په اړه شکايتونه کړي وو.

خو د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسؤلينو تل ادعا کړې چې راستانه شويو کډوالو ته يې ټول خدمتونه په خپل وخت رسولي او تازه راستنېدونکو ته هم دوی بشپړ چمتووالی لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG