د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د دوی پر وړاندې د امنیتي پېښو له زیاتوالي اندېښمن دي


په کراچۍ کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د کورونو له پلټلو یو انځور
په کراچۍ کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د کورونو له پلټلو یو انځور

په پاکستان کې مېشت افغان کډاوال وايي، د دوى پر وړاندې امنىتي پېښې ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دي، خو دوى نه شي کولى د امنيتي پېښو اړوند پوليسو ته خبر ورکړي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، په دې ورورستيو کې په ياد هېواد کې د دوى پر وړاندې امنيتي پېښې ډېرې شوي او له دې امله سخت په اندېښه کې دي.

دوی زياتوي، خو له دې سره سره د دغو پېښو د راپور په پولیسو ته له ورتګ ډډه کوي، ځکه په ټکو یې دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او وېرېږي چې د دې خبرې په ډاګه کېدو له یاد هېواد ونه ایستل شي.

پرون هم د پاکستان د پنجاب ایالت په راولپنډۍ کې نامعلومو وسله‌والو دوه افغان کډوالې ښځې په چړو وهلي دي.

تراوسه پورې لا د پېښې انګېزه نه ده معلومه، خو د دې مېرمنو څخه د يوې خاوند دا موضوع ازادي راديو ته تاييد کړې او ويلي يې دي، د دې لپاره چې په پاکستان کې قانوني اسناد نه لري نه شي کولى د دې موضوع په تړاو پوليسو ته خبر ورکړي.

هغه ازادي راډيو ته زياته کړه: "نه پوهېږو څوک وو، زما مېرمن او يوه بله ښځه چې ورسره وه او زمونږ په کور کې ژوند کوي بيرون وتلې وې او خلک راغلل په موټرسايکل سپاره او زما ښځه او ورسره بله مېرمن يې په چړو وهلي، درې چړې يې هغه خور وهلې وه او دوه چاړې یې زما ښځه وهلې او مونږ امنيتي ارګانونو ته هم لاړو نه خو د دې لپاره چې پاسپورټ نه لرو پوليسو ته لاړو نه، ځکه بيا پوليسو راته او پوښتنې کولې او د کور صاحب هم له کوره شړلو په دې يخ ژمي کې به چېرته تلو."

ارشیف
ارشیف

نوموړى وايي چې د يادو مېرمنو روغتيايي حالت اوس د اندېښنې وړ نه دى.

دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې مخکې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې یو افغان کډوال د غلو له لوري په ډزو ووژل شو.

پر دې سربېره تېره میاشت کې هم د کراچۍ په ښار کې یو افغان وګړی په ډزو ووژل شو او د هغه پاکستانۍ مېرمن سخته ټپي شوې وه.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال او د فلاح ادارې بنسټ ايښودونکى عتيق الله منصور هم آزادي راډيو سره په خبرو کې د افغان کډوالو په وړاندې د امنیتي پېښو ېیاتېدل تاییدوي.

څو ځلې ماته خپله مشکوک افراد مخې ته راغلي او ويلي يې دي چې دغه کس دی؟

هغه وویل: "په پاکستان کې ډېرى افغانان له امنيتي ستونزو سره مخ دي په خصوص زمونږ خويندې له دوى نه مبايلونه او دسکولونه تښتول کېږي او افغانان هم ځان کې دا جرئت نه وينې چې ټانو ته لار شي ځکه دوى اسناد نه لري او که خپل کېسونه درج کړي بيا په وار وار پوليس د دوى کور ته او او دا د دوى ستونزې لا ډېروي. څو ځلې ماته خپله مشکوک افراد مخې ته راغلي او ويلي يې دي چې دغه کس دی؟ زوى مې هم راسره وو او ويل به يې چې پلاره دا کسان څوک دي بيا خلکو راته ويل چې لاړ شٸ کور ته."

په پاکستان کې بله مېشته افغانه کډواله چې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پوځي کارکوونکې ده او نه غواړي، چې نوم يې په دې راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته د ورته ستونزو په اړه وويل: "يو کال کېږي چې له افغانستانه پاکستان ته راغلې يم اسناد نه لرم که مونږ ته کوم مشکل پېښ شي که څوک مو ټيکري کش کړي کومه بده خبر وکړي دسکول مو کش کړي مونږ نه شو کولى چې پوليسو ته ورشو ځکه پوليس وايي، غير قانوني يئ او ډيپورټ وي مو. زه پخوانۍ پوځي يم بې سرپرسته يم له وېرې سفارتونو او دفترونو ته نه شو تللی، تعقيب کېږو هېڅ نه پوهېږو چې زمونږ افغانانو ګناه څه ده."

ياد کډوال داسې مهال په پاکستان کې د امنيتي نه خونديتوب خبره کوي چې په د ٢٠٢١م کال په اګسټ مياشت کې پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان په افغانستان کې د امنيتي ګواښونو، نورو هېوادونو د تګ او یو شمېر هم د دوی په ټکو د خپلو لوڼو د تعلیم د دوام لپاره ګاونډي هېوادونو په ځانګړي توګه پاکستان ته کډوال شول، خو د پاکستان سرپرست حکومت د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې اعلان وکړ چې بې اسناده افغان کډوال له خپل هېواد باسي.

د پاکستان دولتي راډیو د جنوري په اوومه وویل چې له دې هېواد څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او د ۲۰۲۳ م کال له نومبر څخه د روانې جنوري میاشتې تر اوومې نېټې شاوخوا ۴۶۰ زره تنه افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG