د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

د بهرنیو مرستو کمېدل او د طالبانو محدودیتونه؛ د افغانستان روغتیايي سکټور له خطر سره مخ وبلل شو


ارشیف: د ارزګان د ولایتي روغتون یوه څنډه
ارشیف: د ارزګان د ولایتي روغتون یوه څنډه

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د افغانستان روغتیايي سکټور سره د بهرنیو مرستو کمي او په نجونو او ښځو د طالبانو جدي محدودیتونه، د میلیونونو افغانانو روغتیا له خطر سره مخ کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د دوشنبې په ورځ "د افغانستان د روغتیا او درملنې ناورین، د راتلونکې لپاره د وړاندوینې وړ بحران" تر عنوان لاندې یو راپور کې په افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې یاد کړې دي.

دا سازمان وايي، د افغانستان روغتیايي سکټور سره د بهرنیو مرستو کمي او په نجونو او ښځو د طالبانو جدي محدودیتونه، د میلیونونو افغانانو روغتیا له خطر سره مخ کړې ده.

دې سازمان زیاته کړې، روغتیايي ناورین په پراخه کچه د خوارځواکۍ او سختو ناروغیو په برخه کې خلک اغېزمن کړی دی.

د دې ۳۸ مخیز راپور په دوام لیکل شوي چې څه ډول د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته، یعنې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان اقتصادي سقوط د دې هېواد روغتیايي بنسټونو ته جدي زیان رسولی دی او د مرسته کوونکو له‌خوا په بشري برخه کې د مرستو د کمي د پرېکړې له امله، روغتیايي اسانتیاو ته لاس‌رسی کمزوری، اقتصاد او د خوراکي نه خوندیتوب او بې‌ثباتي لا زیاته شوې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان ويلي، د طالبانو سیاست او نامناسبو کړنو دا ناورین لا زیات کړی او د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز به د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د روزنې د دوام مخه ډب او په راتلونکي کې به په دې برخه کې کمښت یقیني کړي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشتې عباسي په دې راپور کې ویلي، د بهرنیو پراختیايي مرستو بندېدل او د طالبانو له‌خوا د ښځو د حقونو نقض د افغانستان په روغتیايي سکټور کې د یوې سترې فاجعې لامل شوی چې په نا متناسب ډول افغان نجونو او ښځو ته زیان رسوي.

دې سازمان د دوحې د ناستې له ګډو‌ن‌والو چې تمه ده د دې میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه د ملګرو ملتونو په مشرۍ وشي غوښتي چې د طالبانو په مشرانو فشار راوړي چې په افغان نجونو او ښځو محدودیتونه چې روغتیايي برخې ته د افغانانو لاسرسی محدودوي له دې ډلې د نجونو او ښځو په زده‌‌‌کړو او کار محدودیت لېرې کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغانان هم روغتیايي اسانتیاوو د لاسرسي په برخې له شته ستونزو شکایت کوي.

د تخار د کلفګان ولسوالۍ یوه اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "هغه مېرمنې چې دلته امیندواره وي، روغتیايي اسانتیاوو لکه ډاکتر او درملو ته ډېر کم لاسرسی لري، موږ مجبور یوو چې د خپلو روغتیايي ستونزو د حل لپاره مرکز ته ولاړ شوو چې نږدې څلور ساعته لېری دی. تر هغه ځایه تلو پورې مو ستونزه نوره هم ډېرېږي."

د هرات ولایت اوسېدونکی خلیل سعیدي بیا وايي، ۱۲ کلن زوی یې چې نږدې کال وړاندې د ماین په چاودنه کې ټپي شوي وو، تر اوسه یې درملنه‌ نه‌ده شوې.

سعیدي وویل: "پر دې زوی مې ماین چاودلی او ټول بدن یې سوری سوری دی. ډ‌اکتر چې ولاړو هغه ویل، یا یې هند یا هم ایران ته یوسۍ. دولتي او خصوصي روغتون ته مو چې یوړ یوازې یې یو ډول معاینه وکړه او نور یې ویل ټول درمل یې په پیسو واخلۍ."

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت تر اوسه د بشري حقونو د څار سازمان د راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو نږدې دوه اوونۍ وړاندې د دې وزارت سرپرست قلندر عباد یوې غونډې ته بې له دې چې د کوم بنسټ نوم واخلي په افغانستان کې د روغتیايي ستونزو په اړه د نړیوالو بنسټونو راپورونه رد کړل او دا یې د طالبانو د حکومت پر ضد تبلیغات وبلل.

دا په داسې حال کې ده چې یونېسف نږدې ۱۵ وړاندې وویل، په افغانستان کې ۹،۵ میلیونه وګړي داسې ځایونو کې اوسي چې روغتیايي امکاناتو او اسانتیاوو ته لاسرسی نه‌لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG