د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

د افغان ښځو لپاره د پوهنتونونو شبکه جوړه شوه


ارشیف: افغان نجونې زده کوونکې
ارشیف: افغان نجونې زده کوونکې

د افغان-امريکا د ښځو شورا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا له زده کړو بې برخې شويو ښځو او نجونو سره د مرستې لپاره "د افغان ښځو لپاره د پوهنتونونو شبکه" جوړه کړه.

له هغو زرګونو ښځو او نجونو د ملاتړ په دوام چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا له زده کړو منع شوي، د افغان-امریکا ښځو شورا د "افغان ښځو لپاره د پوهنتونونو شبکه" جوړه کړه.

دغه شورا چې په واشنګټن کې ده او مشري یې د جورج ټاون پوهنتون رییسه او د ښځو په نړيوالو مسايلو کې د امریکا سفیره کوي، د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د افغان ښځو لپاره د پوهنتونونو د شبکې تمرکز له هغو افغان ښځو او نجونو په ملاتړ دی چې په نړۍ کې تر ټولو ناوړه تبعیض سره مخ دي.

د "افغان ښځو لپاره د پوهنتونونو شبکه" د امریکا د متحده ایالاتو او له دې هاخوا د ۱۱پوهنتونونو او کالجونو ایتلاف، دى چې د افغانستان امریکایی پوهنتون سره په همکارۍ جوړه شوې.

د افغان-امريکا ښځو شورا له خوا د خپرو شويـو معلوماتو له مخې، د افغان ښځو او نجونو له بنسټيزو حقونو څخه د ملاتړ ترڅنګ، هغوى ته په افغانستان کې په انلاين ډول د پوهنتون درسونه د انګليسي ژبې زدکړه په افغانستان او درېيمو هېوادونو کې انلاين روغتيايي زده کړې، اقتصادي پياوړتيا او د مدني رهبرۍ نور داسې فرصتونه چې د زدکړو بديل وي، تحصيلي بورسيې او محصلينو ته د زدکړو لګښتونه برابروي.

د افغان-امريکا د ښځو شورا مرستيالې فليس مګراب د پوهنتونونو د دغه ايتلاف د غړو په غونډه کې چې د روان کال د فبرورۍ په اتمه نېټه جوړه شوې وه، په خپله وينا کې وويل: "د دوی ډېر تمرکز په افغانستان کې پر ښځو او نجونو دی. هغـوى چې له خپلو اساسي بشري حقونو بې برخې دي او د روغتیا او بشري پرمختګ په برخه کې د پام وړ ستونزو سره مخ دي."

دغه ايتلاف له نورو پوهنتونونو غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره دې ورسره يوځاى شي.

یو شمېر نجونې محصلانې چې د طالبانو د حکومت له خوا له زده کړو بې برخې شوي د دغو فرصتونو د رامنځ ته کېدو هرکلی کوي، خو د افغان مېرمنو او نجونو د زده کړو او کار په برخه کې د شته بنديزونو د لیرې کولو او په ټول افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د مساوي فرصتونو د رامنځته کېدو غوښتنه کوي.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د انګلیسي ژبې او ادبیاتو د پوهنځي محصلې راشدې شايق ازادي راډیو ته وویل: "د نړۍ په هر ځای کې چې د افغان نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره وي، باید ترې کار واخیستل شي. موږ د دې کار ستاینه او ملاتړ کوو او د داسې بنسټونو منندوی یو، خو پوښتنه دا ده چې څومره تعلیمي ادارې، څو پوهنتونونه او څو کالجونه باید جوړ شي چې زموږ د نجونو تعلیمي اړتیا پوره کړي."

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.

د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي محصله ارغوان وايي: "موږ ډېر خوښېږو چې ټولو افغان محصلینو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي څو دوی وکولای شي زده کړه وکړي او روښانه راتلونکی ولري او له خپلو بشري حقونو څخه ګټه پورته کړي او د دې تر څنګ وکولای شي په راتلونکي کې د ښې دندې په ترسره کولو سره د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي."

دغې شورا دغه شان لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته شاوخوا ۱۲۵ زره افغانانو په امریکا کې پناه اخيستې.

د طالبانو حکومت د واک تر لاسه کولو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورې له زده کړو، پوهنتون ته له تګ او نورو ډېرو اساسي حقونو منع کړلې او په ډېری دولتي او ټولو نا دولتي ادارو کې يې د کار کولو مخه هم ونيوله.

که څه هم د طالبانو د حکومت دغه اقداماتو او بندیزونو د افغانستان په دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه راپارولي، خو دوی تر اوسه خپلې پرېکړې بېرته نه دي اخیستي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG