د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

د بښنې نړیوال سازمان: د طالبانو حکومت دې د زده کړو دوه بندي کړي فعالان خوشې کړي


له ارشیفه د یو شمېر افغان نجونو تصویر، طالبان اوس دوې د زده کړو دوام ته نه پریږدي
له ارشیفه د یو شمېر افغان نجونو تصویر، طالبان اوس دوې د زده کړو دوام ته نه پریږدي

د بښنې نړیوال سازمان، د طالبانو حکومت د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق ته په یوه لیک کې له هغه غوښتي چې د زده کړو دوه فعالان احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۷ په کابل کې نیول شوي وو، خوشې کړي.

په دغه لیک کې چې د جمعې په ورځ ناوخته خپور شو، ویل شوي چې دغه دوه کسان د روباټیکو نجونو له ډلې سره په تېښته کې د مرستې او د لاریونونو د تنظیمولو په تور نیول شوي او بندیان دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د دغو فعالانو کورنیو پر دوی لګېدلي تورونه رد کړي دي.

په دغه لیک کې ویل شوي چې د زده کړو د برخې دغه دوه فعالان د طالبانو د استخباراتو په ۰۴۰ ریاست کې له ۷۲ ورځو بند او د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر میاشت کې له محکمې وروسته، پرته له دې چې جرم یې ثابت شي، د پلچرخي زندان ته ولېږدول شول.

د بښنې نړیوال سازمان ادعا کړې چې دغه فعالان په زندانونو کې شکنجه شوي او له عادلانه محاکمې او خپلو له بشري حقونو بې برخې دي.

د طالبانو حکومت د زده کړو د بېلابېلو فعالانو په بندي کولو تورن شوی
د طالبانو حکومت د زده کړو د بېلابېلو فعالانو په بندي کولو تورن شوی

دغه سازمان د طالبانو له حکومت وغوښتل چې دوی خوشې کړي، نجونو او هلکانو ته د زده کړې حق ورکړي او خپلسري نیول ودروي.

د زده کړو په برخه کې د دغو دوو فعالانو خپلوانو ازادي راډيو ته وویل چې یاد کسان شاوخوا ۱۱۰ ورځې وړاندې د دوی له ښوونیز مرکز څخه ونیول شول او تر اوسه نه دي خوشې شوي.

یو له دوی څخه چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته وويل چې دوی د رضاکارانه فعالیت درلود او کوم جرم یې نه دی کړی.

هغه زیاته کړه:

" د دوی د فعالیت ساحه په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو په برخه کې وه. دوی د نجونو د زده کړې فعالان دي، دوی په نورو برخو کې کار نه کاوه او نه هم د دوی د دفتر موخې او برنامې د نورو برخو په اړه وې. دوی ۲۰ ورځې په انفرادي توقیف ځایونو کې وو د دې لپاره چې دوی خدمت کاوه. بل څه یې نه دي کړي. زموږ هیله دا ده چې دوی خوشې شي. د دوی ځای زندن نه دی، دوی د تقدیر او تحسین وړ دي."

د دغو فعالانو یوه بل خپلوان چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې دا دوه فعالان د پلچرخي په زندان کې دي او وضعیت یې ښه نه دی.

سرچینه زیاتوي:

" دوی هلته دي، صدیق الله ناروغ دی، ساه لنډۍ لري، موږ هڅه وکړه چې هغه روغتون ته بوځو، خو دوی همکاري ونه کړه، د دوی دوسیه روانه ده، موږ د دوی لپاره وکیل هم نیولی، خو محکمې موږ ته تر ننه ورځې څه نه دي ویلي."

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو فعالانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي او د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نکړې.

د زده کړو برخې یو فعال عطاالله ویسا، د مدني ټولنې په ځانګړي توګه د زده کړو برخې د فعالانو د نیولو پر بهیر نیوکه کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دغه ډول نیولو مخه ونیسي.

ښاغلی ویسا وایي:

" د مدني حقونو، بشري حقونو، د ښځو او ځوانانو د فعالانو نیول یو ناوړه او غیر عادلانه عمل دی او دا د بشري حقونو او مدني ټولنې د بنسټیزو حقونو خلاف کار دی او د توجیه وړ نه دی. موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د فشارونو پر بنسټ د دغو نیولو مخه ونیسي."

مطیع الله ویسا هم د زده کړو یو فعال و چې څو میاشتې طالبانو د همدغو فعالیتونو له امله بندي کړی و
مطیع الله ویسا هم د زده کړو یو فعال و چې څو میاشتې طالبانو د همدغو فعالیتونو له امله بندي کړی و

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې د زده کړو د برخې د فعالانو تر څنګ لسګونه بېلابېل فعالان د نظام د تخریبولو په شمول په بېلابېلو تورونو نیولي وو چې د مطیع الله ویسا په ګډون یو شمېر یې د ملي او نړیوالو غوښتنو او د تضمین په ورکولو خوشي شول او ځینې نور یې لاهم په زندان کې دي.

د زده کړې دغه فعالان په داسې حال کې په زندان کې دي چې افغانستان یوازېنی هېواد دی چې ښځې او نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته زده کړو ته لاسرسی نه لري او دغه بندیز د نړیوالو غبرګونونو ترڅنګ په افغانستان کې دننه هم د بېلابېلو قشرونو او فعالانو له اعتراضونو سره مخ شوی دی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG