د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو د استخباراتو رییس ته اعتراضي لیک لیکلی


د طالبانو د کړنو خلاف د یو شمېر ښځو اعتراض - تصویر له ارشیفه
د طالبانو د کړنو خلاف د یو شمېر ښځو اعتراض - تصویر له ارشیفه

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د بشري حقونو فعاله منیژه صدیقي چې له طالبانو سره زنداني ده؛ روغتیايي وضعیت یې ښه نه‌دی او طبي اسانتیاوو ته هم لا‌س‌رسي نه‌لري.

دې سازمان د طالبانو حکومت د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق ته په یوه لیک چې پرون یې خپور کړی لیکلي، منیژه صدیقي شکنجې او ناوړه چلند سره مخ ده او ترڅنګ یې؛ خپلې کورنۍ او مدافع وکیل ته د لاس‌رسي حق نه‌لري.

په دې لیک کې د طالبانو حکومت د استخباراتو له رییس غوښتل شوي چې د ښځو د حقونو یاده فعاله هر څه ژر بې له کوم قید و شرطه له بنده خوشې کړي او د کورنۍ په ګډون مدافع وکیل ته د لاس‌رسي حق ورکړي.

په همدې حال کې د منیژې صدیقي یوه همکاره او د افغانستان د معترضو ښځو د خودجوشه خوځښت غړې لیلا بسیم ازادي راډیو ته وویل، هغه په ښه حال کې نه‌ده.

هغه زیاتوي:

"د منیژې ګناه یوازې له جنسیتي اپارتاید، د طالبانو د غلطو سیاستونو او د خپلو انساني حقونو لپاره مبارزه وه. هغه اوس په دې ساړه ژمي کې د څرخي پله زندان تر تورو تمبو شا ته ده. "

اغلې بسیم مني چې د منیژې صدیقي کورنۍ ته له هغې سره د لیدنې اجازه تر اوسه هم نه‌ده ورکړل شوې.

منیژه صدیقي یوه له هغو معترضو مېرمنو ده چې په افغان نجونو او ښځو یې د طالبانو د بندیزونو په غبرګون کې لاریونونو او اعتراضونو کې ونډه درلوده. هغه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۹مه په خپل‌سري ډول ونیول شوه او د بښنې نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، داسې مهال چې د هیڅ جرم تور پرې نه‌دی لګول شوی؛ د ډسمبر په ۵مه د څرخي پله زندان ته لېږدول شوې ده.

وېل کیږي چې منیژه صدیقي پلچرخي زندان ته لېږدول شوې ده
وېل کیږي چې منیژه صدیقي پلچرخي زندان ته لېږدول شوې ده

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه او له دې وړاندې یې هم د معترضو ښځو د نیول کېدو او زنداني کېدو په اړه هیڅ ډول معلومات رسنیو سره شریک کړي نه‌دي.

خو د بښنې نړیوال سازمان بیا وايي، له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي؛ د خپل سخت دریځه سیاست په پایله کې معترضې ښځې په زور او خپل‌سري ډول نیولي، زنداني کړي، شکنجه کړي، غیر انساني او له سپکاوي ډک چلند یې ورسره کړی دی.

دې سازمان دا هم ویلي چې طالبانو په پراخه کچه د نجونو او ښځو بشري حقوق نقض کړي، د دوی د سیاسي مشارکت مخه یې نیولي او په ټولنیز ژوند کې یې هغوی له ګډون منع کړي دي. هغه عمل چې امنسټي انټرنشنل یې د بیان ازادۍ، سوله‌ییزو غونډو او د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بولي.

دا په داسې حال کې ده پرون یوناما د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه راپور کې ولیکل چې د طالبانو په زندانونو کې د بشري حقونو د ۱۶۰۰ سرغړونو نیمایي یې له بندیانو سره د شکنجې او نورو ظالمانه او له سپکاوي د ډ‌ک چلند په اړه دي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوه اعلامیه کې دا راپور نا سم وباله.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG