د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

د ملاهبت‌الله وروستۍ ادعا د فعالانو او عیني شاهدانو له ویناوو سره په ټکر کې وبلل شوه


ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په میاشت کې په ټول افغانستان کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په میاشت کې په ټول افغانستان کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

اینډیپینډینټ:

اینډیپینډینټ د طالبانو د مشر د تازه خپاره شوي پيغام په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دا برتانوي ورځپاڼه لیکي چې هبت الله اخندزاده په دې نادره پيغام کې ادعا کړې چې د افغان نجونو او مېرمنو حقوق تر تېر حکومت ډېر خوندي شوي دي.

اینډیپینډینټ لیکي چې د طالبانو د مشر دا ادعا چې د دوی رژيم اجازه نه ورکوي چې ښځې او کونډې په زور واده شي له هغو ویناوو سره په ټکر ده چې ښځینه فعالانې او عیني شاهدان یې په افغانستان کې کوي.

ورځپاڼې د یو شمېر افغان ښځینه فعالانو خبرې رااخیستې دي او د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د برخې د مسوولې هیدر بار خبرې یې اقتباس کړې دي چې وایي، موږ باید د طالبانو کړنو ته وګورو نه د دوی خبرو ته او موږ ګورو چې د ښځو د حقونو په برخه کې دوی بیا بیا رښتیا نه وایي.

ورځپاڼې وړاندې د هبت الله اخندزاده د پنجشنبې د ورځې د وینا دا برخه اقتباس کړې چې وایي، سبا به موږ حدود پلي کوو او مېرمنې به هم په عام محضر کې سنګسارېږي، سبا به موږ له شرعي قانون سره سم خلک په عام محضر کې په درو وهو چې دا ټول اعمال له ډیموکراسۍ سره په ټکر کې دي، نو د دې هر عمل د تطبیق لپاره باید مبارزه وشي.

فوربس:

د لوېدیځ بلې چاپي خپرونې فوربس بیا د هغو ښځو او ماشومانو په ارتباط مقاله خپره کړې چې درې میاشتې مخکې په هرات کې زلزلو اغېزمن کړي دي.

دا امریکایۍ مجله لیکي، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یونېسف هڅه کوي چې د هغو مېرمنو او ماشومانو غم وخوري چې د هرات د زلزلو له امله اغېزمن شوي دي.

په هرات کې د اکټوبر په میاشت کې د زلزلو له امله تر زرو ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړ چې اکثر یې مېرمنې او ماشومان وو.

فوربس وړاندې لیکي چې دې زلزلو تر ۳۱زرو ډېر کورونه یا یومخ له خاورو سره خاورې کړل یا یې سخت زیانمن کړل او د اکثرو زلزله ځپلیو څاروي مړه شوي او کروندې یې ویجاړې شوې دي.

د فوربس مجلې په دې مقاله کې راغلي چې د هرات د زلزلو له کبله ځپل شوې ګڼ کسان تر اوسه په خېمو کې ژوند کوي او ځینې یې لا هم سرپناه نه لري.

فوربس مجلې په افغانستان کې د یونېسف د استازي فران ایکویزا خبرې رااخیستي چې وایي، ماشومان تر اوسه د زلزلو له اغېزو نه دې راوتلي، هغه ښوونځي او روغتیایي مرکزونه چې ماشومان به ورتلل نړېدلې دي یا نه دې رغېدلي.

ایکویزا زیاتوي چې د ژمي دا یخه هوا د دغو ماشومانو او د هغوی د کورنیو د غړیو ژوند ګواښي.

یونېسف له دغو کورنیو سره تراوسه د روغتیا په برخه کې څه مرستې کړې دي او ماشومانو ته یې ۶۱ مرکزونه جوړ کړي چې هلته ابتدایي زده کړې وکړي.

خو د فوربس مجلې په باور لا هم له دې زلزلو څخه اغېزمن کسان په دې ساړه ژمي کې ډېرو مرستو ته ضرورت لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG