د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

رسنۍ: د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دې طالبان وهڅوي چې نجونې زده کړو ته پرېږدي


ارشیف: په افغانستان کې د نجونو یو ښوونځی چې د طالبانو په امر په کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کړې نه شي کولی.
ارشیف: په افغانستان کې د نجونو یو ښوونځی چې د طالبانو په امر په کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کړې نه شي کولی.

ډیپلومات کریر:

ډیپلومات کریر خپرونې په افغانستان د رسمي معارف د حق پر نشتوالي لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په پیل کې راغلي، د ۲۰۲۳ په ډسمبر کې نړۍ د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۷۵مه کالیزه ونمانځله.

ملګرو ملتونو په ځلونو خپلو غړیو هېوادونو ته وریاده کړې چې دې مهمې اعلامیې ته ژمن پاتې شي.

دا اعلامیه د مسلمانو هېوادونو په شمول د بېلابېلو کلتورونو او دینونو لرونکو هېوادونو لاسلیک کړې ده.

د دې اعلامیې په ۲۶ ماده کې تعلیم د انسانانو ابتدايي حق بلل شوی دی.

اعلامیه وايي، هر څوک د زده کړو حق لري، لږترلږه ابتدايي زده کړې باید ټولو ته وړیا وي، لومړنۍ زده کړې باید الزامي وي، مسلکي او تخنیکي زده کړې باید ټولو ته مهیا وي او د لوړو زده کړو فرصت باید ټولو ته د وړتیا پر اساس په برابر ډول موجود وي.

ډیپلومات کریر وايي، افغانستان یو له هغو له لومړنیو هېوادونو څخه دی چې رسماً یې د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړی.

دا هېواد د ۱۹۴۶ د نومبر په ۱۹ مه رسماً د ملګرو ملتونو غړی شو او د دغه هېواد ټولو په رسمیت پېژندل شویو او مشروع حکومتونو د بشري حقونو ټولې موافقې او تړونونه تصویب کړي، خو د طالبانو حکومت له نجونو څخه دا حق اخیستی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې له واک ته رسېدو وروسته په تدریج نجونې له شپږم ټولګي پورته له ټولو زده کړو منع کړې.

ډیپلومات کریر خپرونه وايي، اوس د ملګرو ملتونو د غړیو هېوادونو دنده ده چې د بشري حقونو د معاهدو پر اساس د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو د بندیز له پای ته رسېدو سره مرسته وکړي او هغوی دې ته وهڅوي چې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته پرېږدي.

برمنګم مېل:

د بریتانیا برمنګم مېل ورځپاڼې له داعش سره د همکارۍ په تور د یوې برتانوۍ ښځې د نیول کېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې ویل شوي چې د ستارتفورډ یوه ۳۴ کلنه اوسېدونکې په دې تورنه شوې چې غوښتل یې په افغانستان کې له داعش سره د یوځای کېدو لپاره دغه هېواد ته لاړه شي.

دا ښځه په تروریستي فعالیتونو کې د برخې اخیستو په دوو قضیو کې تورنه پېژندل شوې ده.

XS
SM
MD
LG