د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

طالبانو د هغو بزګرو نيول پيل کړي چې د کوکنارو کښت ته دوام ورکوي


ارشیف: په افغانستان کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په افغانستان کې د کوکنارو کروندې

د طالبانو حکومت د هغو بزګرو د نيولو لړۍ پيل کړې چې د دوی د مشر د فرمان خلاف د کوکنارو کښت ته دوام ورکوي.

د افغانستان په ګرمسيرو یا تودو سيمو کې د کوکنارو د کښت د نوي فصل په رارسېدو سره د طالبانو حکومت د هغو بزګرو او ځمکه‌والو د نیولو لړۍ پيل کړې چې د دوی د مشر د فرمان خلاف د کوکنارو کښت ته دوام ورکوي.

د افغانستان په ختيځ کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي وايي چې دوی مخکې لا د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه بزګرو ته خبر ورکړی او اوس چې چا کوکنار کرلي هغوی نيول کېږي او زندان ته استول کېږي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند مولوي عبدالبصير زابلی وايي چې نيول شویو خلکو د دوی د مشر له فرمان څخه سرغړونه کړې وه.

هغه وویل: "د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې منسوبينو هغه لس تنه نيولي چې کوکنار يې کرلي وو. له بلې خوا د پچيراګرام ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ هم شپږ تنه نيولي چې دوی هم هر یوه جلا جلا په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي وو او کوکنار يې ويجاړ شوي دي. دوی هغه کسان نيولي چې د اميرالمومنین له فرمان څخه يې سرغړونه کړې وه."

د طالبانو د حکومت سترې محکمې سږکال د مېزان په مياشت کې د متحدالمال په نوم یو فرمان خپور کړ چې یوولس موضوعات لري او لومړۍ موضوع يې د هغو خلکو لپاره د جزا بحث دی چې کوکنار کري.

د دې متحدالمال پر بنسټ، هر څوک چې تر نیم جریب لږ ځمکه کې کوکنار یا بنګ وکري د شپږو مياشتو لپاره زنداني کېږي او هغه څوک چې په نیم جریب ځمکه کې کوکنار یا بنګ وکري سزا يې نهه مياشتې زنداني کېدل دي او هغه څوک چې په یوه جریب یا تر یوه جريب ډېره ځمکه کې کوکنار وکري د یوه کال بند سزا ورکول کېږي.

دا حکم د طالبانو د حکومت د ټولو محکمو لپاره د عملي کېدو وړ دی.

د یادونې وړ ده چې په دې فرمان کې بزګر، ځمکه وال او د کښت شریک درې دواړه شامل دي.

مدني فعالان د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو د تولید منع کولو هرکلی کوي، خو دا هم ورسره زیاتوي چې ډېری بزګران د بېوزلۍ له امله کوکنار کري او مرستو ته اړ دي.

د کندهار د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکی محمدشريف زهیر د طالبانو له حکومت او مرستندویه بهرنیو موسساتو څخه غواړي چې د بزګرو بې‌وزلۍ او د کوکنارو له کښت سره د بزګرو د ژوند تړل کېدو ته په پام سره له بزګرو سره د بديل کښت په برخه کې مرستې وکړي.

زهیر وویل: "د کوکنارو منع کولو ځينې بزګران او ځمکه وال له ستونزو سره مخ کړي دي، ځکه نور کښتونه د کوکنارو په اندازه ښه عاید نه لري، خو که دولت او مرستندویه بهرني موسسات بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړي، د اوبو ویالې جوړې کړې او زراعتي درمل ورکړي، د کوکنارو کښت ته اړتیا نه پيدا کېږي او بزګران خپله هم کوکنار نه کري."

د طالبانو د حکومت د امنیت او تصفيې کميسيون تازه راپور خپور کړی چې پروسږکال د دوی امنيتي ځواکونو دیارلس زره او ۹۰۴ هکټاره ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړي او اته زره او ۲۸۲ نفره يې د نشه يي موادو د تولید او قاچاقو په تور نیولي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG