د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کموالی د دې سبب شوی چې د سيمې په نورو هېوادونو کې کوکنار وکرل شي


له ارشیفه په افغانستان کې د کوکنارو د یوې کروندې تصویر
له ارشیفه په افغانستان کې د کوکنارو د یوې کروندې تصویر

ملګرو ملتونو په ميانمار کې د کوکنارو د کښت په اړه د سروې پايلې اعلان کړې.

د دې سروې له مخې، په افغانستان کې پنځلس کاله پرله پسې ډېر کوکنار کرل کېدل، خو سږکال د لومړي ځل لپاره میانمار په نړۍ کې د تاریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد بلل شوی دی.

د ملګرو ملتونو يوه سروې چې د سټلایټ یا سپوږمکۍ په مرسته ترسره شوې ښيي چې سږکال په میانمار کې په (۴۷) زره او سل هيکټارو ځمکو کې کوکنار کرل شوي او له دې کښت څخه یو زر او (۸۰) ټنه تاریاک ترلاسه شوي دي، په داسې حال کې چې په روان ميلادي کال کې په افغانستان کې يوازې په (۱۰) زرو او اته سوه هيکټارو ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو.

د جنوبي اسيا لپاره د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې استازی جيرمي دوګلاس وايي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له کمولو سره په نړیوالو بازارونو کې د تاریاکو بيې لوړې شوي او په جنوبي اسيا کې د بزګرانو ډېر پام د کوکنارو کښت ته اوښتی دی.

دوګلاس زیاتوي:

" ګرانه ده چې د نشه يي موادو د دوو بازارونو تر منځ اړیکه تصور وکړو، ځکه په تېرو پنځلسو کالو کې نړیوال بازارونه له افغانستان څخه صادر شوو تاریاکو او هيرويينو نيولی دی او برعکس د سرو زرو د سپوږمۍ په شان نشه يي مواد يوازې د سيمې بازارونو ته صادرېږي. موږ اوس په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو په لومړیو پړاوونو کې یو، پايله دا چې د تاریاکو بيې لوړې شوي او د سيمې پر بیو يې هم تاثير کړی دی. "

په میانمار کې د کوکنارو یوه کرونده
په میانمار کې د کوکنارو یوه کرونده

ملګري ملتونه په میانمار کې د کوکنارو د کښت لامل جګړه او نا امني بولي او وايي، میانمار سږکال د تاریاکو له لارې دوه اعشاریه پنځه ميليارډه ډالر ګټلي چې د دې پیسو ډېره برخه د مافيايي ډلو جېبونو ته تللې ده.

د ملګرو ملتونو د تازه راپور پر بنسټ، اوس په نړیوالو بازارونو کې د یوه کيلوګرامو تاریاکو بیه (۳۵۵) امریکايي ډالره ده او د تاریاکو دا ګراني د دې سبب شوې چې د میانمار او جنوبي اسيا نورو هېوادونو بزګران د کوکنارو کښت ته وهڅول شي.

په جنوبي اسيا کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې دفتر مرستیال بيني ډيکټ هوفمن (Benedikt Hofmann) د دې راپور وړاندې کولو پر مهال وويل چې له نړیوالو بازارونو سره د نشه يي موادو اړیکو ته په کتو سره، دا وېره شته چې په راتلونکي کال کې به په جنوبي اسيا کې د کوکنارو کښت څو برابره ډېر شي.

هوفمن وایي:

"په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کمولو او تاریاکو د بیو لوړېدو له امله په میانمار کې بزګران د کوکنارو کښت ته هڅول شوي دي، سږکال په دې هېواد کې د کوکنارو کښت پنځوس زره هيکټاره و، خو زه تعجب نه کوم چې دا اندازه به راتلونکي کال ته ډېره شي. "

کله چې په ۲۰۰۳ ميلادي کال کې په افغانستان کې جګړې ډېرې شوي، په دې هېواد کې د تاریاکو تولید هم ورسره ډېر شو او په تېرو شلو کالو کې افغانستان په نړۍ کې د تاریاکو لوی تولید کوونکی هېواد بلل کېده چې ډېر تاریاک به يې اسټرالیا او اروپايي بازارونو ته قاچاق کېدل، خو اوس ملکرو ملتونو وړاندوېنه کړې چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له کمېدو سره به دا بازارونه په میانمار کې تولید شوي تاریاک ونيسي.

راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG