خبرونه
د ایران مرستیال سفیر د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر سره د نیشه یي توکیو په اړه خبرې کړي
په کابل کې د ایران سفارت خبر ورکړ، چې د سفارت مرستیال حسن مرتضوي د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت له مرستیال عبدالحق اخند سره د مخدر موادو د کښت په اړه خبرې کړې دي.
د ایران سفارت پرون د دې لیدنې کتنې خبر ورکړ، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي.
د طالبانو مشر پروسږکال د یوه فرمان په ترڅ کې د مخدر موادو کښت او قاچاق ممنوع کړل.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت د پام وړ کم شوی دی.
د ځینو راپورونو په استناد، په دغه هېواد کې د کرستال یا متامفتامین په نوم د نشه اي موادو تولید ډېر شوی دی.
داسې اټکل کیږي، چې په ایران کې د دوو او درېیو میلیونو ترمنځ کسان په مخدر موادو روږي وي.
ایران ته تر ډېره له افغانستانه تریاک قاچاقیږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د سوډان پوځ له ياغي ملېشهو د يو کليدي مرکز د بېرته نيولو خبر ورکړی
د سوډان پوځ نن ویلي، چې له یاغي ملېشهو یې د پلازمېنې خرطوم د یوه کلیدي ایالت مرکز بېرته نیولی دی.
دغه ځای له پنځو میاشتو راهیسې د مخالفو ملېشهو په لاس کې و.
د سِنار ایالت مرکز سنجه په روانه ۱۹ میاشتنۍ جګړه کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشهو ترمنځ د جګړې پر مهال سټراتیژیک ارزښت درلود.
دغه ښار پر هغه کلیدي سړک پروت دی، چې د پوځ تر کنټرول لاندې ساحې د مرکزي سوډان له ختیځ سره تړي.
د سوډان پوځ ویلي، سنجه د پوځ په ټکو له تروریستي ملېشهو نیول شوې ده.
د ۲۰۲۳م کال د اپرېل میاشتې پر ۱۵مه د سوډان د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو په نوم ملېشهو تر منځ د جګړې له کبله زرګونه کسان وژل شوي دي.
د امريکا دفاع وزير: واشنګټن په لبنان کې د روان کړکېچ ډیپلوماتیک حل ته ژمن دی
د امریکا د متحدایالتونو دفاع وزیر لوید اسټین وايي، واشنګټن په لبنان کې د روان کړکېچ ډیپلوماتیک حل ته ژمن دی.
هغه په عینحال کې له اسرايیل غوښتنه وکړه، چې په غزه کې د ناوړه وضعیت د ښه کېدو لپاره اقدام وکړي.
د رسنیو راپورونه وايي، ښاغلي اسټین نن شنبه له خپل اسرايیلي سیال ایسرایل ګتځ سره په ټلیفوني مکالمه کې دا څرګندونې وکړې.
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند ویلي، اسټین په دغو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د امریکا متحدایالتونه په لبنان کې ډیپلوماتیکې حل لارې ته ژمن دی.
د ده په وینا په دغو خبرو کې د امریکا دفاع وزیر په غزه کې د بشري وضعیت د بهترۍ لپاره له اسرايیل د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه.
کرکټ؛ په ننګرهار کې د کلبونو په کچه سیالۍ د فقیر وهاب کلب وګټلې
د ننګرهار ولایت په کچه د کلبونو پیل شوې سیالۍ د فقیر وهاب کلب په بري سره پای ته ورسېدې.
د ننګرهار د کرکټ اداره وايي، د دې سیالیو پایلوبه د سیداغا عرب او فقیر وهاب کلبونو ترمنځ ترسره شوه چې، د ۱۰ منډو په توپیر د فقیروهاب کلب په ګټه تمامه شوه.
د کرکټ بورډ ادارې په وینا چې، دغه سیالۍ د روان زېږدیز کال د جولای په ۲۵مه نېټه د ننګرهار په بېلابېلو لوبغالو کې پیل شوې وې، چې د نومبر په ۲۲مه نېټه پای ته ورسېدې.
کرکټ بورډ لیکي: "په دغه سیالیو کې د یاد ولایت له بېلابېلو ولسوالیو ۴۲ کلبونو ګډون درلود، چې په ۷ ګروپونو وېشل شوې وې او د ۱۲۷ لوبو وروسته تېره ورځ په برياليتوب سره پای ته ورسېدې."
د دې سیالیو په پایلوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه ذبیداکبري وګټله او بارکزی ناصري چې ۴۴۴ منډې کړې وې، د مخکښ منډه جوړونکي جایزه یې ګټلې.
دغه راز سفیراحمد د ۱۹ وېکټو په ترلاسه کولو سره د غوره توپ اچونکي په توګه ونومول شو.
د ویلو ده چې عثمان یونس د ننګرهار کلب کچې سیالیو کې د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي په توګه نومول شوی دی. چې ۳۵۹ منډې یې کړې وې او ۱۱ لوبغاړي یې سوځولي وو.
سبا يکشنبه د آیپيایل سیالیو بولي پيليږي
د هندوستان د کرکټ غوره لیګ یا آیپيایل سیالیو د اتلسم پړاو بولي سبا یکشنبه د نومبر په ۲۴مه نېټه پیليږي.
د هندي کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس په لومړي ځل غواړي چې، د بولۍ مراسم د سعودي عربستان په پلازمېنې ریاض کې ترسره کړي.
رپوټونه لیکي، دغه مراسم به د نومبر په ۲۴مه او ۲۵مه نېټه د دوو ورځو لپاره ترسره شي.
پهدې بولۍ کې ۵۷۴ هندي او بهرني لوبغاړي وړاندې کېږي، چې له ډلې یې اتلس افغان لوبغاړي دي.
د آیپيایل لس لوبډلې به د یادو لوبغاړو له ډلې ۷۰ بهرني او ۱۳۴ هندي لوبغاړي وپېري.
راشدخان یوازینی افغان لوبغاړی دی، چې د ګجرات ټایټنز لوبډلې له بولۍ وړاندې ځان سره د ۱۸ کروړه هندي روپیو په بدل کې وساته.
د افغانستان په اتلسو لوبغاړو کې عظمتالله عمرزی، نوراحمد، مجیبالرحمن، رحمنالله ګربز، نوینالحق، محمدنبي، فریدون داودزی، فضلحق فاروقي، ګلبدین نایب، الله محمد غضنفر، وقار سلامخېل، ظاهرخان، نجیب ځدراڼ، صدیق اتل، قیس احمد، کریم جنت او ننګیالی خروټی شامل دي.
د ویلو ده چې د آیپيایل په سیالیو کې په لومړي ځل په ۲۰۱۷ ز کال کې لومړني افغان لوبغاړی راشدخان وپېرل شو، چې له هغې وروسته په هر پړاو کې نږدې ۶ افغان لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو ته لوبېدلي دي.
د ناټو سرمنشي پرون د امريکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ليدلي
د ناټو سرمنشي مارک روټه (Mark Rutte) پرون د امریکا د متحدایالتونو د فلوریډا ایالت په پام بیچ کې له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل.
د ناټو ویاندې، فرح دخل اله نن په یوه لنډه اعلامیه کې وویل: "هغوی د هغو نړیوالو امنیتي مسئلو په اړه بحث وکړ چې ناټو تړون ورسره مخامخ دی."
ناټو تړون د هالنډي رسنیو د راپورونو په اړه د تبصرو غوښتنې ځواب نهکړې، په دغو راپورونو کې ویل شوي وو، چې د ناټو سرمنشي مارک روټه چې د هالنډ پخوانی صدراعظم دی، د هالنډ په یوه دولتي الوتکه کې له ټرمپ سره د کتنې لپاره فلوریډا ته تللی دی.
روټه له هغو اروپايي مشرانو دی، چې د ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره یعنې له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱م کاله پورې یې له هغه سره ښې کاري اړیکې درلودې.
د اروپايي پارلمان مشرې د اوکراين لهخوا د اوږدواټنه توغندي د کارونې ملاتړ کړی
د اروپايي پارلمان مشرې روبرتا متڅولا د اوکراین لهخوا د روسیې د بشپړ تهاجم په وړاندې د ځان د دفاع لپاره د اوږدواټنه توغندیو د کارونې ملاتړ وکړ.
هغې له جرمني غوښتنه وکړه، چې د تاوروس په نوم د اوږدواټنه توغندیو دستګاه سم د لاسه جګړه ځپلي اوکراین ته ولېږدوي.
متڅولا په هغه مرکه کې چې نن دوو ورځپاڼو خپره کړې دا څرګندونې کړې دي.
کله چې له هغې پوښتنه شوې، هغه هېوادونه چې اوکراین ته اوږدواټنه توغندي ورکوي، ایا اوکراین ته باید دا اجازه ورکړي، چې په روسیه کې دننه پر اهدافو یې وکاروي؟ هغې ویلي هو.
د اروپايي پارلمان مشرې ویلي، جرمني هم باید د تاوروس په نوم د اوږدواټنه توغندیو دستګاه اوکراین ته ورکړي.
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ اوکراین ته د تاوروس په نوم دستګاوو له استولو سره سخت مخالف دی، خو د هغه ائتلافي شریکان ازاد ډیموکراتان او زرغون ګوند کییف ته د دغو توغندیو د استولو ملاتړي دي.
پر غزه د اسراييل تازه بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸کسان وژل شوي
د فلسطیني رسنیو د پرونیو راپورونو لهمخې، پر غزه ښار د اسرايیل تر یوې حملې وروسته په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
وافا خبري اژانس د په تازه حمله کې د وژل شویو شمېر ۸ یاد کړی دی.
اژانس وايي، د غزې ښار په شمالي ولسوالۍ شجاعیه کې پر یوه کور هم په حمله کې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دغه اطلاعات په بې پرې ډول نهشي تایید کېدلای.
په همدې حال کې د اسرايیل پوځ ویلي، چې د دغو حملو ادعاوې څېړي.
وافا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د غزې تړانګې په نورو برخو کې هم د اسرايیلي ځواکونو په حملو کې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
بل لوري ته د حماس تر کنټرول لاندې د غزې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی، چې د تېلو د کموالي له کبله ښايي په ۴۸ ساعتونو کې روغتونونه یا له فعالیته ولوېږي، یا یې فعالیت محدود شي.
کورمه کې تازه نښتې؛ د ۲۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی
د پاکستان د خیبر پښتونخوا د کورمې ايجنسۍ چارواکي وايي، هلته د شیعه او سني ډلو ترمنځ په تازه شخړو کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي.
د کورمې مرستیال کمشنر جاویدالله مسید پرون ناوخته د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، شخړه لومړی په جلامئۍ، چاردېوال او ټالوکونج کې پیل شوې او بیا نورو سیمو ته وغځېده.
نوموړي وویل چې، پهدې نښتو کې تر اوسه دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې ده.
چارواکو تر اوسه د ۲۵ کسانو مړینه تایید کړې خو نه یې دي ویلي، چې په دوی کې څو تنه یې شیعه او څو یې سنیان دي.
مرستیال کمشنر جاویدالله مسید ویلي، شخړه ناڅاپه پیل شوه او د سیمې حالت دومره خراب دی، چې له انتظامي چارواکو سره یې د مخنیوي لپاره وسایل نه وو.
فارياب کې د دوو ترافيکي پېښو پر مهال پنځه کسان مړه شوي او ۹ ټپيان دي
په فاریاب ولایت کې په دوو ټرافیکي پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۵ کسانو د مړینې او ۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی، چې د فاریاب لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، دغه ټرافیکي پېښې پرون جمعه جوزجان ته پر لویه لاره او په پښتونکوټ ولسوالۍ کې شوې دي.
د دغو پېښو علت د موټر چلوونکو بېاحتیاطي ښوول شوې ده.
د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بېاحتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.
اوچا: افغانستان او ځينو هېوادونو کې د مرستندويه کارکوونکو پر وړاندې تاوتريخوالی ډېر شوی
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د افغانستان په ګډون د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د مرستدیو کارکوونکو په وړاندې د زورزیاتي، د دوی د تښتونې، ټپي کولو او ځورونې راپورونه ورکول شوي دي.
په جنیوا کې د اوچا ویاند جینس لیرکه (Jens Laerke) پرون جمعه په یوه کنفرانس کې وویل، په ۲۰۲۴م کال کې تر بل هر کال زیات بشري کارکوونکي، روغتیاپالان، د مرستو رسولو پرسونل او بشري چارو نور مامورین وژل شوي دي.
هغه د نړۍ په سطحه د وژل شویو بشري کارکوونکو شمېر تر ۲۸۱ زیات یاد کړ، چې دا تر بل هر کال لوړ شمېر دی.
د اوچا ویاند وايي، له غزې هاخوا هم بشري کارکوونکو ته خطرونه پېښ دي، چې په افغانستان، د کانګو جمهوریت، جنوبي سوډان، اوکراین، یمن او نورو ځایونو کې د دوی په وړاندې د زورزیاتي، د دوی د اختطاف، ژوبلولو، ځورونې او عمدي نیولو پېښې زیاتې وې.
د ناامنۍ د پېژندنې نړیوال سازمان په لړم/عقرب میاشت کې په یوه راپور کې اندېښنه ښودلې وه او ویلي يې وو، چې لا هم په افغانستان کې روغتیاپالان له تاوتریخوالي او ګڼو محدودیتونو سره مخامخ دي.
تر دې مخکې ځینو نړیوالو بنسټونو شکایت کړی و، چې طالبان په افغانستان کې د دوی په چارو کې لاسوهنه کوي.