د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

د هلمند بزګران: د اوبو کمښت او نورو لګښتونو له کبله د کوکنارو بديل کښت نه شو کولای


 ارشیف: د افغانستان جنوب کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: د افغانستان جنوب کې د کوکنارو کروندې

د طالبانو حکومت د هلمند ولایت بزګرو ته خبر ورکړی چې د دوی د مشر فرمان اوس هم د پخوا په شان مهم دی او باید کوکنار ونه کري.

دا د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ یو کلی دی، که څه هم د کښت او کار وخت دی، خو دلته سپين ږيري او ځوانان راټول شوي او په کرونده کې د کار پر ځای يې پيتاوي ته پښې غځولي دي.

دوی وايي چې په تودو یا ګرمسيرو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت وخت دی، خو د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړی او دوی د نورو کښتونو لپاره کافي اوبه نه لري، له همدې امله يې پرېکړه نه ده کړې چې په خپلو ځمکو کې له کوکنارو پرته بل څه وکري.

له دې بزګرانو څخه یو هم خوانین دی، ده ازادي راډيو ته وويل چې پروسږکال يې په خپلو ځمکو کې غنم کرلي وه، خو د اوبو د کموالي له امله يې حاصل ونه کړل.

هغه وویل: "پروسږ کال مو غنم کرلي وه، خو ګټه يې ونه کړه، ځکه چې کیمياوي سره ګرانه وه او سږ کال مو دوه کوهي وکيندل، خو کوهیانو اوبه و نه کړې او اوبه نه شته. موږ ته وايي چې غنم وکرئ، خو موږ غنم په څه شي اوبه کړو؟ موسسو مرسته کړې ده، خو دا مرسته د مشرانو جېبونو ته ځي، بېوزلو خلکو او بزګرانو ته يې څوک نه ورکوي."

د هلمند ولایت د ګرِشک ولسوالۍ اوسېدونکی موسی وايي، د کوکنارو د کښت وخت لا نه و رارسېدلی چې طالبان د دوی کلي ته راغلل او دوی ته يې وویل چې سږکال هم د تېر کال په شان د کوکنارو کښت بند دی او باید د کوکنارو پر ځای بل څه وکري.

هغه وویل: "نه سږکال مو کوکنار نه دي کرلي او د اوبو د کموالي له امله مو بل څه هم نه دي کرلي. طالبانو موږ ته خبر راکړی چې کوکنار مه کرئ، یو بل څه وکرئ، خو اوبه نه شته او د بل کښت وس نه لرو. په دې حکومت کې تر دې مهاله چا له موږ سره مرسته نه ده کړې، له بېوزلۍ او تندې سره مخ یو، ډېر ستړي یو."

تر یوه کال ډېر وخت کېږي چې د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړی دی.

که څه هم ملګرو ملتونو منلې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت خورا ډېر کم شوی، خو تر دې مهاله د طالبانو حکومت او ملګري ملتونه هم نه دي توانېدلي چې له بزګرو سره د بديل کښت په برخه کې مرستې وکړي.

په وروستیو اوونیو کې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر استازو د بهرنیو هېوادونو له سفيرانو او سازمانونو له استازو سره د ملاقات پر مهال له هغوی څخه غوښتي چې د بديل کښت په برخه کې د افغانستان له بزګرو سره مرسته وکړي، خو تر دې مهاله کوم بهرني هېواد او سازمان په دې برخه کې د مرستې ژمنه نه ده کړې.

د هلمند ولایت د امنيې قوماندانۍ یو چارواکی مولوي حسيني دا مني چې اوس هم د دې ولایت په ځينو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي، خو دی ټينګار کوي چې دوی اوس هم د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د خپل مشر فرمان ته ژمن دي.

هغه وویل: "زه خبر یم چې اوس هم په ځينو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي، اوس چې د کوکنارو د کښت اړولو کمپاين پيل شوی او ځينې دوستان کمپاين کوي دا کمپاین نتیجه نه لري، هغه کوکنار چې اوس تازه کرل شوي که کښت يې ویجاړ هم شي بزګران يې بیا کري، د حاصلاتو تر وخته پورې به یوه ځمکه درې څلور ځله اړول کېږي او لګښت به ورباندې راځي، خو موږ اصل کمپاین یوه میاشت وروسته کوو، داسې وخت چې کوکنار ښه راشنه شي، بیا هغه مهال عمومي کمپاین کوو."

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، له ۲۰۰۳ څخه بیا تر ۲۰۲۱ ميلادي کلونو تر منځ د افغانستان اتیا سلنه کوکنار یوازې په هلمند ولایت کې کرل کېدل، خو کله چې د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړ، ملګرو ملتونو راپور خپور کړ چې سږکال په دې ولایت کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی دی.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:22 0:00

XS
SM
MD
LG