د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

ملګري ملتونه: له افغانستانه بهر ته د ښیښې قاچاق دوولس برابره ډېر شوی


ارشیف: په افغانستان کې نیول شوې یوه اندازه ښیښه
ارشیف: په افغانستان کې نیول شوې یوه اندازه ښیښه

په منځنۍ اسيا کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې دفتر وايي چې له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د ښیښې قاچاق دوولس برابره ډېر شوی دی.

د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو په اړه د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي، قاچاق کوونکي هڅه کوي چې د قاچاق شويو نشه يي موادو ډول او مسير بدل کړي.

په جنوبي اسيا کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې دفتر وويل، پخوا ايران هغه هېواد و چې له افغانستان څخه به ډېر نشه يي مواد ورقاچاق کېدل او یا به هلته نيول کېدل، خو په وروستیو کلونو کې ازبکستان او تاجکستان هم د نشه يي موادو د قاچاقو په لویو لارو اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې استازې مېرمنې آشیتا ميتال په تاجکستان کې د هرات په نوم امنيتي غونډې ته په خبرو کې وويل، له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د ښیښې قاچاق څو برابره ډېر شوی دی.

هغې زیاته کړه: "د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۳ ميلادي کلونو تر منځ نيول شوي نشه يي موادو په اړه معلومات ښيي چې په دې موده کې د ښیښې نيول دوولس برابره ډېر شوي دي. دا وضعیت دا مانا لري چې قاچاق کوونکي د بازار د غوښتنې او نشه يي موادو د ډول مديریت کوي. موږ نن نه يوازې دا چې د پولو له لارې د نشه يي موادو د قاچاقو په اړه خبرېږو، بلکې انټرنېټ هم د نشه يي موادو د قاچاقو، رانيولو او خرڅولو په وسيله اوښتی دی."

مېرمن ميتال وايي، له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره سيمه ييزه او نړیواله همکاري ضروري ده چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د کېمياوي نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيول شي.

د دې سازمان استازې وايي، څرنګه چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی، په نړیوالو بازارونو کې د تاریاکو بیه له ۱۰۶ ډالرو څخه نږدې اووه سوو ډالرو ته پورته شوې ده.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معينیت د سروې پخوانی رییس نجيب الله احمدي وايي، د سيمې استخباراتي ادارې د افغانستان د نشه يي موادو په تولید او قاچاقو کې لاس لري.

احمدي وویل: "د میتام فیتامین یا ښیښې بازار ډېره وده کړې ده، په بېلابېلو ولایتونو کې کارخانې شته چې د ځانګړو ډلو له خوا یې امنیت ساتل کېږي. اوس له بده مرغه چې د افغانستان ښیښه تر ډېرو لرې هېوادونو پورې رسېدلې ده. د ملګرو ملتونو او هغو ګاونډيو هېوادونو پام افغانستان ته اوښتی چې له نشه يي موادو سره مبارزه کوي او ځانګړي راپورونه چمتو کوي."

ملګرو ملتونو که څه هم په خپل وروستي راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت خورا ډېر کم شوی، خو په دې راپور کې پر دې خبره ټينګار شوی چې د کوکنارو د کښت له کمېدو سره سم په دې هېواد کې د کېمياوي نشه يي موادو، په تېره بیا ښیښې تولید د ډېرېدو په حال کې دی.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00


----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG