د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

د فراه اوسېدونکي په ازاد ډول د نشه يي موادو له خرڅولو شکایت کوي


د فراه ولایت یو شمېر معتادین
د فراه ولایت یو شمېر معتادین

د فراه ولایت اوسېدونکي په دې ولایت کې په ښکاره او ازاد ډول د نشه يي موادو خرڅولو په اړه شکایت کوي. دوی وايي که څه هم د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړی دی، خو اوس هم د نشه يي موادو جوړېدل دوام لري او نشه يي مواد په ازاد ډول خرڅېږي، معتادین نه يوازې دا چې لږ شوي نه دي؛ بلکې نور هم ډېر شوي دي.

د فراه ولایت معتادین هم شکایت کوي چې نشه يي مواد اسانه او ازرانه پيدا کېږي، له همدې امله دوی تر څو ځله درملنې وروسته بيرته په نشو اخته شوي دي.

د فراه ښار په شمال کې د عسکر آباد نومي سيمه کې معتادین راغونډ شوي او د ملګرو ملتونو او طالبانو د حکومت د راپور برعکس، د کوکنارو په کښت کې کموالي د دوی پر شمېر هيڅ اغېز نه دی کړی.

له دې معتادینو څخه یو هم طاهر نومېږي، دی وايي چې د نشه يي موادو خرڅوونکي یا د دوی په ژبه ساقيان د پخوا په ډول دوی ته نشه يي مواد اسانه راوړي.

طاهر وایي:

" هر وخت چې مواد وغواړې پيدا کېږي، اسانه پيدا کېږي، په شل دېرش افغانۍ يې خرڅوي، همدلته يې هم راوړي."

نسیم یو بل معتاد دی چې په فریدون کلا کې شپې او ورځې تېروي او څه موده مخکې يې نشه پرې ايښې وه، خو دا چې په دې سيمه کې نشه يي مواد اسانه پيدا کېږي او معتادین هم ډله ډله ګرځي دی هم له معتادینو سره یو ځای او بیرته معتاد شو.

نوموړی وایي:

" ساقیان ډېر دي او نشه يي مواد هم کم نه دي، که نشه يي مواد نه وای ما به دلته څه کولای؟ زما غوښتنه دا ده چې معتادین او ساقيان دي ټول کړي چې موږ بېغمه شو. یو کال کېږي چې زه معتاد شوی یم او یو ځل مې درملنه هم شوې ده. "

د فراه یو شمېر معتادین
د فراه یو شمېر معتادین

د فراه ولایت اوسېدونکي، په تېره بیا ښاریان له معتادینو څخه شکایت کوي او وايي، په ښار کې د معتادینو حضور د جنايي پېښو ترڅنګ د دې سبب شوی چې، بې روزګاره ځوانان هم له معتادینو سره یو ځای او معتاد شي.

صالح جان د ساختماني موادو پلورنځی لري، دی هم د معتادینو له جرمونو څخه تنګ شوی دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل:

" د چهارباغ ها خوا ته یو سرای دی، هلته شراب او نور نشه يي مواد خرڅېږي. باید دولت د نشه يي موادو د خرڅوونکو مخه ونيسي. دلته هم راځي او پر معتادینو نشه يي مواد خرڅوي. باید معتادین ټول شي، موږ ټوله شپه پر سرای پيره کوو او سرای ته قلف وراچوو."

ځینې معتادان وایي: په ښکاره د نشه یي مواردو پېر و پلور لا روان دی
ځینې معتادان وایي: په ښکاره د نشه یي مواردو پېر و پلور لا روان دی

مدني فعالان که څه هم د کوکنارو په کښت کې کموالی ستايي، خو زیاتوي چې اوس هم د پخوا په ډول نشه يي مواد توليد او پلورل کېږي.

د فراه ولایت اوسېدونکی حميدالله نورزی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې معتادینو ته د نشه يي موادو نه رسېدو لپاره دي له خلکو څخه مرسته وغواړي، ځکه چې خلک د خپلو اولادونو په اړه اندېښنه لري.

نورزی زیاتوي:

" نشه يي مواد پر څلورلارو او کوڅو کې ډېر اسانه خرڅېږي، که څه هم امارت يې مخه نیسي، خو نه پوهېږم چې ساقيان څنګه په دومره اسانۍ نشه يي مواد خرڅوي؟ یو دليل يې دا دی چې معتادین اوس هم د سړک په ګلدانونو کې اوسېږي. زه له دولت څخه غوښتنه کوم چې په دې برخه کې دي خپلې هڅې ګړندۍ کړي، له خلکو او محلي مشرانو څخه دي هم مرسته وغواړي. "

که څه هم د طالبانو حکومت پروسږکال د فراه ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه زرګونه معتادین راټول او د نشو پرېښودلو لپاره څو میاشتې په زندان کې وساتل، خو له زندان څخه تر راوتلو وروسته يې بيرته نشو ته مخه کړه.

د فراه ولایت اوسېدونکي او معتادین وايي چې د بيرته معتاد کېدو اصلي علت دا دی چې په دې ولایت کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي.

راپور: حفیظ الله نورزاد

XS
SM
MD
LG